جستجو
Close this search box.
ورځنی تحلیل

د شهید اسماعیل هنیه وژنه؛ د اسرائيل تروريستي او تخريبي رژيم په چټکۍ سره ړنګېدو ته نیږدې کیږي

Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو او وژنو لړۍ دولتونه او بېلابېل ټولنې په تنګ کړي او د بشریت وجدان ته په دوامداره توګه عذاب ورکوي. په عین حال کې د اسرائیل ماشوم وژونکی رژیم له خوا د شهید اسماعیل هنیه وژل او شهادت له دغه رژیم څخه د نړۍ د خلکو انزجار او کرکه لاپسې زیاته کړې او نړیوالې ټولنې په تیره بیا اسلامی نړۍ ته یې سخت تکان ورکړی او حیران کړی دی چې د صهیونیسټ رژیم لپاره ویجاړوونکی پایلې لري.
په همدې خاطر په دې مقاله کې هڅه کيږي چې هغو قرائن او شواهدو ته اشاره وشي چې د صهيونېسټ رژيم د نسکورېدو او ړنګېدو څرګندونه کوي.

  • د ټول اسلامي نړۍ او د افغانستان خلکو ته د اسماعیل هنیه د شهادت تکان

ډاکټر اسماعیل هنیه چې د مقاومت د محور یو لوړ پوړی مشر او د حماس د سیاسي دفتر مشر وو، د چهارشنبې په سهار (د روان کال د اسد د میاشتې په لسمه) د صهیونیسټي رژیم له خوا په تهران-ایران کې شهید شو. شهید اسماعیل هنیه چې په ۱۹۶۲ کال کې د غزې په مخیم الشاطي کمپ کې زیږیدلی، لوړې زده کړې یې د غزې په اسلامي پوهنتون کې سرته رسولي او له ۲۰۰۶ کال راهیسې یې د مقاومت د محور په جوړښت کې په مختلفو دندو او مقامونو ښه وځلېدل او په ​​ډیر صبر او استقامت سره او د بې شمیره قربانیو په ورکولو سره د فلسطین د آزادۍ او د قدس شریف لپاره د پام وړ خدمتونه وکړ.

د شهید هنیه وژنه د ټولو مسلمانانو او په خاصه توګه د افغانستان د خلکو لپاره چې له فلسطیني ملت سره دیني او د ورورولي اړیکه لري، خورا دروند او تکان ورکوونکې پېښه وه او په کابل کې له دولتي چارواکو څخه نیولې د ټولنیزو شبکو فعالانو او ټول افغانانو په دې اړه خپله خواشیني څرګنده کړه او په دې ستر غم او ضایعه کې یې د غم شریکۍ اعلان وکړل.

لکه څنګه چې د افغانستان اسلامي امارت (طالبانو) د یوې رسمي او څرګندې اعلامیې له لارې له ټولې اسلامي نړۍ یې غوښتي چې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د مخنیوي او مقابلې لپاره په ګډه اقدام وکړي او پرې نه ږدي چې د اسرائیل دغه قاتل او تخریبګر رژیم په سیمه کې ناامني ته لمن ووهي.

  • د اسرائیلو د ترهګرۍ او وژنې تاریخ

له ۱۹۴۸ کال راهیسې چې اسراییل د فریب او دسیسې، یرغل او تطاول، د فلسطین د ځمکو د اشغال او غصب په واسطه د یو هیواد په توګه ظاهر شو؛ د نړۍ په صحنه کې وژنه او تخریب هم ښکاره شو. د ترهه ګرۍ، وژنې او تباهۍ ستراتېژي يوازې په صهيونېسټ رژيم پورې اختصاص لری. اسراییل په نړۍ کې ترټولو تروریستي رژیم دی او موساد په نړۍ کې ترټولو مخوف ترهګره اداره ده.

ترهګري د اوږدې مودې راهیسې د اسرائیل په وسلو کې یوه مهمه او حیاتي وسیله ده. په دقیق ډول هغه وخت چې اسرائیل په ۱۹۴۸ کې د یو ملت په توګه د راڅرګندېدو په حال کې وو، د ملګرو ملتونو مذاکره کوونکی شخص”فولکه برناډوت” د «لیهی» ډلې د غړو لخوا ووژل شو. په دې (ترهګره) ډله کې یو سړی هم شامل وو چې وروسته د اسرائیل لومړی وزیر شو. “اسحاق شامیر”. (برناډوت د ملګرو ملتونو د ویش د پلان د بدیلونه تبیغ یې کول چې د لیهي ترهګره ډله ویره دلودل چې د نړیوالې ټولنې پام به ځان ته راجلب کړي).

همدارنګه شامیر د «ډاموکلس» په عملیاتو کې یې هم برخه اخیستې وو، کوم چې پخوانی نازي کومانډو د «کروګ» د وژلو لپاره «اوټو اسکورزیني» استخدام کړ او ډیر هغه جرمنیان یې په نښه کړل چې د یهودیانو په وړاندې د هټلر د جګړې د دوام ورکولو پلویان وه. بل روایت وايي چې شامیر په شخصي الوتکه کې ډېر شمیر نازي ساینس پوهان له جرمني څخه لیرې کوی چې کېدای شی هغه غوښتل دوی مصر ته بوځي او په روایت کې داسې راغلی چې هغه د سفر په مینځ کې د څو زره فوټو په لوړوالي کې د جیټ طیارې دروازه خلاصوي او ساینس پوهان ته وایي ​​چې دوی خپل منزل ته رسیدلي دي.

اسرائیلیان په دې پټو (ترهګریز) عملیاتو کې ماهر دي، که څه هم د موساد وژونکو غړو یو ځل په غلطۍ سره یو بې ګناه مراکشي بس چلوونکی یې د یو بدنام ترهګر مشر وګاڼه او هغه یې وواژه. خو په ترور، تخریب او ویجاړولو کې د دوی په مهارتونو کې شک نشته. اسرائیل تر ۲۰۱۹ کال پورې په بېلابېلو هېوادونو کې لږ تر لږه ۱۸۰۰ وژنې کړي دي. اسرائیل په تیرو نهو میاشتو کې په غزه – فلسطین کې تر ۴۴ زرو ډیر انسانان یې قتل عام کړي، په سلګونو زره یې ټپیان کړي، په ملیونونو خلک یې بې کوره کړي او تر ۸۵ سلنې څخه ډیر د ښارونو زیربناوې یې ویجاړې کړي دي. په نړۍ کې له اسرائيليانو نه زيات بې شرمه بل څوک نشته.

  • په تهران کې د شهید اسماعیل هنیه له وژنې څخه د اسرائیل اهداف لومړی

ترهه ګری د اسرائیل د رژیم یواځینۍ استراتیژی ده او صهیونیسټ رژیم یوازې په تخریب، ترهه ګرۍ، قتل، شیطنت او شرارت او همدارنګه په وحشتناکو جنایتونو په واسطه دوام لری. دوهم دا چې ایران په دې هیواد کې د ۱۳۵۷ کال له اسلامي انقلاب وروسته د فلسطین د ولس او د مقاومت د محور له حمایت کوونکو او ژمنو ملاتړو او همکارانو څخه دی چې له همدې امله له صهیونیزم سره سخته او نه پخلاکېدونکی دښمني لري.

درېیم دا چې د الاقصی طوفان او بیا د الوعدة الصادق عملیات او د اسرائیل نړیواله انزوا د صهیونیسټ رژیم ورځی تباه کړی او له اسرائیلو ورهاخوا امریکا ته هم سخت زیان رسیدلی دی او په همدې وجه دوی د ځان ژغورلو لپاره له هرې لارې او وسلې څخه کار اخلي. څلورم؛ په دې لړ کښې د اسرائيلو بې شمېره جنايتونو نه يوازې صهيونسټان او حتی ټول اسرائيليان یې د نړۍ په مخ کښې ذلیل او منفور کړي، بلکې د غرب پلويان او په تېره بيا د امريکا مشران یې هم بې عزته کړي دي.

لکه څنګه چې حتی کله چې د امریکا مشران او سیاستوال چې د امریکا په لارو او سړکونو کې لیدل کیږي او قدم وهي، له هر لوري لعنت او سپکاوی یې کیږي، او هغوی ته د نسل وژونکې او د قاتلانو او غاصبانو د ملاتړ په القابو سره خطاب کیږي. دغه حالت د دې لامل شوی چې نه یوازې د صهیونیزم مشران بلکې دامریکا مشران او سیاستوال هم په زیات تاوتریخوالی او ترهه ګرۍ پورې لاس ووهي او هڅه وکړي چې په سیمه کښې جنګ زیات کړی او ټوله سیمه په جنګ کښې ښکیل کړی.

د شهید اسماعیل هنیه
د شهید اسماعیل هنیه وژنه او شهادت، اسراییل یی تباهۍ ته نږدې کړ
  • د اسرائیلو د سقوط دلیلونه او شواهد

په غزه-فلسطین کې د صهیونیسټ رژیم بې حده جنایتونه، د وژنو لړۍ او په تیره بیا د شهید اسماعیل هنیه وژل دا حقیقت په ګوته کوی چې اسرائیل د تېښتې د لارې د موندلو لپاره ګډوډۍ پیل کړی دی. د فوټبال په نړۍ کې، دا طریقه د “Yallah, balagan” یا “راځئ چې دا خراب کړو!” په نوم پیژندل کیږي. دا حالت هغه وخت پیښیږي کله چې یو ټیم پوه شي چې دوی د ماتې په حال کې دي او پریکړه کوي چې د لوبې د میدان شاوخوا ته بال ولیږدوي په دې هیله چې ګډوډي رامینځته شي او دوی به په ناڅاپه ډول له لرې څخه یو ګول ووهي.

په غزې کې د اسرائيل جنايتونه او سادیستي( ازار ورکولو ته داسې علاقه چې ازار ورکوونکې شخص ته لذت او ارامتیا ورکوي) جګړه چې د نړيوالو قوانينو د سرغړونې او د بشريت پر خلاف د جنايت لوړه درجه او اوج دي، نه يوازې اسلامي نړۍ او مسلمانان بلکې ټول بشريت یې له صهيونېسټ رژيم څخه متنفر او کرکجن کړي دي. لکه څنګه چې په پلازمینو او د نړۍ په ډیرو ښارونو کې مختلف ملتونه او ټولنې په دوامداره توګه د اسرائیلو د بندولو او مخنیوی غوښتنه کوي، چې دا په خپله د اسرائیل تاریخي سپکاوی، ذلالت او حقارت دی.

د غزې جنایتونو، نسل وژنې او ویجاړۍ د بلې پنځوس کلنې جګړې بنسټ کېښود. د فلسطینیانو، عربو او مسلمانانو نسلونه به هیڅکله هغه وحشي توب هیر نکړي چې اسرائیل نن ورځ د هغه په واسطه د سیمې د ورانولو په حال کې دی. غزه چې پخپله د مهاجرینو یو لوی کمپ دی، اوس په مقدسه خاوره بدل شوی، چې دا په ډاګه کوي چې اسرائیل به هیڅکله د خپلو جنایتونو له سزا څخه خلاص نشي.

د پورتنیو او لسګونو نورو دلایلو او شواهدو سربیره اوس چې اسرائیل د خپل کمبلې څخه پښه ډېره غزولې او د اسماعیل هنیه د وژلو او شهادت اقدام یې کړي، له افغانستان او ایران څخه نیولې تر ټولو اسلامي او عربي هیوادونو پورې یې دې حقیقت ته متوجه کړی چې اسرائیل باید له منځه یوړل شي یا لږترلږه د پام وړ فشار لاندې راوستل شي ترڅو د شتون او وجود هر ډول وسیله له لاسه ورکړي.

په پایله کې ویلای شو چې اسرائیل د خپل بې شمیره جنایتونو په لړۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت په خاوره کې د شهید اسماعیل هنیه په وژلو سره هغه هم هغه ایران چې څو میاشتې مخکې یې نړۍ ته خپل قدرت څرګند کړ، د ځان لپاره یې یو مخکې جوړ شوي مرګ وټاکل.

عایشه ببرک خیل

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=6465

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې