جستجو
Close this search box.
ورځنی تحلیل

د ځانګړي استوګنې کارتونو (ای سی سی) درلودونکي افغان کډوالو په اخراج کې د پاکستان سرغړوني او غلطۍ

Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

د پاکستان د حکومت د اعلان له مخې، د افغان کډوالو د ایستلو دویم پړاو به د اپریل میاشتې په پنځلسمه پیل شي. په دې مرحله کې، د کډوالو په منځ کې، هغه کسان چې په دې هیواد کې د مهاجرت ځانګړي کارت لري د اخراج سره مخ دي. د ای سی سی کارت لرونکي اشخاص هغه کډوال دي چې د ډیرو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي او دا کارتونه دوی ته د پاکستان حکومت لخوا په ۲۰۱۷ کې ورکړل شوي دي. د پاکستان دا اقدام د انصاف د اصولو او د بشري حقوق د منل شوي اصولو خلاف دی.

  • د پاکستان دا اقدام ولې په نړیوال تعاملاتو کې د انصاف د اصولو خلاف دی؟

که څه هم هیوادونه د خپل مهاجرتي پالیسي په تنظیمولو کې آزاد دي او کولی شي خپل د ظرفیتونو پر اساس یوه مناسبه پالیسي غوره کړي؛ له همدې امله هیڅ حکومت نشي کولی د مهاجرینو د نه منلو یا خپل هیواد ته د غیرقانوني مهاجرت په مخنیوی کې هغه هیواد ملامت کړی.

د بشري حقوق له دغه پیوستون او نه بېلېدو سره سره، د نړیوالې مرستي او همکارۍ اصول او همدارنګه په بین المللی تعاملاتو کې د عدل او انصاف اصول، د دې ډول سیاستونو په غوره کولو کې باید د مهاجرو هېوادونو سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت همدارنګه د مهاجرینو د ژوند او معیشت شرایط په پام کې ونیول شي.

له همدې امله د پاکستان د حکومت دغه پریکړه او د افغان مهاجرینو د اخراج لپاره د لنډ مهاله نیټې ټاکل یوازې د پاکستان پر داخلي وضعیت متمرکز دی او د قضیې نورو اړخونه چې د افغانستان ګډوډ داخلي وضعیت او پخپله د مهاجرینو د ژوند شرایط په کې شامل دي په بشپړه توګه له پامه غورځول شوي دي.

  • ولې د مهاجرت د ځانګړي کارت درلودونکي افغان کډوالو اخراج د بشري حقونو د اصولو خلاف دی؟

مهاجرت او د خپل هیواد له پولو بهر ژوند کول یو نه منع کېدونکې خبره ده او ډیر هیوادونه په یو ډول نه یو ډول له دې مسئلې سره مخ شوي او په ملیونونو خلک په مهاجرت کې ژوند کوي. همدا لامل دی چې له ډېرو کلونو راهیسې د کډوالۍ او مهاجرت مفهوم د یو بشري او انساني حق په توګه پیژندل شوی او کډوال ځانګړي نړیوال حقوق لري او حتی په ځینو مواردو کې د کډوالۍ او مهاجرت حق د انسانانو د ژوند له حق سره مستقیم تړاو لري.

په افغانستان کې د څه دپاسه څلورو لسیزو جګړو او داخلي کړکېچونو شتون د دې لامل شوی، چې په میلیونونو افغانان د خپل ژوند او کورنیو د ژغورلو په موخه د پاکستان په ګډون د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شي.

په داسې حال کې چې د افغانستان خلک باید د افغان کډوالو په کوربه توب کې د نږدې او لرې ټولو هېوادونو له سخاوتمندانه همکارۍ څخه مننه وکړي، خو د کډوالو په اخراج کې د پاکستان دغه اقدام د بشري حقوق او نړیوالو اصولو خلاف ګڼي. ځکه چې لکه مخکې مو چې يادونه وکړه، د نړيوالتوب اصول، نه بېلېدل او د نړيوالې همکارۍ اصول نن ورځ د نړيوال بشري حقوق له اصولو څخه دي او د پاکستان له خوا په محدوده موده کې د کډوالو جبري اخراج د يادو ټولو اصولو خلاف عمل دی.

  • د پاکستان له حکومت څخه د افغانانو تمه

د افغانستان او پاکستان خلک د دوو ګاونډیو مسلمان ملتونو په توګه ډېر کلتوري او تاریخي مشترکات لري او تمه کېږي چې په ستونزو او کړاوونو کې به له یو بل سره مرسته وکړي. که څه هم په تیرو وختونو کې د پاکستان واکمنانو د امریکا او بریتانیا تر اغیز لاندې د افغانستان په اړه غیر منصفانه سیاستونه غوره کړي دي خو بیا هم د افغانستان د خلکو هیله دا ده چې د دغه هېواد واکمنان کلتوري، تاریخي او مذهبي مشترکات په پام کې ونیسي او د ښه ګاونډیتوب د اصولو، د عدل او انصاف د اصولو او د افغانستان د اقتصادي او امنیتي وضعیت په پام کې نیولو سره، د مهاجرینو د جبري اخراج څخه ډډه وکړي.

  • له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د اخراج پایلې

له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو اخراج به پر افغانستان او سیمه باندی ډیرې سیاسي، اقتصادي او امنیتي پایلې تحمیل کړی او پاکستان به هم له دې پایلو څخه استثنا او معاف پاته نه شي. دا له هیچا پټه نه ده چې افغانستان په اوسنیو حالاتو کې د دغه اندازې راستنیدونکي مهاجرینو د منلو توان نه لري او دا په افغانستان کې د کړکېچونو او ګډوډۍ تر څنګ یو بل کړکېچ دی چې بې شمیره نړیوالې پایلې به ولري.

افغان کډوالو
له پاکستان څخه د افغان کډوالو اخراج ځینی پایلې لري او افغانستان د دغه شمېر راستانه شویو کډوالو د منلو توان نه لري.

جاوید یوسفي

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=5653

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې