جستجو
Close this search box.
ورځنی تحلیل

د تحریک طالبان پاکستان TTP سیاستونه او تاکتیکونه

Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

تحریک طالبان پاکستان (TTP) چې د پاکستان د طالبانو په نوم هم یادیږي، تر ټولو لوی وسله وال سازمان دی چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې د پاکستان د حکومت پر ضد جنګیږي. د ملګرو ملتونو په وینا، تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې هم څو زره جنګیالي لري چې د پولې دواړو غاړو (افغانستان او پاکستان) کې ځای پر ځای شوي دي.

که څه هم د ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۸ پورې د پاکستان پوځي اقدامات، د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه، او په دې ډله کې داخلي شخړې د تحریک طالبان پاکستان د کمزورتیا لامل شوي، خو مګر دا وسله وال ډله له هغه وخت راهیسې د پام وړ بیا رغېدنه تجربه کړې چې د ۲۰۲۰ په فبروري کې د افغان طالبانو او د امریکا حکومت ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو.

په دوحه کې د امریکا سره د خبرو اترو په مېز کې د افغان طالبانو له بریا وروسته، په ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان د حکومت مخالفې لس وسله والې ډلې له TTP سره یوځای شوې، چې په کې درې پاکستاني څانګې چې له القاعدې سره تړلې وې او څلور عمده ډلې چې په ۲۰۱۴ کې له طالبانو جلا شوې وې، شاملې وې. د دې انضمام وروسته، د TTP ترهګریز بریدونه زیات شول او د ۲۰۲۱ په اګست کې، کله چې افغان طالبان په هیواد کې واک ته راستانه شول، د TTP عملیات او فعالیتونه خپل اوج ته ورسیدل.

وروسته له هغه چې TTP د پاکستان د حکومت لپاره ژورې امنیتي ستونزې او ګواښونه رامینځته کړه، اسلام آباد د افغانستان د طالبانو په منځګړیتوب له دغې ډلې سره بې پایلې خبرې پیل کړې چې بالاخره د پاکستان د حکومت او د TTP ترمنځ د سولې د خبرو ناکامۍ د دې لامل شو چې د اسلام اباد او کابل اړیکې هم ترینګلې او سړې شي.

په دې دلیل چې TTP له افغان طالبانو، القاعدې او حتی د خراسان له اسلامي دولت (داعش) سره ژورې تاریخي ریښې او اړیکې لري او د دې ډلې خوځښتونه نه یوازې له پاکستان او ګاونډیانو سره د افغانستان اړیکې اغیزمنوي، بلکې د ټول سیمې پر امنیت هم اغېزه کوي؛ د دې ډلې د سیاستونو او عملیاتي تاکتیکونو مطالعه په اوسني وضعیت کې له هر اړخه اړینه او لازمه ده. له همدې امله، په دې یادښت کې، موږ هڅه کوو چې د TTP د اصلیت، سیاستونو او د دوی د نظامي او عملیاتي تاکتیکونو په اړه خبرې وکړو.

  • د TTP ريښې

د پاکستان قبایلي سیمې چې تر ډېره له افغانستان سره پر پوله پرتې دي، له ډېر پخوا راهیسې د مذهبي او توکمیزو نظریاتو تر اغېز لاندې دي. دا سیمې د خپلو ځانګړو ټولنیزو جوړښتونو او د مرکزي حکومت د حضور د نه شتون له امله پکې د اورپکو او افراطي ډلو د رامنځته کیدو ظرفیت موجود وو. همدارنګه د شوروي د یرغل پر وړاندې د افغانانو د انقلاب پر مهال د پاکستان د حکومت په هڅونه او ترغیب له دغو سیمو څخه ډېرو ډلو او اشخاصو له افغانانو سره همکاري کوله.

خو وروسته له هغه چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان یرغل وکړ او د ترهګرۍ پر ضد یې نړیواله جګړه پیل کړه او پاکستان هم د امریکا او د هغه د متحدینو ملاتړ وکړ، په قبایلي سیمو کې میشت پاکستاني جهادي ډلې چې د اسلام اباد د هڅونې او ترغیب له امله په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر وړاندې په سپېڅلي جګړه کې برخه اخیستې وه، د پاکستان له حکومته یې مخ واړوه او له هغه سره یې مخالفت وکړه. ځکه چې د پاکستان د جهادي ډلو له نظره له امریکا او ناټو سره د پاکستان د حکومت همکاري په حقیقت کې په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان د جوړیدو او تاسیس له هیلو او اصلي هدف سره خیانت و.

لکه څنګه چې TTP ادعا کوي چې موخه یې په پاکستان کې (د شریعت څخه د دوی د تعبیر او تفسیر پر اساس) د شریعت پر بنسټ د اسلامي سیاسي نظام د رامنځته کولو لپاره وسله واله مبارزه ده، هغه کار چې TTP وايي په ۱۹۴۷ کې د پاکستان د تاسیس اصلي موخه وه. په همدې خاطر په ۲۰۰۷ کال کې په قبایلي سیمو کې فعالې څو وسله والې ډلې سره یو ځای شوې او د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډله یې جوړه کړه. د دې اتحاد مشري بیت الله محسود کوله، چې د تحریک طالبان پاکستان لومړی مشر بلل کېږي.

  • د تحریک طالبان پاکستان اهداف او سیاستونه

د پاکستاني طالبانو اهداف او سیاستونه له ۲۰۰۷ کال راهیسې ډېر پورته او ښکته شوي دي. کله چې دغه ډله د القاعدې تر نفوذ لاندې وه، د القاعدې د پلانونو له مخې هم پاکستان او هم له پاکستانه بهر د TTP په اهدافو کې شامل وو، خو له القاعدې څخه د ځان لرې کولو او د دغې ډلې په دننه کې د یو لړ داخلي تحولاتو له امله، د TTPطالبانو اهداف او سیاستونه فقط په پاکستان کې منحصر شوه. په هرصورت، د TTP اهداف او پالیسۍ په لاندې محورونو کې لنډیز کیدی شي:

تحریک طالبان پاکستان TTP هڅه کوي چې په پاکستان کې د شریعت پر بنسټ اسلامي حاکمیت رامنځته کړي. د دې ډلې مشران په ټول هېواد کې د شرعي قوانینو د پلي کېدو او د اوسني قضايي نظام پر ځای د اسلامي قضايي نظام د پلي کېدو غوښتونکي دي.

تحریک طالبان پاکستان TTP د پاکستان حکومت یو غیر قانوني حکومت ګڼي او غواړي هغه ړنګ کړي. دغه ډله ډېر وختونه پر امنیتي ځواکونو، دولتي تاسیساتو او ملکي اهدافو بریدونه کوي.

تحریک طالبان پاکستان TTP په سیمه کې د بهرنیو پوځي ځواکونو په ځانګړې توګه د امریکایي ځواکونو له شتون سره سخت مخالفت کوي.

تحریک طالبان پاکستان TTP په سیمه کې د القاعده او حقاني شبکې په ګډون له نورو جهادي ډلو سره همکاري کوي. دا همکارۍ د سرچینو، معلوماتو او نظامي تاکتیکونو د تبادلې لامل کیږي.

تحریک طالبان پاکستان TTP په مکرر ډول په پاکستان کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي. په دې بریدونو کې ځانمرګي بریدونه، هدفي وژنې او پر دیني او تعلیمي مرکزونو بریدونه شامل دي.

دغه سیاستونه او اهداف د دې لامل شوي چې TTP په پاکستان او سیمه کې د امنیت او ثبات لپاره د جدي ګواښ په توګه وپیژندل شي. د پاکستان حکومت او نړیوالې ټولنې له دغې ډلې سره د مقابلې او د سیمې پر امنیت د هغې د اغیزو د کمولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي. مګر لکه څنګه چې لیدل کیږي، TTP اوس په وده کې دی او په وروستیو کلونو کې توانیدلی چې د یوه جهادي ډلې په توګه خپل دریځ تثبیت کړي.

تحریک طالبان
تحریک طالبان پاکستان د پاکستان او سیمې امنیت ته جدي ګواښ دی
  • د تحریک طالبان پاکستان پوځي تاکتیکونه او بریدونه

د TTP نوي نسل د جګړې ځانګړي مهارتونه ښودلي دي. له همدې امله، دوی د پاکستان د حکومت په وړاندې د پام وړ بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي. په هرصورت، د پاکستاني طالبانو ځینې عملیاتي تاکتیکونه په لاندې ډول لنډیز کیدای شي:

ځانمرګي بریدونه: د TTP یو له عام تاکتیکونو څخه دا دی چې په ګڼ میشته سیمو کې یا په مهمو نظامي او حکومتي اهدافو کې ځانمرګي بریدونه وکړي. دغه بریدونه د ډېرو ځاني او مالي زیانونو لامل کیږي.

وسله وال بریدونه: TTP معمولا پر پوځي اډو، پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو بریدونه کوي. په دې بریدونو کې ډزې، د چاودیدونکو توکو کارول او کمین کول شامل دي.

بمي چاودنې: پاکستاني طالبان د خپلو بریدونو لپاره له کورني په خپل لاس جوړ شوي توکو(IED) چاودیدونکو توکو څخه کار اخلي. دا بمونه په سړکونو، موټرو او ودانیو کې کارول کیږي.
اختطاف او یرغمل نیول: دا ډله د خپلو فعالیتونو د تمویل او همدارنګه د خلکو تر منځ د ترهې د رامنځته کولو لپاره په اختطاف او یرغمل نیولو لاس پورې کوي.

تبلیغاتي او رواني جګړه: پاکستاني طالبان د خپلې ایډیالوژۍ د ملاتړ او ترویج لپاره له رسنیو، ټولنیزو شبکو او مختلفو اعلاناتو کار اخلي. دا ډله هڅه کوي چې د دې وسیلو په کارولو سره خلک وهڅوي چې د دوی په لیکو کې شامل شي.

په کلیو او ښاري سیمو کې نفوذ: TTP هڅه کوي په سیمه ایزو ټولنو کې د نفوذ له لارې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي. دوی په ځانګړې توګه په قبایلي او لیرې پرتو سیمو کې فعالیت کوي چیرې چې حکومتي لاسرسی محدود دی.

چریکي بریدونه او غیر منظم جګړې: پاکستاني طالبان د چریکي جنګ تاکتیکونه کاروي چې پکې پر حکومتي ځواکونو کوچني او ناڅاپي بریدونه او بیا خوندي سیمو ته شا تګ شامل دي. دغو تاکتیکونو له پاکستاني طالبانو سره مرسته کړې چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې خپل نفوذ او اغېز پراخ کړي او د پاکستان د حکومت لپاره امنیتي ګواښونه زیاتې کړي. له همدې امله، په اوس وخت کې، TTP په خپل ماهرانه تکتیکونو سره، په پاکستان کې د بې ثباتۍ او ناامنۍ د زیاتولو سربېره، په دې هم بریالی شوی چې ځان د یوې مهمې جهادي ډلې په توګه معرفي کړي.

عایشه ببرک خیل

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=6305

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې