هغو افغانانو
د امریکا دوه لسیزې پوځي حضور په افغانستان کې نه یوازې د دې هېواد سیاسي او امنیتي جوړښتونه بدل کړل، بلکې د زرګونو خلکو برخلیک یې هم د واشنګټن پرېکړو پورې وتاړل. په دې حال کې، هغه افغانان چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، تر ټولو زیات په هغو ژمنو باور وکړ؛ هغه ژمنې چې ویل کېدل په سختو ورځو کې به د هغوی ژغورنې سبب شي، خو اوس دا حالت د یوې پېچلې بشري ستونزې څخه ګرځیدلی دی.
په ۲۰۲۱ کال کې د امریکایي ځواکونو له چټک وتلو وروسته، زرګونه افغانان درېیمو هېوادونو ته ولېږدول شول; دا کار په ظاهره د هغوی د خوندیتوب لپاره شوی و، خو په عمل کې هغوی د اوږدې او بېپایله انتظار سره مخ کړل. قطر او امارات هېوادونه د دې خلکو لپاره موقتي استوګنځي وګرځېدل، خو دا “موقتي شکل” اوس په کلونو اوږدې شوی دی.
دا کډوال، چې ډېرو یې امنیتي او اداري پړاوونه هم بشپړ کړي دي، لا هم د وروستۍ پرېکړې په تمه دي. دا ځنډ نه یوازې د هغوی ژوند درولی، بلکې رواني، اقتصادي او ټولنیزې ستونزې یې هم ډېرې کړې دي.
په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ښيي ځینو افغانانو ته، چې په قطر کې مېشت دي، دا وړاندیز شوی چې د پیسو په بدل کې بېرته افغانستان ته ستانه شي. د ډېرو لپاره دا وړاندیز یو انتخاب نه دی، بلکې د هیلو د پای نښه ده.
دا مقاله هڅه کوي چې دا حالت د تشریحی او تحلیلي لید څخه وڅېړي؛ هغه څه چې د “افغان همکارانو سره خیانت” بلل کېږي، تر سیمهییزو بحران او د هغه اغېزو او د کوربه هېوادونو رول د دې خلکو د راتلونکې په جوړولو کې.
د ژمنو ماتېدل: د افغانانو پر وړاندې د امریکا د بېباورۍ بېلابېل ابعادو څېرل
د دې بحران له لومړنیو نښو څخه یوه دا وه چې د هغو افغانانو د لېږد پروګرام ودرېد، کوم چې په درېیمو هېوادونو کې امریکا ته د تګ په تمه وو. دا پروګرام چې باید منظم او روښانه بهیر درلودل، د سیاسي او اداري لومړیتوبونو د بدلون له امله په عملي ډول ودرېد او زرګونه کسان یې په نامعلوم حالت کې پرېښودل.
د دې ترڅنګ، د سفر محدودیتونه او د ویزې د ورکړې ورو بهیر، په ځانګړي ډول په وروستیو کلونو کې، د دې لامل شول چې حتی هغه کسان چې شرایط یې پوره دی، هم ونه توانېدل امریکا ته داخل شي. دا پالیسۍ که څه هم د امنیت په نوم توجیه کېږي، خو په عمل کې د ژمنو د پوره کېدو پر وړاندې لوی خنډ ګرځېدلي دي.
په امریکا کې د ځینو افغانانو لپاره د موقتي ساتنې حالت کمزوری یا لغوه کول د دې پالیسیو بل اړخ استازیتوب کوی دا پرېکړه، چې ښايي د ځینو کسانو د ایستلو سبب شي، دا څرګندوي چې د واشنګټن ژمنې کمزورې شوې دي.
همدارنګه داسې راپورونه هم شته چې ځینې افغان پناه غوښتونکي په خپله امریکا کې نیول شوي او ایستل شوي دي، دا کار د بشري حقونو له خوا سخت غندل شوی او جدي اندېښنې یې راپورته کړې دي.
خو ښايي تر ټولو ډېر جنجالي اقدام دا وي چې ځینو افغانانو ته، چې په قطر کې اوسېږي، وړاندیز شوی چې د پیسو په بدل کې بېرته افغانستان ته ستانه شي. دا وړاندیز چې په قطر کې میشتو یو شمیر افغانانو ته شوی، د ډېری خلکو لخوا د مسؤلیت د کمولو هڅه لیدل کیږی.
دا پالیسۍ په ګډه سره د اخلاقي او انساني مکلفیتونو څخه د تدریجي شاتګ انځور انځوروي؛ داسې شاتګ چې اغېزې به یې تر افغانستان پورې محدودې نه وي.
له یرغل څخه تر سقوط پورې: هغه لړۍ چې یو هېواد یې بېثباته کړ
په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا یرغل د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نوم پیل شو، خو ورو ورو په یو اوږدمهاله پوځي حضور بدل شو چې د هېواد سیاسي او اقتصادي جوړښتونه یې ډېر په بهرنیو مرستو پورې وابسته او تړلی کړل.
په دې موده کې داسې ادارې جوړې شوې چې له بهرني ملاتړ پرته یې د پاتې کېدو توان نه درلود. همدا تړاو وروسته د دې سبب شو چې کله بهرني ځواکونه ووتل، نظام په چټکۍ سره سقوط وکړي.
په ۲۰۲۱ کال کې چټک وتل نه یوازې امنیتي تشه رامنځته کړه، بلکې د پخواني حکومت د ژر سقوط لامل هم شو. ډېر شنونکي دا پېښه د سمې او اغېزمنې پلان جوړونې د نشتوالي پایله بولي.
دا سقوط د افغانستان د خلکو لپاره پراخې اغېزې لرلې؛ له اقتصادي ستونزو څخه نیولې تر ټولنیزو محدودیتونو او د اساسي خدماتو د لاسرسي کمېدو پورې.
په دې مابین کې، د بهرنیو ځواکونو پخواني همکاران تر ټولو زیات زیانمن شول؛ هغه کسان چې اوس نه په خپل هېواد کې خوندي دي او نه هم په بهر کې روښانه راتلونکی لري.
دا لړۍ د یو ټولنې د پيچلو واقعیتونو په وړاندی د لنډمهاله پالیسۍ یوه بیلګه ده
موقتي مېلمانه، دايمي ستونزه: پر قطر او اماراتو فشار
په وروستیو کلونو کې قطر او امارات د افغان پناه غوښتونکو د موقتي استوګنې مهم مرکزونه ګرځېدلي دي. دې هېوادونو په پیل کې دا مسئولیت د بشري مرستو لپاره ومنلو، خو د دې وضعیت اوږدوالی سره دا ستونزه په یوه دوامداره ننګونه بدل شوی ده.
زرګونه افغانان په دې هېوادونو کې داسې ژوند کوي چې نه بشپړ کار ته لاسرسی لري، نه زدهکړې ته او نه هم عادي ژوند ته. دا حالت نه یوازې د هغوی لپاره سخت دی، بلکې د کوربه هېوادونو پر ټولنیزو جوړښتونو هم فشار راولي.
له اقتصادي پلوه، د دې نفوس اړتیاوې پوره کول، د پام وړ مالي بار رامنځته کړی دی. د کور، روغتیایی خدماتو او نورو لومړنیو اړتیاوو لګښت، په ځانګړې توګه د سیمې په ناکراره شرایطو کې، له پامه نشي غورځول کیدی.
دغه هېوادونه له سیاسي فشارونو سره هم مخ دي، ځکه د دې حالت دوام کولی شي د هغوی اړیکې له امریکا سره اغېزمنې کړي.
له همدې امله، دا احتمال زیات شوی چې پر واشنګټن به د دې پناه غوښتونکو د برخلیک د روښانه کولو لپاره نور ډیپلوماتیک فشارونه واچول شي.
دا موضوع ورو ورو د سیمې په رسنیو کې د مهمو بحثونو له جملې څخه ګرځي دی.
د فارس خلیج جګړه او د افغان پناه غوښتونکو پر برخلیک یې اغېز
د فارس خلیج په سیمه کې کړکیچونو او د امریکا پوځي پالیسیو د کډوالو کوربه هیوادونو په اقتصادي او سیاسي وضعیت مستقیم اغیزه کړې ده. دا تحولات د بشري بحرانونو د اداره کولو لپاره د دې هیوادونو وړتیا هم اغیزمنه کړې ده. سیمهییزه بېثباتي د امنیت لګښتونه زیات کړي او مالي سرچینې یې محدودې کړې دي؛ دا حالت د پناه غوښتونکو سره د چلند پر ډول هم اغېز لري.
په داسې شرایطو کې، افغان پناه غوښتونکي د یوې لویې سیمهییزې معادلې برخه ګرځېدلي دي؛ داسې معادله چې سیاست، اقتصاد او امنیت پکښې یو له بل سره تړلي دي.
دا حالت ښيي چې څنګه په یوه ځای کې پوځي پرېکړې کولی شي په بل ځای کې انساني ستونزې رامنځته کړي.
د کوربه هېوادونو لپاره، د دې حالت دوام یوازې یو بشري چیلنج نه دی، بلکې یوه ستراتیژیکه مسئله هم ده.
په پای کې، دا بحران داسې حل ته اړتیا لري چې له موقتي او لنډمهاله اقداماتو څخه هاخوا وي.
انسانان د وسیلې په توګه: پناه غوښتونکي د واک په لوبه کې
په نړیوالو اړیکو کې کله کله بشري موضوعات د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کارول کېږي، او د افغان پناه غوښتونکو حالت د دې یو روښانه مثال دی.
هېوادونه (لکه قطرهیواد) کولای شي له دې حالت څخه د امریکا پر سیاستونو د اغېز لپاره استفاده وکړي، په ځانګړي ډول ځکه چې هغوی پخوا د افغانستان په خبرو اترو کې مهم رول درلود.
په اماراتو کې هم دا اندېښنه شته چې دا حالت ښايي په یوه اوږدمهاله بحران بدل شي.
د پناه غوښتونکو کارول د فشار د وسیلې په توګه که څه هم له سیاسي اړخه د پوهېدو وړ دي، خو له اخلاقي پلوه درنې پایلې لري.
دا حالت ښيي چې څنګه د انسانانو برخلیک د نړیوال قدرت په حسابونو کې له پامه لوېدای شي.
په پای کې، د دې بحران حل رښتینې ژمنتیا او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري، نه سیاسي ګټې اخیستنې ته.

پایله: د نړیوال وجدان لپاره ازموینه
د افغان پناه غوښتونکو بحران، په نړیوال سیاست کې د اعتبار او مسؤلیتپذیرۍ یوه ازموینه ده.
د دې موضوع سره د چلند ډول داسې پیغامونه لېږي چې له افغانستانه هاخوا هم اغېز لري او د راتلونکو همکاریو پر باور اغېز کوي.
د زرګونو افغانانو لپاره دا بحران یو ورځنی حقیقت دی، نه یوازې یوه نظري موضوع؛ کوربه هېوادونه هم نشي کولای دا حالت تر نامعلوم وخت پورې وزغمي.
په پای کې، د دې ستونزې حل نه یوازې یو بشري اړتیا ده، بلکې یوه اخلاقي مسؤلیت هم دی.
هغه پرېکړې چې نن نیول کېږي، د یوې داسې نسل برخلیک ټاکي چې لا هم د عدالت په تمه دی.
مجتبی همت











