د اربعین حسيني مراسم
اربعین يوازې يو مذهبي دود نه دی، بلکې د يووالي، ورورولۍ او ايثار هغه ژوره نښه ده چې هر کال له ټوله نړۍ څخه ميليونه کسان د کربلا په خوا راکاږي. دا ستره غونډه چې تر شلو ميليونو زيات ګډونوال لري، د عاشورا پيغام د حق او عدالت د لارې د مشعل په توګه نړۍ ته رسوي.
په همدې ډله کې د افغانستان د خلکو ګډون، که شيعه وي که سني، ځانګړی رنګ لري او د امام حسين (ع) پر مينه او د انسانيت پر ګډ احساس يو ښکلی انځور وړاندې کوي.
ننني نړۍ کې د اربعین ارزښت، په ځانګړي ډول د هغو خلکو لپاره چې له اسلام سره لږه پېژندګلوي لري، ډېر مهم دی. دا لمانځنه کولی شي د بېلابېلو اديانو او مذاهبو ترمنځ د خبرو او پوهاوي لپاره يو پُل شي او د سولې او ورورولۍ پيغام خپور کړي. د دې مقالې بنسټيزه پوښتنه دا ده چې څنګه اربعین په افغانستان کې د شيعه او سني د يووالي نښه او د انساني ارزښتونو تمثيل کېدای شي چې د نړۍ لپاره د سولې او يووالي بېلګه شي.
د اربعین حسيني مراسم – د پولې او مذهب نه هاخوا راټولېدنه
اربعین يوازې يو مذهبي مناسک نه دي، بلکې د مېلمه پالنې، يو بل ته د مرستې او د زړه له اخلاصه د خدمت يوه بېلګه ده چې مذهبي او جغرافيايي پولې له منځه وړي. دلته ايراني، عراقي، افغان، پاکستاني، هندي، افريقايي، اروپايي، مسلمان او غيرمسلمان ټول په يو صف کې د کربلا پر لور روان وي. دا لويه غونډه د هيلې پيغام دی – هيله د داسې نړۍ چې پکې مينه او د ظلم پر وړاندې درېدل تر کرکې او وېش برلاسی وي.
افغانستان پخپله ځانګړی ځای لري. سره له دې چې د امنيت او سياسي ستونزو اوږد تاريخ لري، هر کال زرګونه افغانان – شيعه او سني – د کربلا د ليدو شوق لروې. برعکس د هغو انځورونو چې ځينې رسنۍ يې خپروي، په کابل، کندهار، مزارشريف او هرات کې د امام حسين (ع) مينه له هر ډول مذهبي توپير هاخوا روانه ده.
اربعین د افغانانو د کلتور په هنداره کې
په افغانستان کې اربعین د خلکو د ګډ کلتوري ياد يوه برخه ګرځېدلې ده. په ښارونو لکه کابل، هرات، بامیان، مزارشريف او غزني کې خلک د روضو، نذرو، علم ګرځونو او د سینه وهلو په ډلو سره دا ورځ لمانځي.
په ځينو مرکزي او شمالي کليو کې ښځې د اربعین له رسېدو مخکې د نذر دسترخوانونه غوړوي – له ساده ډوډۍ او شولو تر حلوا او آش پورې – او دا ټول د کربلا د مظلومانو په ياد وي. د شيعه او سني ګډ ګډون په داسې فضا کې چې درناوی او ورورولي پکې وي، دا ښيي چې دا تړاو يوازې مذهبي نه، بلکې ژور انساني احساس دی.

کربلا د افغانانو په زړونو کې
که څه هم د افغانستان او کربلا تر منځ واټن ډېر دی، خو د افغان زائر لپاره دا واټن يوازې په نقشه کې دی، په زړه کې نه. په وروستيو کلونو کې سره له دې چې د سفر لګښتونه، امنيتي ستونزې او د ویزې مشکلات ډېر دي، بيا هم د افغانانو ونډه په پيادهروي کې د ستاينې وړ پاتې شوې. ډېری يې د لږو وسايلو سره خو د ډېر اخلاص او مينې سره سفر کوي، او بېرته د عقيدې او خاطرو ډک کولهبار سره راګرځي.
د افغانانو موکبونه چې په بېلابېلو لارو د کربلا په لور جوړېږي، که څه هم امکانات يې کم وي، خو د زړونو دروازې يې تل پرانستې وي. له هرات او بلخ تر غزني او دايکنډي پورې ځوانان شپه او ورځ د زائرانو په خدمت کې وي. د دوی ګډه ژبه فارسي يا پښتو نه ده – د دوی ژبه د حسين (ع) ژبه ده، د ايثار او مينې ژبه.
د شيعه او سني يووالی – له شعار هاخوا حقيقت
په افغانستان کې اربعین د تفرقې دېوالونه نړوي. د دې هېواد اهل سنت امام حسين (ع) د ټولو انسانانو لپاره د عدالت او عزت بېلګه ګڼي. د هغوی ديني مشران د امام ستاينه کوي او په ډېرو مراسمو کې ګډون کوي. په سني مېشتو سيمو کې خلک جوماتونه سينګاروي، نذرونه وېشي او په خپله ژبه مرثيې وايي.
په نظر د ډېرو افغانانو، اربعین يوازې د يو مذهب نه دی، بلکې يوه ګډه انساني لمانځنه ده چې ټول پرې خوښيږي. حسين (ع) په افغانستان کې نه يوازې د يوې عقيدې مشر، بلکې د حق او عدالت شهيد دی.
اربعین – د انسانيت ګډه ژبه او د سولې نړيواله بېلګه
په دې ګډوډه نړۍ کې چې اختلافونه ورځ تر بلې ډېرېږي، اربعین د يووالي او تفاهم يوه ژبه ګرځېدلې ده. د افغانستان تجربه ښيي چې دا مذهبي مناسک څنګه کولی شي د ملي يووالي، د تمدنونو ترمنځ د خبرو او د يو ملت د ګډ هويت لپاره يو بنسټ شي.
په افغانستان کې اربعین نه يوازې د تاريخي پاڅون ياد تازه کوي، بلکې هغه هنداره ده چې پکې شيعه او سني، دري ژبی او پښتو ژبی، ښځه او سړی د يو ملت په توګه يو ځای ښکاري. لکه څنګه چې افغانان د اربعین په محور د قومي او مذهبي پولې تېرې کړې، نور ملتونه هم کولی شي له دې تجربې زده کړه وکړي. پيغام د اربعین نړيوال دی – د آزادۍ، عدالت او ورورولۍ غږ – او که په زړونو کې کښېني، کولی شي د سولې يوه ګډه ژبه شي، ژبه چې د سرحد او مذهب نه، بلکې د انسانيت نه سرچينه اخلي.

بسمالله خټک