طالبان ته د چین او روسیی ستراتیژیکه لید
د پنجشنبې په ورځ، د جدی په ۲۷مه، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د یو رسمي مراسم په ترڅ کې د طالبانو د حکومت سفیر باورلیک ومنل.دا ګام د مسکو او کابل ترمنځ په رسمي اړیکو کې یو بل پرمختګ نښه ده او څرګندوي چې روسیه غواړي دا اړیکې لا پیاوړې کړي.دا اقدام وروسته له هغه وشو چې طالبانو څو میاشتې هڅې کول ترڅو په سیمهییزه او نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شي.
دا مراسم یوازې یو دیپلوماتیک اقدام نه دی، بلکې نړۍ ته یو روښانه پیغام هم دی چې روسیه د طالبانو د حکومت په اړه جدي او ستراتیژیک نظر لري.د طالبانو د سفیر د باورلیک په منلو سره، روسیه په نړیوالو کچو د دې حکومت د حضور څخه په رسمي ډول ملاتړ کوی او دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د بیا رغولو لپاره یو مهم او جدي ګام بولي.
همدارنګه دا ګام ښيي چې روسیه غواړي په مرکزي اسیا کې خپل ځای لا پیاوړی کړي.د لوېدیځ د حضور د کمېدو سره، مسکو هڅه کوي د افغانستان په څېر هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړي ترڅو په سیمه کې خپل رول پراخ کړي.دا بهیر د چین له سیاستونو سره هم همغږی ښکاري، کوم چې مخکي د طالبانو سفیر په رسمیت پیژندلی و.
له هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی دی، هڅه کوي له بېلابېلو هېوادونو سره رسمي اړیکې جوړې کړي.دا ګام ښيي چې روسیه د یوه لوی قدرت په توګه دا هڅې جدي ګنلی دی او عملي ګامونه هم پورته کړی دی.
مسکو او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې د بهیر دوام
د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې بهیر په پړاوونو کې روان دی، چې په ۲۰۲۴ کال د مې میاشت کې د طالبانو نوم د روسیې له ترهګرو ډلو له لېست څخه د لېرې کولو سره پیل شو. دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا رغولو لومړی ګام و. د طالبانو نوی سفیر په روسیه کې، ګلحسن حسن، په دې مراسمو کې ګډون درلود او خپل باورلیک یې پوتین ته وسپارل. دا مراسم ښيي چې روسیه په رسمي ډول د طالبانو د حکومت ملاتړ کوي او غواړي چې دوه اړخیزې اړیکې لا پراخې کړي.
دا اقدام د طالبانو پر وړاندې د لوېدیځ د فشارونو په ځواب کې هم بلل کېدای شي. په داسې حال کې چې ډېر د لوېدیځ هېوادونه لا هم د طالبان حکومت په رسمیت نه پېژني، روسیه د دې ګام په اخیستلو سره وښودل چې په سیمه او نړیوال سیاست کې یو متفاوت مسیر تعقیبوي. دا کار یوازې یو سیاسي دریځ او نظر نه دی، بلکې یو عملي اقدام هم دی چې څرګندوي روسیه غواړي په مرکزي اسیا کې خپل حضور لا پیاوړی کړي.
مسکو دا اقدام د خپلې سیمهییزې پالیسۍ په چوکاټ کې ترسره کړی دی. د اوکراین له جګړې وروسته پر روسیې د لوېدیځ بندیزونو ته په کتو، مسکو هڅه کوي له هغو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي چې له سیاسي او اقتصادي پلوه پر لوېدیځ تړلي نه وې. افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت او طبیعي سرچینو له امله د دې سیاست لپاره یو مهم هدف بلل کېږي. سربېره پر دې، طالبان د یوه خپلواک حکومت په توګه کولای شي په مرکزي اسیا کې د قدرتونو د توازن په ساتلو کې مهم رول ولوبوي.
د روسیې له لوري د طالبانو د رسمیت پېژندنې بهیر د یوې اوږدمهاله پالیسۍ ښکارندوی دی، چې مسکو پکښې هڅه کوي د غیر لوېدیځ حکومتونو سره د اړیکو په پیاوړتیا سره خپل نفوذ په سیمه کې زیات کړي.دا سیاست له افغانستان، پاکستان، ایران او چین سره د اقتصادي، امنیتي او کلتوري همکاریو په پراخول کې هم شامل دي. د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره، روسیه کولای شي په دې سیمه کې لا مهم رول ولوبوي.
همدارنګه د دې پالیسۍ په چوکاټ کې، روسیه غواړي له طالبانو سره امنیتي همکاري هم زیاته کړي. دا همکارۍ کېدای شي د داعش او پاکستاني طالبانو په څېر ډلو پر ضد په مبارزه کې هم شامله وي. د افغانستان د ستراتیژیک موقعیت له امله، مسکو د طالبانو سره د همکارۍ له لارې کولای شي په سیمه کې خپل امنیت خوندي کړي او د لوېدیځ فشارونه هم کم کړي.
په پای کې، د روسیې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل یو مهم ګام دی چې دا حکومت د سیمهییز او نړیوال لوبغاړي په توګه مطرح کوی. دا اقدام نه یوازې طالبانو ته مرسته کوي چې د یوه خپلواک حکومت په توګه وپېژندل شي، بلکې روسیې ته هم زمینه برابروي چې خپل رول په سیمه او نړۍ کې پراخ کړي. د دې مسایلو له مخې، امکان شته چې نور غیر لوېدیځ هېوادونه هم طالبان په رسمیت وپېژني.
د روسیې ستراتیژیک نظر پر طالبانو د افغانستان د مهم جیوپولیټیک او جیوایکونومیک موقعیت له امله دی.
روسیې تل افغانستان په خپل جیوپولیټیک ستراتیژي کې د جنوبي اسیا او مرکزي سیمې یو مهم کړۍ بللې دی. په ۲۰۲۱ کال وروسته چې جمهوریت سقوط شو، د طالبانو په اړه د مسکو ستراتیژیک نظر وښودله چې د افغانستان جیوپولیټیک او جیوایکونومیک فاکتورونه څنګه د روسیې د بهرني سیاست په ټاکلو کې مهم رول لري. روسیه غواړي په مرکزي سیمه کې د ځواک توازن وساتي او د لوېدیځ نفوذ د پراخېدو مخه ونیسي.
له جیوپولیټیک پلوه، افغانستان یو مهم سرحدي هېواد دی چې له پنځو اسلامي هېوادونو سره ګډه پوله لري. دا جغرافیایي موقعیت روسیې ته دا امکان ورکوي چې طالبان د سیمې د یو مهم لوبغاړي په توګه وکاروي او په عین وخت کې د امریکا او اروپايي اتحادیې د نفوذ مخه ونیسي. د طالبانو د سفیر د باورلیک منل ښيي چې مسکو غواړي له دې حکومت سره رسمي اړیکې جوړې کړي، ترڅو د لوېدیځ د فشار پر وړاندې یو څه ولري او یو توازن رامنځته کړي.
له جیوایکونومیک پلوه، افغانستان د طبیعي زیرمو لکه نفت، ګاز، فلزاتو او کانونو څخه غني هېواد دی. روسیه غواړي دغو سرچینو ته لاسرسی ولري څو په نړیوالو بازارونو کې اقتصادي ګټه ترلاسه کړي. همدارنګه، افغانستان د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د توکو او موادو د لېږد مهمه لاره کېدای شي، چې دا موقعیت روسیې ته دا فرصت ورکوي چې طالبان د خپل اقتصادي سیاست په چوکاټ کې د یوه مهم شریک په توګه وکاروي.
په پای کې، د طالبانو په اړه د روسیې ستراتیژیک نظر ښيي چې مسکو یوه څو اړخیزه تګلاره لري، چې پکښې جیوپولیټیک او جیوایکونومیک فاکتورونه یو ځای شوي دي. روسیه غواړي په سیمه کې خپل حضور وساتي او د دې هدف لپاره طالبان د یو مهم وسیلې په توګه کاروي. دا ستراتیژیک نظر نه یوازې مسکو ته دا توان ورکوي چې د لوېدیځ د فشار پر وړاندې مقاومت وکړي، بلکې کولی شي د سیمې په کچه د یو قوي مرجع په توګه عمل کړی.
د چین او روسیې له لوري د طالبانو د سفیر د باورلیک منل څه پایلې لري؟
د دوو نړیوالو قدرتونو، چین او روسیې لخوا د طالبانو د سفیر د باورلیکونو منل نړۍ ته یو قوي پیغام دی. چې کولی شي طالبانو ته نور هم د لوېدیځ د فشار پر وړاندې سیاسي، اقتصادي او دیپلوماتیک امنیت ورکړي. دا اقدام نه یوازې طالبانو سره مرسته کوي چې د یو خپلواک حکومت په توګه وپېژندل شي، بلکې کولی شي د بندیزونو او لوېدیځ فشارونو پر وړاندې یو ډول نړیوال ملاتړ هم برابر کړي.
له سیاسي پلوه، دا کار کولی شي طالبانو ته د غیر لوېدیځ هېوادونو باور په ترلاسه کولو کې مرسته وکړی. دا باور طالبانو ته دا فرصت ورکوي چې د نورو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي، په نړیوالو پروسو کې زیات برخه واخلي او له سیاسي انزوا څخه ځان وژغوري. په څو قطبی نړی کې، د طالبانو څخه د دوو لویو قدرتونو ملاتړ کولی شي د لویدیځ فشارونو په وړاندې یو قوي مرجع وي.
له اقتصادي پلوه، د چین او روسیې لخوا د طالبانو د باور لیک منل کولی شي له دغه حکومت سره مرسته وکړي چې مالي سرچینو، بشري مرستو او نړیوالې پانګونې ته اسانه لاسرسی ولری. دا دوه هیوادونه کولی شي د طالبانو سره د لویدیځ بندیزونو په کمولو او نړیوالو بازارونو ته په بیرته راستنیدو کې مرسته وکړي. په ځانګړې توګه چین په سیمه کې د خپلو لویو پالیسیو (لکه د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز) په پام کې نیولو سره، کولی شي د افغانستان په اقتصادي بیارغونه کې مهم رول ولوبوي.
په پای کې، دا اقدام کولی شي له ډیپلوماتیک پلوه هم د طالبانو سره مرسته وکړي. د طالبانو د سفیر د باورلیک په منلو سره، دا حکومت کولای شي خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړي او په نړیوالو بهیرونو لکه ملګرو ملتونو، د شانګهای همکارۍ سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو کې برخه واخلي. دا پراختیا کولی شي له طالبانو سره مرسته وکړي چې د لوېدیځو فشارونو کچه راکمه کړي او په نړۍ کې د یو رسمي او منل شوي حکومت په توګه وپېژندل شي.

لنډیز
افغانستان تل د خپل جغرافیایي موقعیت او شتمنو طبیعي زیرمو له امله د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا په جیوپولیتیک کې مهم رول لرلی دی. په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د جمهوریت له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، سیمه د ځواک په توازن کې له جدي بدلونونو سره مخ شوې ده. دا بدلونونه نه یوازې د افغانستان پر کورني امنیت اغېز کړی دی، بلکې د سیمې د هېوادونو پر نړیوالو اړیکو او بهرنۍ پالیسۍ هم اغېزه کړی دی.
روسیې په ښه توګه درک کړې چې طالبان کولی شي په سیمه کې د یو مهم لوبغاړي په توګه عمل وکړي. د طالبانو د سفیر د باورلیک منل د مسکو له خوا ښيي چې روسیه غواړي له دې حکومت سره رسمي او مستقیمې اړیکې جوړې کړي. دا اقدام، په ځانګړي ډول د لوېدیځو فشارونو په مقابل کې، کولی شي له طالبانو سره مرسته وکړي چې خپل سیاسي او ډیپلوماتیک ثبات وساتي.
له اقتصادي پلوه، افغانستان پراخې طبیعي زیرمې لري چې کولی شي روسیې ته په نړیوالو بازارونو کې مرسته وکړی ترڅواقتصادي ګټې لاسته راوړي. همدارنګه، افغانستان کولی شي د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د ترانزیټي لارې په توګه عمل وکړي. دا موقعیت روسیې ته دا توان ورکوي چې طالبان په سیمه کې د یو مهم شریک په توګه وکاروي.
چین هم ښه پوه شوی چې طالبان کولی شي د خپلو لویو پروژو لکه ” یوه کمربند ، یوه لار” (Belt and Road)د پراختیا لپاره د یو مهم پل په توګه کار وکړي. د طالبانو د سفیر د باورلیک په منلو سره، چین وښودل چې څنګه کولی شي طالبان په سیمه کې د یو اغېزناک لوبغاړي په توګه وکاروي. دا اقدام له طالبانو سره مرسته کوي چې د لوېدیځو فشارونو په وړاندې خپل اقتصادي امنیت وساتي.
په پای کې، د طالبانو په اړه د روسیې او چین ستراتیژیک لیدلوری د یوې څو اړخیزې پالیسۍ ښکارندویي کوي، چې پکښې جیوپولیتیک او جیواکونومیک فکتورونه په ښه ډول سره یو ځای شوي دي. دا لیدلوری نه یوازې له دې هېوادونو سره مرسته کوي چې د لوېدیځو فشارونو په وړاندې ودرېږي، بلکې طالبانو ته هم دا زمینه برابروي چې په سیمه کې د یو مهم او خپلواک لوبغاړي په توګه راڅرګند شي.
مجتبی همت











