د خبرونو پر بنسټ ایران د هرمز تنګي له لارې د د نفت وړونکو کښتيو تګ راتګ په اړه یوه نوې طرحه ارزوي. د دې طرحې له مخې، نفت وړونکو کښتي یوازې هغه وخت کولای شي له دې مهمې لارې تېر شي چې د خپلو نفتو بیه په چینایي یوان ورکړي.
که دا پرېکړه عملي شي، نو په حقیقت کې به د امریکا ډالر، چې نږدې نیمه پېړۍ د نړۍ د نفتو د سوداګرۍ اصلي اسعار و، له جدي ننګونې سره مخ شي. له همدې امله ډېر څارونکي باور لري چې هغه خبر چې دا ورځې له تهران څخه خپرېږي، یوازې یو تاکتیکي اقدام نه دی بلکې ښايي د یوه نظامي شخړې په منځ کې، د نړیوال اقتصاد د قواعدو د بدلون هڅه وي.
دا بدلون په داسې حال کې مطرح کېږي چې نن ورځ شاوخوا ۸۰ سلنه د نړۍ نفت د امریکا په ډالر بیه کېږي او په همدغه دالر سودا کېږي، او همدا موضوع د امریکا د اقتصادي ځواک یو مهم بنسټ جوړوي. نو ځکه، هر ډول ګډوډي په دې سیستم کې یوازې یو ساده اقتصادي اقدام نه دی، بلکې کولای شي د نړۍ په مالي نظام کې پراخې اغېزې ولری. په حقیقت کې، دا ډول پرېکړه د امریکا د مالي ځواک بنسټونو ته مستقیم ګوزار بلل کېږي، یعنې د پیټرودالر سیستم ته.
په همدې چوکاټ کې، توماس مالینن، چې یو مشهور فنلنډی اقتصادپوه دی، دا بهیر یوازې یو احتمال یا نظري تحلیل نه ګڼي، بلکې هغه یې یو لوی بدلون بولي چې د رامنځته کیدو په حال کې دی. هغه دا بدلون د ۱۹۷۰مې لسیزې د برتون وودز د مالي نظام له ړنګېدو سره پرتله کوي؛ خو یو مهم توپیر دا دی چې هغه بدلون په واشنګټن کې د پرېکړو په خونو کې رامنځته شو، خو دا ځل د بدلون وسیله د نړۍ د انرژۍ په یوه ډېر حساس ځای کې ده، یعنې د فارس خلیج او د هرمز تنګي په اوبو کې، چې ایران پرېکړه پرې کوي.
خو اساسي پوښتنه دا ده: ایا د ایران له لوري دا اقدام، چې د یوې ویجاړوونکې جګړې او د امریکا او اسرائیل د خطرناکو غلطو محاسبو په شرایطو کې ترسره کېږي، رښتیا هم کولای شي د ډالر د واکمنۍ لپاره مرګونی ګوزار وي او د نړۍ یو قطبي مالي نظام د تل لپاره پای ته ورسوي؟
دا مقاله د اقتصادپوهانو لکه توماس مالینن او پل کروګمن، او همدارنګه د پوځي شنونکو لکه فیلیپس اوبراین او لارنس ویلکرسون د تحلیلونو پر بنسټ، هڅه کوي دې پوښتنې ته ځواب ومومي، ترڅو وښيي چې څنګه په اورشلیم کې یو سیاسي “دام” کېدای شي په تهران کې د اقتصادي “ازادۍ” او په واشنګټن کې د “یوې دورې پای” لامل شي.
د نتانیاهو دام او د واشنګټن غلط محاسبه؛ د یوې اقتصادي زلزلې لپاره لاره هواروی
د دې موضوع د ژور درک لپاره، باید له هرمز تنګي نه تر سپینې ماڼۍ ته سفر وکړو. نږدې ټول مشهور شنونکي، له یانیس واروفاکیس څخه نیولې تر فیلیپس اوبراین پورې، په دې باور دي چې د امریکا او اسرائیل وروستی برید پر ایران یوه ډېره خطرناکه محاسبوي تېروتنه ده. واروفاکیس، چې یو مشهور اقتصادپوه دی، په ښکاره ډول د هغه “دام” خبره کوي چې بنیامین نتانیاهو د ډونالد ټرمپ لپاره جوړ کړی دی.
د هغه په وینا، نتانیاهو د ټرمپ له کمزوریو څخه په ګټې اخیستنې او د وینزویلا د یوې ناکامې بېلګې په وړاندې کولو سره، د امریکا ولسمشر داسې جګړې ته کش کړ چې نه یوازې روښانه پایله نه لري، بلکې کېدای شي په سیمې کې د لوېدیځو اډو د بشپړ له لاسه ورکولو لامل هم شي.
دا تحلیل د مشهور پوځي تاریخ پوه فیلیپس اوبراین د هغه څرګندونو سره په پشپړ توګه سمون لری چې د پاول کروګمن سره په خبرو کې کړی دی. اوبراین باور لري چې ټرمپ د ایران پر وړاندې د برید په درشل کې، د تهران ځواک ډېر کم اټکل کړی و. ټرمپ فکر کاوه چې د یوې ” ناڅاپې ضربې” په وسیله به وکولای شي د ایران مشرتابه له منځه یوسي او یو تابع نظام پر واک راولي، خو دې ته یې پام نه و چې ایران د اوږدې، ستړې کوونکې او نامتقارن جګړې لپاره له پخوا څخه چمتو وه او دی.
دا ناسم باور د تاریخي واقعیتونو له پامه غورځولو څخه سرچینه اخلي؛ هماغه لوېدیځ چې ونه توانېد طالبان یا حوثیان مات کړي، اوس له داسې ځواک سره مخ دی چې د لسیزو راهیسی ځان د همدې ورځې لپاره چمتو کړی دی.
د دې غلطې محاسبی پایله یوازی یوه پوځی ستونزه نه ده، بلکې د لویدیځ لپاره یوه بشپړه اقتصادی ناورین دی. لکه څنګه چې لېري جانسون، د سي آی اې پخوانی شنونکی، خبرداری ورکوي، امریکا او د هغې متحدین ځانونه په داسې حالت کې موندلي چې ایران نه یوازې د خپلو ارزانه بېپیلوټه الوتکو (ډرونونو) په وسیله ډیر درانه او ګران ګوزارونه کوي، بلکې یو بېساری فشار وسیله هم په لاس کې لري: د هرمز تنګي تړل یا پرهغه بشپړ کنټرول. په همدې شرایطو کې د نفتو د معاملو د بدلون اوازې ورو ورو د ایران لخوا په یوه عملي اقدام بدل شوی دی.
د چین یوان د ډالر پر وړاندې؛ هغه چاړه چې د پیټرودالر رګ پرې کوي
لکه څنګه چې توماس مالینن په سمه توګه تحلیل کړی دی، د پیټرودالر نظام د کوم رسمي او لازمي تړون پر بنسټ نه و جوړ شوی، بلکې د ۱۹۷۴م کال وروسته د سعودي عربستان او امریکا تر منځ د یو “عرف” او “متقابلو ګټو” پر بنسټ رامنځته شوی و. دا نظام یو نه ختمېدونکی کړۍ جوړه کړه: امریکا به ډالر چاپول، او په بدل کې به یې د خلیج د نفتو لرونکو هېوادونو امنیت د امریکا د پوځي حضور له خوا تأمینېده. اوس چې دا پوځي حضور کمزوری شوی او شاته روان دی، د دې عرف بنسټونه هم ورو ورو نړېږي.
په داسې شرایطو کې، د دې خبر چې ګواکې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو لپاره به معاملې په یوان ترسره کېږي، یو بشپړ اقتصادي زلزله بلل کېږي. د ایران دا اقدام یوازې یو اړخیز ابتکار نه دی، بلکې د یوې جوړښتي اړتیاو لپاره عاقلانه ځواب دی. له یوې خوا، چین د نړۍ تر ټولو لوی د نفتو واردوونکی او د ایران مهم سوداګریز شریک دی (چې د امریکا تر بندیزونو لاندې دی)، په ډېرې لېوالتیا غواړي چې په نړیوالو معاملو کې د یوان کارول پراخ کړي. له بلې خوا، ایران د خپلې وسیلې(د هرمز تنګي کنټرول) څخه په استفادې سره کولی شي دا غوښتنه د نفتو د خریدارانو لپاره په یو عملي شرط بدله کړي.
د دې پرېکړې پایله د یوې عادي سوداګریزې معاملې څخه هاخوا دی. دا اقدام لومړی د ډالر واکمني په جدي ډول ننګوي او ورته یو بدیل وړاندې کوي. دوهم، ایران چې تر سختو بندیزونو لاندې هېواد دی، ناڅاپه داسې لوبغاړی ګرځوی چې کولی شي د نړۍ تر ټولو مهم ستراتیژیک توکي (نفت) د معاملې “اسعار” وټاکي. درېیم، کله چې ډالر له منځه ولاړ شي، نو د لوېدیځ پر بنسټ مالي، بانکي او بیمهیي سیستمونه هم له ستونزو سره مخ کېږي، او شرکتونه به اړ شي چې د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره نوي شرایط ومني.
په لنډ ډول، د ایران دا اقدام په عملي توګه “ډالر له سوداګری توکو څخه ایستل” چټکوي او هغه بهیر چې د چین د هڅو او د نورو هېوادونو د امریکا له مالي واکمنۍ څخه د ناخوښۍ له امله پیل شوی و، په بې ساري ځواک سره ګړندی کوي.

د پیټرودالر د مرګ غږ او نغمه
هغه څه چې اوس د هرمز په تنګي کې روان دي، یوازې یو نظامي شخړه یا د تاوتریخوالي نوی پړاو نه دی. دا یو “برعکس برتون وودز شیبه” ده. په ۱۹۴۴ کال کې امریکا د ډالر پر بنسټ نړیوال نظام جوړ کړ، او د ۱۹۷۱–۱۹۷۴ کلونو ترمنځ یې د پیټرودالر د تړون له لارې هغه لا قوي کړ. اوس په ۲۰۲۶ کال کې، ایران په یوه ظاهراً ساده خو ژوره ستراتیژیکه پرېکړه سره د دې نظام پر تابوت وروستی مېخ ټکوي.
د هرمز څخه د تېریدو لپاره د یوان د تادیې په اړه د ایران پریکړه به یو تاریخی ګام وې که چیری عملی شی. دا یوازې اقتصادي ضربه نه دی، بلکې د امریکا د ځواک پر بنسټیز هویت یو ژور ضربه ده. که پیټرودالر له منځه ولاړ شي، امریکا به نور ونه شي کولی خپلې اوږدې جګړې تمویل کړي او نه به وکولای شي خپل پوځي ځواکونه په ټوله نړۍ کې وساتي، او ورو ورو به په څو قطبي نړۍ کې په یو عادي ځواک بدلیږی.
وروستۍ پایله، لکه څنګه چې ویلکرسون او جانسون اټکل کوي، دا یوه اوږده او ستړې کوونکی جګړه نه ده چې امریکا به یی وګټي، بلکې دا له یو سیمې څخه د لویدیځ جبری او په بی عزتی سره شاتګ دی؛ له هغې سیمې چې نږدې یوه پېړۍ یې پرې واکمني لرله. دا د یوې دورې پای دی؛ هغه دوره چې د پیسو او نفتو سره پیل شوه او د مقاومت، هوښیارۍ او لویې محاسبوي تېروتنې له ترکیب څخه پای ته رسیږی.
په لنډ ډول، د نړیوال اقتصاد د “یوه مهمې او پرېکنده مرحلې” تر هغه څه ډېره نږدې شوې ده چې واشنګټن یې فکر کوي.
عایشه ببرک خیل











