جستجو
Close this search box.
ورځنی تحلیل

د افغان حاجیانو لپاره د حج درسونه

Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

د افغان حاجیانو لپاره د حج درسونه

اسلام د بشریت او د انسان جوړونې ښوونځی دی. په دې مکتب کې د مسلمانانو د تعلیم لپاره ټول اصول، څانګې، فرائض او احکام وړاندې شوي دي. هر هغه وظيفه چې د اسلام مبارک دين پر مسلمانانو واجب، فرض او مستحب ګرځولې، د اسلامي امت د تعليم او تربيې لپاره دي. په دې برخه کې د حج ادا کول چې د اسلام د دين د جوړښت له اساسي رکنونو څخه دي، د بشپړتيا او هر اړخيزتوب سربېره د مسلمانانو او په ځانګړې توګه د حاجيانو لپاره ډېر درسونه او لارښوونې هم لري، چې هغوي پر دې سربېره چې باید دا دیني فریضه ادا کړي، د حج درسونه او پیغامونه هم باید زده کړي.

دې ته په پام سره چې د حج فریضه یو له مهمو فریضو څخه دی چی قرانکریم، پیغمبرانو او اولیاوو ورته ځانګړې او ژور پاملرنه کړې او ډیر درسونه او لارښوونې لري، نو اړینه ده چې حاجیانو او مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغانستان مسلمان خلک د دې مذهبي او دیني مراسم د غوره درسونو څخه د افغانستان د ګواښونو او ستونزو د حل لپاره کار واخلي.

  • د افغان حاجیانو لپاره د حج د یووالي درس

د حج د مراسمو یو له مهمو موخو څخه یووالي ته د اسلامي امت بلنه ده. د امام خمینی (رح) د وینا له مخې: د نیت وحدت، د موخې وحدت، د اعمالو وحدت، د ذکر او آداب وحدت، د جامو د رنګونو وحدت، د مشاهد شریف (سپېڅلي ځایونه) وحدت؛ لکه طواف او سعی او د حج ځينې نور مناسک او اعمال، هغه څه دي چې مسلمانان ته د هر اړخيز يووالي بلنه ورکوي.

دې ته په پام سره چې افغانستان له ډېرو کلونو راهیسې په جګړو او تاوتریخوالی کې ښکېل دی او په دې هېواد کې مذهبي، قومي، سمتي او ډله ییزې اختلافاتو ته لمن وهل کېږي، افغان حاجیانو ته لازمه ده چې د حج د مناسکو او اعمالو څخه د یووالي، ورورګلوۍ او خواخوږۍ درسونه زده کړي او د اسلام د سپېڅلې دين د سپارښتونو پر بنسټ بايد په نيکۍ امر وکړي(الأمر بالمعروف) او له بدو څخه منع وکړي(نهی عن المنکر) او د حج له مراسمو څخه تر راستنېدو وروسته هڅه وکړي چې د هېواد په هر ګوټ کې د دوستۍ او ورورګلوۍ مناسبه فضا برابره کړي او په هیواد کې مذهبي او توکمیز توپیرونه د غندلو وړ او د ناروا په توګه معرفي کړي.

افغان حاجیان مکلف او مسئول دي چې د حج د لارښوونو او درسونو پر بنسټ د افغانانو په منځ کې د یووالي او ورورګلوۍ تبلیغ وکړي او دا مسئله د افغانانو تر منځ بنسټیز کړي او لکه څنګه چې د حج په مراسمو کې د رنګونو، قومیتونو، نژادونو او مذهبي اختلافاتو څخه لاس اخیستي؛ افغانستان ته د راستنیدو په وخت کې هم د اسلامي نیک اخلاقو په مراعاتولو او له مذهبي او توکميزو شخړو او اختلافاتو په ډډه سره، په ټول هېواد کې د افغان اسلامي ملت د جوړښت ليدلوری څرګند کړي.

  • د افغان حاجیانو لپاره د حج د قدرت او عزت درس

د حج د مراسمو ترسره کېدل او د احرام په جامو کې په دې سپېڅلي مراسم کې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د میلیونونو مسلمانانو ګډون، چې په هغه کې ظاهري توپیرونه په بشپړه توګه له منځه وړي، د مسلمانانو د باعزته قدرت د ښکاره کولو یو ډول څرګندونه کوي. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د میلیونونو حاجیانو حاضرېدل، پرته له دې چې توپیرونه او اختلافات په پام کې ونیسي، یو ډول د اوسنۍ کړکېچن نړۍ سره د مسلمانانو حد او جلاوالي ښیي.

له همدې امله افغان حاجيان چې د مظلومو فلسطيني وروڼو اصلي او تل پاتې ملاتړي دي، بايد د حج په موسم کې د غزې د ماشومانو او د مظلوم فلسطيني ملت په ملاتړ خپل غږ پورته کړي او له ټولو حاجيانو څخه غوښتنه وکړي چې د حج په موسم کې ورسره ملګرتيا وکړي او له ټولو حاجیانو څخه دا غوښتنه ولري چې د یو کامبیاب انقلاب په پیل سره د کعبې څخه د مسلمانانو د لومړۍ قبلې د ازادۍ په لور حرکت وکړي. ځکه چې دصهیونیسټ رژیم ناکامي او ړنګیدل بې له شکه واقع شوني دي او داسې یو څپې ته په تمه دي چې د تل لپاره د ظلم او ستم کمبله له صحنې څخه ټول کړي. نو ښه ده چې دا څپه د افغان حاجيانو له خوا جوړه شي.

که څه هم حج ډېر درسونه او ښووني لري او د حج فریضه یو له بې ساري عبادتونو څخه دی له بده مرغه تر اوسه د حج د مناسکو یوازې دیني اړخ ته پام شوی او د دې الهي فرض سیاسي اړخونه د ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغانستان د مسلمانانو په منځ کې له پامه غورځول شوي دي. نو په راتلونکي حج کې افغان حاجيان مسؤول او مکلف دي چې د حج د لارښوونو او درسونو پر بنسټ لږ تر لږه د افغان ملت د يووالي په رامنځته کولو او د فلسطين له مظلومو خلکو څخه په ملاتړ کولو عمل وکړي.

افغان حاجیانو
د سږ کال حج د مسلمانانو د عزت او ځواک لپاره او د افغانستان او نړۍ د حاجیانو له خوا د فلسطین د آزادۍ غوښتولو لپاره فرصت دی.

بسم الله خټک

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=6066

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې