جستجو
Close this search box.
ورځنی تحلیل

پر اسرائیلو له بندیز څخه د اسرائیلو تر تباهۍ پورې

Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

پر اسرائیلو له بندیز څخه د اسرائیلو تر تباهۍ پورې

کله چې موږ بازارونو او دوکانونو ته ګورو وینو چې د اسرائیل د صهیونیسټي رژیم د اړوندو شرکتونو له محصولاتو او تولیداتو څخه ډک دی چې کلونه کلونه کیږي د هغه پېرودل موږ ته عادي شوی. موږ وخوړل، وڅښل، واغوستل، موبايلونو او کمپيوټرونو کې مو نصب کړل او په هر ډول مو له هغه څخه استفاده وکړل. البته، دا یوه عادي خبره وه، ځکه موږ نه پوهیدلو چې کوم شرکتونه دا محصولات تولیدوي او کوم لاسونه یې تر شا دي، او هغه پیسې چې موږ د هغه د رانیولو لپاره ورکوو په کومه لاره او طریقه مصرف کیږي.

  • په افغانستان کې پر اسرایلو بندیزونه

د تېر کال د اکټوبر د میاشتې له اوومې نیټې وروسته کله چې پر غزه باندې د صهیونیسټي رژيم حملې زیاتې شوې، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ملتونه له مسلمانانو څخه تر عیسویانو او مذهبی او سیکولرانو پورې د اسرائیلو د تولیداتو او شرکتونو د بایکاټ کولو(بندیز لګولو) کمپاین پیل کړ چې تر دې دمه د پام وړ بریالیتوب درلودلې، او ډیری دا شرکتونه د سقوط او افلاس په درشل کې دي. زموږ په هېواد افغانستان کې که څه هم په دې برخه کې ډېر فعاليتونه شوي او په ځينو ځايونو کې د اسراييلي توليداتو په وړاندې بنديزونه لګول شوي دي، خو لکه څنګه چې بايد وي، نه دي عملي شوي او خلک د وینې تږی اسرائیل له توليداتو په اړه لږ پوهنه لري.

مقدس فلسطین له ۷۶ کلونو راهیسي دردونه ګالی او په سینه کې یې ستر غم دی، هماغه درد او غم چې موږ افغانان د امریکا په دوه لسیزو حضور کې زغملی او هغه دردونه چې هغه موږ ته راکړل. په غزه او اوس په رفح کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونه د هر انسان زړه ازاروي، ځکه چې د اسراییلو لخوا د فلسطینیانو عام وژنه د مسلمانانو وژنه نه، بلکې د انسانانو قتل عام او وژل دي.

  • په نړۍ کې پر اسراییلو باندې بندیزونه

لکه څنګه چې یادونه وشوه، نن له کابل، بغداد، انقرې او تهران څخه نیولې د امریکا تر زړه پورې د اسرائیلي برانډونو او تولیداتو د بایکاټ(بندیز) کمپاین پیل شوی او اسرائیلي رژیم ته سخت ګوزار ورکړل شوی دی. د رژیم اړوند لوی شرکتونه لکه مکډونالډ او نور د افلاس په درشل کې دي او د دې شرکتونو لسګونه نمایندګۍ له پیرودونکو خالي دي.

د نړۍ ازادو هېوادونو د اسراييلي توليداتو او برانډونو لکه پيپسي، کوکا کولا او ميرانډا، مکډونالډ، سټاربکس، کی اف سی، ليز او پرینګلز چپس، نوټيلا او د ډيزني فلم جوړونکی شرکت د بايکاټ(بندیز) پر اړتيا ټينګار کړی، ځکه د دغو توليداتو له پېرلو ګټه په نهایت کې د صهیونیسټانو جیبونو ته ځي او دوی له دغو عوایدو څخه د فلسطین د خلکو د وژلو او ځپلو لپاره د پوځي وسلو په اخیستلو کار اخلي.

بندیز
پر هغو شرکتونو بندیزونه چې د اسرائیلو ملاتړ کوي، د اسرائیلو د بایکاټ(بندیز) او د دغه رژیم اقتصاد ته د زیان رسولو سره برابر دی
  • ولې باید پراسراییل بندیز ولګول شي؟

د دې څخه بیل چې په تېرو ۷۶ کلونو کې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په نتیجه کې څومره فلسطینیان شهیدان شوي او بې کوره شوي دي، کورونه یې سوځول شوي او بمبارد شوي دي، د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې اسرائیلي رژیم په زرګونو کورونه، روغتونونه، جوماتونه او ښوونځي یې بمبار او ویجاړ کړي دي او تر ۳۵۰۰۰ زیات فلسطینیان یې چې اکثریت یې ماشومان او ښځې وې قتل عام کړي. دغو جنایتونو د نړۍ د هیوادونو ملتونه یې دې ته اړ کړي چې څومره چې کولی شي د اسرائیلو تولیدات او برنډونه بایکاټ کړي اوڅومره چې کولی شي د فلسطینیانو د کورونو د بمباریو مخه ونیسي.

پر اسرائیلو باید بندیز ولګول شي، ځکه چې د انسانیت قاتل دی او هیڅ رحم او شفقت نه لري او د مظلومو ماشومانو په وژلو بسنه نه کوي. پر دغه رژیم باید بندیز ولګول شي، ځکه چې نړیوالو اصولو، قوانینو او مقرراتو او بشري حقونو ته هیڅ پام نه کوي او په غزه کې یې د وینو ویالې روانې کړي.

زما پیغام ټولو هیوادوالو ته په ځانګړې توګه لوستي نسل ته دا دی چې د اسراییلي تولیداتو او برانډونو د بایکاټ(بندیز) په کمپاین کې په پراخه توګه د ګډون له لارې د پوهاوي څپه خپره کړي، اسراییلي شرکتونه معرفي کړي او دا کمپاین په پراخه کچه مشهور کړي. مارکیټونه او دوکانونه باید له اسراییلي تولیداتو څخه خالي شي، ترڅو صهیونیسټان زموږ په پیسو بمونه وانخلي او پر فلسطینیانو یې ونه غورځوي.

زموږ د ټولو ملتونو مسؤولیت دی چې خپل تر وسه د فلسطین د خلکو د قتل عام مخه ونیسو او د غاصب رژیم د جنایتونو په وړاندې ودریږو. لکه څنګه چې د فلسطین خلک او مقاومت د اسرائیلي رژیم په وړاندې دریدلي او له خپلې خاورې او قبلې څخه دفاع کوي، موږ هم له هغوی سره یوځای د صهیونیسټي رژیم په بایکاټ کولو سره د دغه رژیم اقتصاد ته زیان ورسوو او بالاخره په پیوستون او یووالي سره د صهیونیسټي رژیم ړنګیدل پیل کړو او د دا جعلي رژیم ناوړه سیوري د فلسطین له سپېڅلې جغرافیې څخه له مینځه يوسو.

الیاس احمدي

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=6139

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې