Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

د جفري اپستین قضیه، چې مرکز یې په کارائیب سمندر په ټاکل شوې ټاپوکې وو، یوازې یوه اخلاقي یا جنایي رسوایي نه ده. دا قضیه د نفوذ، باج‌اخیستنې او سیاسي انجنیرۍ د یوې پېچلې شبکې د درک کولو کلي ده، هغه شبکه چې د امریکا د امپراتورۍ د قدرت په زړه کې ځای لري. د دې موضوع ستراتیژیک تحلیل موږ یوې مهمې مرکزي نقطې ته رسوي: “ایران”. داسې ښکاري چې دا توره قضیه په اصل کې د واشنګټن د قدرت پر جوړښت د فشار راوړلو لپاره یوه وسیله ده، ترڅو د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد دښمنانه سیاستونه نور هم سخت کړي او په پایله کې امریکا له ایران سره مستقیمې جګړې ته اړ کړی.

اپستین، چې یو مرموز یهودي تاجر بلل کېده، په ظاهر کې د علم او پوهې ملاتړی و، خو د پرده ترشا د ځواکمنو کسانو پر ضد د فشار راوړلو لپاره وسیلې راټولول. د هغه د کار طریقه داسې وه: لومړی به یې اړیکې جوړولې، بیا به یې حرامې خوندونه وړاندې کولې، او وروسته به یې اسناد او شواهد ترلاسه کول، ترڅو په راتلونکي کې د هغه په واسطه باج واخلی.

د هغه د اړیکو شبکه، چې ډېر غړي یې د امریکا د بانفوذه یهودي ټولنې څخه وو، دا شک پیاوړی کوي چې ښايي هغه د یوې ځانګړې کړۍ لپاره ماموریت ترسره کاوه: د سیاستوالو د ګمارلو لپاره، هغوی د فساد په جال کې اچول. دا «تور اسناد» وروسته کېدای شول هغوی د ځانګړو سیاسي پریکړو د مجبورولو لپاره وکارول شي.

  • صهیونیستي رژیم او د جګړې هیله

صهیونیستي رژیم، د حزب‌الله سره د جګړې او له حماس سره د څو جګړو له تجربې وروسته دې پایلې ته ورسېد چې له مقاومت محور سره جګړه ګټه نه لري، ځکه هر څومره چې له دې خلکو سره جګړه کوي، نه د ځواکونو شمېر یی کمېږي او نه هم له منځه ځي، بلکې د دوې مبارزې فکر او انګېزه بیا راپیدا کېږي. له همدې امله اسرائیل پرېکړه وکړه چې په مستقیم ډول له خپله ایران سره جګړې ته داخل شي.

د روان کال د جوزا په میاشت کې دولس ورځنۍ جګړه هم پر همدې بنسټ پیل شوه، خو کله چې له ایران څخه زرګونه راکټونه او توغندي د اشغال شوو ښارونو پر لور وتوغول شول، د «اوسپنیز ګنبد» په څېر دفاعي سیستمونو خپله ناتواني وښوده. اسرائیل له اته ورځو وروسته، ستړی او سپک شو، امریکا ته مخه کړه ترڅو جګړې ته د داخلېدو او منځګړیتوب له لارې اوربند رامنځته کړي. دې تجربې صهیونیستانو ته دا ثابته کړه چې د ایران د ماتولو لپاره باید د خپل امریکايي پلار څخه مرسته وغواړي.

خو په امریکا کې له ایران سره د جګړې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ ډونالډ ټرمپ دی. ټرمپ د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ پر مهال له ایران سره ښکاره دښمني درلوده. له اټومي تړون (برجام) څخه یو‌اړخیز وتل او د «اعظمي فشار» پالیسي د هغه د ستراتیژۍ اساسي ستنې وې. خو یو مهم ټکی موجود و: ټرمپ په وار وار ویلي وو چې نه غواړي امریکا په منځني ختیځ کې نوې او لويه جګړه پیل کړي.

هغه د «لومړی امریکا» تر شعار لاندې واک ته ورسېد او خپله بهرنۍ پالیسي یې د ګرانو او بې‌ګټې پوځي مداخلو پر نه‌کولو ولاړه کړه. ټرمپ دا اصل په عمل کې هم وښود؛ نږدې شل کاله وروسته یې امریکايي ځواکونه له افغانستانه وایستل او په عراق کې یې پوځي حضور کم کړ. هغه څو ځله ټینګار وکړ چې نور به زموږ هېواد د نورو د دفاع لپاره نه لوټول کېږي او زموږ سرتېري به په پای نه لرونکو جګړو کې نه وژل کېږي. دا دریځ د جګړه‌غوښتونکو کړیو او د صهیونیستي رژیم لپاره، چې ایران یو وجودي ګواښ بولي، د منلو وړ نه و. نو باید داسې لاره پیدا شوې وای چې دا خنډ له منځه یوسي او ټرمپ پوځي انتخاب ته مجبوره کړي.

  • د جفري اپستین قضیه، پر ټرمپ او نورو د فشار وسیله

څنګه کېدای شي هغه حکومت، چې اصلي شعار یې «لومړی امریکا» او له نوو جګړو څخه ډډه کول دي، دې ته اړ کړ چې د اسرائیل په ګټه په منځني ختیځ کې یوه لويه، ګرانه او اوږده جګړه پیل کړي؟ د ځواکمن صهیونیستي لابي لپاره، په ځانګړي ډول د امریکا ـ اسرائیل د عامه چارو کمېټې (ایپک) لپاره، ځواب روښانه و: د امریکا د کورنیو سیاسي چینلونو له لارې اعظمي فشار راوړل.

ایپک، د خپل ستر مالي، رسنیز او نفوذي شبکې په لرلو سره په دواړو ګوندونو کې نفوذ لري او د دې معادلې د بدلولو یوازینی اغېزناک میکانیزم بلل کېده. ستراتیژي دا وه: دا چې ټرمپ د خپل شخصي فکر او انتخاباتي ژمنو له امله د جګړې ته چمتو نه دی، نو باید د کانګرس، رسنیو او سیاسي اشرافو له لارې پرې فشار واچول شي، ترڅو خپل دریځ بدلولو ته اړ شي.

ځکه ټرمپ د امریکا د سپما او لګښت د کمولو له منطق سره سم له مستقیمې جګړې ځان ساتل، صهیونیستي لابي اړ وه چې پر هغه بل منطق وتپي: د ستراتیژیک متحد لپاره د امنیتي اړتیا منطق.دا کار یوازې د واشنګټن دننه د نفوذي اهرمونو په فعالولو سره ممکن و.

د اپستین قضیه هم، په همدې چوکاټ کې، کېدای شوه د یو مرستندوی وسیلې په توګه وکارول شي، ترڅو پر خپله ټرمپ او د پرېکړې په کړۍ کې چې د نورو د جګړې مخالفینو  دی فشار زیات کړي. وروستی هدف: ولسمشر ټرمپ دې ته اړ شي چې زرګونه نور سرتېري د یوې نوې جګړې لپاره منځني ختیځ ته ولېږي؛ داسې جګړه چې د صهیونیستي رژیم ستراتیژیکې ګټې تأمینوي، خو په مستقیم ډول د «لومړی امریکا» له اصلي شعار سره په ټکر کې ده.

په دې لاره کې اصلي وسیله هماغه ځواکمن صهیونیستي لابي ده، په ځانګړي ډول ایپک. دا لابي د خپلې سترې مالي او رسنیزې شبکې له لارې د کانګرس او سپینې ماڼۍ د دریځ بدلولو توان لري. د اوسني پړاو اصلي غوښتنه یې له دې پرته بل څه نه دي: امریکا دې له ایران سره مستقیمې جګړې ته داخل شي. خو د دې غوښتنې د پلي کولو لپاره باید د امریکا کورني خنډونه، لکه د خلکو یو برخه او حتی ځینې سیاستوال د منځني ختیځ په یوه بل جګړه کې مخالفت، لرې شي.

له همدې امله، د اپستین قضیه یوازې یوه جنسي رسوایي نه ده؛ بلکې ښايي په دې ځانګړي وخت کې د دې قضیې خبرونه رنګ اخیستل، د ایران پر ضد د یوې پراخې ګډې جګړې له څو وسیلو څخه یو وي. موخه دا ده چې په واشنګټن کې د جګړې د مخنیوي سیاسي اراده فلج شي او امریکا د جګړې پیلولو ته اړ شي. هغه د قدرت پټه شبکه چې په امریکا کې د اپستین په څېر له وسیلو کار اخلي، د عامه افکارو د غولولو او د کورنیو مدیرانو تر فشار لاندې راوستلو لپاره یو لوی ننداره پر مخ وړي.

د دې نندارې وروستۍ موخه د لوېدیځې اسیا یوازینۍ خپلواک او اغېزمن ځواک په توګه د ایران د اسلامي جمهوریت له منځه وړل دي، خو تاریخ ښودلې چې ایران، د خپل لرغوني تمدن او هوښیار ولس په لرلو سره، تل له ټولو سختو ازموینو بریالی راوتلی دی.

که امریکا د ایران سره په جګړه کې راګیر شي، نو ایران له منځه نه شي وړلی، بلکې د خپلې واکمنۍ د وروستي بنسټونه به ونړوي. راتلونکی د ویښو او مقاومو ملتونو دی، او ایران نن د دې تاریخي ویښتوب په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی.

د جفري اپستین قضیه
د جفري اپستین قضیه په ایران باندې د برید لپاره په امریکا باندې د اسراییلو د فشار یو عامل دی

حکیم تاجیک

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=11265

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې