د غني او زیلینسکي برخلیک؛ د امریکا د ټولو متحدینو لپاره یو درس
هینري کیسنجر یو وخت ویلي وو، “که له امریکا سره دښمني خطرناکه وي، نو له امریکا سره ملګرتیا پرته له شک وژونکې ده.” دا خبره د تاریخ په اوږدو کې څو ځله ثابته شوې، او نن ورځ، تر بل هر وخته، دا د افغانستان او اوکراین په څیر هیوادونو په برخلیک کې ښکاره کیږي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني دواړه په ورته حالات کې واقع شول او نږدې ورته پایلې یې تجربه کړل؛ په لومړی سر کې، د لویدیځ ټینګ ملاتړ، او بیا د کرکېچ په مینځ کې یوازې پاتې کیدل.
کله چې زیلینسکي په سپینه ماڼۍ کې د ډونالډ ټرمپ له سپکاوي سره مخ شو، نو ډیری شنونکو ته دا څرګنده شوه چې د امریکا په سیاست کې د اوکراین ځای د جیوپولیتیک شطرنج په تخته کې له یوې ګوډاګۍ څخه زیات څه نه دي. په همدې ډول، اشرف غني تر وروستۍ شیبې پورې د امریکا د ملاتړ په ژمنو باور درلود، خو په پای کې، د کابل له سقوط سره، هغه د تېښتې پرته بل برخلیک نه درلود.
نن ورځ، اوکراین او افغانستان پر امریکا د باور له مرض څخه رنځ وړي. یو یې په داسې سخته جګړه کې ښکیل دی چې پایله یې له ویجاړۍ پرته بل څه نه دي، او بل یې د دوو لسیزو امریکایي اشغال وروسته د ویجاړۍ او بې ثباتۍ له میراث سره مخ دی. دا حقیقت یو ځل بیا ښیي چې له متحده ایالاتو سره اړیکې نه د ملګرتیا پر اصولو ولاړې دي او نه هم د اوږدمهاله ژمنو پر بنسټ؛ بلکه، دا د واشنګټن د لنډمهاله ګټو تابع دی.
افغانستان؛ د ناکامه باور تجربه
افغانستان له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د امریکا د لاسوهنو د پالیسیو ډګر و. په ۲۰۰۱ کال کې، واشنګټن په کابل کې یو داسې حکومت جوړ کړ چې په بشپړ ډول د دوی په مالي، پوځي او ډیپلوماتیکو مرستو پورې تړلی و. اشرف غني، چې په ۲۰۱۴ کال کې واک ته ورسېد، ځان یې د اصلاح غوښتونکي تکنوکرات په توګه خلکو ته وپیژندل، خو په عمل کې یې حکومت، د امریکا د ګوډاګي رژیم پرته بل څه نه وه.
ټولې بهرنۍ مرستې او مالي منابع د واشنګټن لخوا کنټرول شوي میکانیزمونو له لارې بیرته متحده ایالاتو ته رسیدلې. د اشرف غني په حکومت کې رامنځته شوي د فساد پراخ جوړښت نه یوازې په افغانستان کې د فقر او ویجاړۍ لامل شو، بلکې واشنګټن ته یې داسې چانس هم رامینځته کړل چې په اسانۍ سره له دې هیواد څخه د چین، روسیې، ایران او نورو سیالانو د څارنې او کنټرول لپاره د جیوپولټیک وسیلې په توګه کار واخلي.
د دوو لسیزو لپاره، امریکا د بیارغونې او ډیموکراسۍ تر شعار لاندې په افغانستان کې میلیاردونه ډالر ولګول، خو په عمل کې دا مرستې یوازې د امریکایي قراردادیانو او فاسدو کورنیو کړیو لاسونو ته ورسېدل. په افغانستان کې د واشنګټن پالیسۍ د هیواد د پرمختګ لپاره نه وې، بلکې د خپلو ستراتیژیکو ګټو د خوندي کولو لپاره وې. کله چې امریکا پوه شوه چې په افغانستان کې یې شتون نور د دوی د ګټو سره سمون نه خوري، نو له کوم مسؤلیت پرته یې له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ او د کابل حکومت یې له پامه وغورځاوه.
د دې پروسې پر وړاندې د اشرف غني او د هغه د چارواکو اعتراضونو نه یوازې هیڅ پایله نه درلوده، بلکې واشنګټن د فشار په زیاتولو او حتی پر افغان چارواکو د بندیز ګواښونو سره د حکومت نسکوریدو لپاره لاره هواره کړه. بالاخره، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، اشرف غني په بیړه له هیواده وتښتید، او امریکا افغانستان په کرکیچ او فقر کې پریښود.
اوکراین؛ د امریکا ګوداګیانو په نمایش کې لوبه او نامعلوم راتلونکی
ولادیمیر زیلینسکي، چې په ۲۰۱۹ کال کې د یو مشهور کمدي اداکار او ممثل په توګه سیاست ته داخل شو، ډېر ژر ځان د یو جیوپولیتیک کرکیچ په منځ کې وموند چې د هغه او د هغه د هیواد له وړتیا څخه بهر و. امریکا او د هغې لویدیځ متحدین اوکراین د روسیې سره د مقابلې په لومړۍ کرښه بدل کړ، لکه څنګه چې دوی افغانستان د شوروي اتحاد سره د سیالۍ لپاره د جګړې په ډګر او بیا د خپل شل کلن اشغال لپاره په یوه اډه بدل کړی و.
د لویدیځ د نه ستړې کېدونکې ملاتړ د ژمنو تر سیوري لاندې، زیلینسکي، په واشنګټن بشپړ باور سره، هغه جګړه جاري وساتله چې د اوکراین خلکو د خپل هیواد د ویجاړولو سره یې بیه ورکړه. هغه په لوېدیځو رسنیو کې د ډیموکراسۍ د اتل په توګه ستایل کېده، خو حقیقت دا و چې اوکراین د امریکا د ستراتیژیکې لوبې یوه آله ګرځېدلې وه، چې د بریا یا حتی د پایښت ضمانت هم نه درلود.
خو لکه څنګه چې افغانستان تجربه کړ، د امریکا ملاتړ تل مشروط او لنډمهاله وي. لکه څنګه چې جګړه اوږده شوه او مالي او پوځي لګښتونه زیات شول، لویدیځو هیوادونو ورو ورو خپل ملاتړ کم کړ. اوکراین، چې یو وخت پرته له کوم شرط او قانون د میلیاردونو ډالرو پوځي مرستو ترلاسه کوونکی و، اوس باید د هرې مرستې کڅورې لپاره د امریکا کانګرس ته سوال وکړي.
په واشنګټن کې داخلي اختلافات او د ډونالډ ټرمپ بیا راڅرګندېدل، چې غواړي په خپله لاره جګړه پای ته ورسوي، زیلینسکي په یوه ستونزمن حالت کې واقع کړي دی. کله چې زیلینسکي په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره د خپلې وروستۍ لیدنې په جریان کې له سپکاوي او سوړ اړیکې سره مخ شو، نو هغه ته دا پیغام ورسیدل چې اوکراین نور د واشنګټن لومړیتوب نه دی او د لویدیځ ملاتړ تر بل هر وخت ډیر ټکنی شوي دی.

نقیب الله جمشید