Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

د راپورونو له مخې، د افغانستان او پاکستان پلاوو په ترکیه کې په یوه غونډه کې د سولې لپاره ځینو هوکړو ته رسېدلي دي. په داسې غونډو کې مهم ټکی د مذاکراتي ټیمونو جوړښت او د ژمنو تضمین دی، چې داسې ښکاري چې د ترکیې په غونډه کې ورته پام نه دی شوی.

د افغانستان او پاکستان په پلاوو کې د دواړو هېوادونو مشران نه، بلکې سناتوران او سیاسي شخصیتونه شامل وو او د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي پکښې نه وو حاضر.

  • له موږ سره اوږدمهاله دښمني لري

د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ د طالبانو د څو کلنې واکمنۍ په چوکاټ کې نه، بلکې د پاکستان په ۷۷ کلن تاریخ کې ریښې لري. یو داسې هیواد چې د برتانوي هند له بدن څخه جلا شوی و او له پیل څخه له افغانستان سره په شخړه کې و.

کله چې طالبان په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، د کابل او اسلام‌آباد د اړیکو په اړه ډېرې پوښتنې او اټکلونه موجود وو. خو د طالبانو د مخالفو شنونکو د نظریو خلاف، د دواړو هېوادونو اړیکې ورو ورو خرابې شوې او بالاخره د سختو کړکېچونو او نښتو سبب شوې.

  • پاکستان او تکراري پلمې

البته دا خبره باید هېره نه کړو چې د طالبانو د اسلامي امارت حکومت نه مخکې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې او نښتې موجودې وې، خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په ځانګړي ډول په وروستیو میاشتو کې، دا کړکېچونه نور هم زیات شول، تر دې چې اسلام‌آباد څو ځله د کابل او بېلابېلو ولایتونو ځینې سیمې بمبار کړې.

پاکستان په دې برخه کې د ترهګرۍ ضد مبارزه پلمه کوله او ادعا یې لرله چې د افغانستان طالبان له ټي‌ټي‌پي څخه ملاتړ کوي او هغه بریدونه چې په پاکستان کې ترسره کېږي، په افغانستان کې پلان کېږي.

  • هغه حقیقت چې موږ به یې هیر نکړو

خو نړۍ دا حقیقت نه دی هېر کړی او نه به یې هېر کړي چې که د جمهوریت په دوره کې وو او که اوس، همدا پاکستان و چې د داعش په څېر ترهګرو ته یې پناه، روزنه او وسلې ورکولې او سیمه یې د بې‌ثباتۍ او ناامنۍ پر لور بیوله/ بیایی.

تر دې هم مهمه دا چې کله امریکا د ایران پر ضد د پوځي اقدام پیل کړ، د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچونه هم زیات شول. د اسنادو او میداني معلوماتو له مخې، اسلام‌آباد د واشنګټن ترڅنګ د سیمې د ناامنولو هڅه کول، ترڅو هم خپله ګټه ترلاسه کړي او هم امریکا ته د بګرام اډې په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

  • نه امریکا بریالۍ شوه او نه پاکستان

له دې ټولو سره، نه امریکا وتوانېده چې په ایران کې خپلو هدفونو ته ورسېږي او نه هم پاکستان وکولای شول له طالبانو څخه کوم امتیاز ترلاسه کړي. خو دا خبره باید هېره نه شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې لپاره هر ډول مذاکره او غونډه، یو ستر مسئولیت دی چې له ځان سره ملي ګټې، د هېواد لوړې ګټې، امنیت او ثبات پکښې شامل دي.

د پاکستان د تېر چلند په نظر کې نیولو سره، د افغانستان مذاکره کوونکي باید په هره ناسته او هر ځای کې له مقابل لوري لازم تضمینونه واخلي، او ښه به دا وي چې منځګړي هېوادونه هم په دې برخه کې شامل وي.

  • د افغانستان او پاکستان پلاوو؛ پاکستان د باور وړ نه دی؛ تضمین واخلئ!

د افغانستان د یوه رسنیز فعال په توګه او د هغه چا په حیث چې کلونه یې په دې برخه کې کار او لیکنې کړې دي، په ښکاره وایم چې لکه څنګه چې امریکا د ایران او نړۍ لپاره د باور وړ نه ده، همداسې پاکستان هم زموږ د افغانانو لپاره د باور وړ نه دی.

مذاکرات هغه وخت ښه پایله ورکوي چې له مقابل لوري لازم تضمینونه واخیستل شي، ترڅو نور د هېواد خاوره تر بریدونو لاندې رانشي، بې‌ګناه ماشومان او ښځې د توغندیو او راکټونو ښکار نه شي او اکاډمیک مرکزونه او ځایونه، په شمول د پوهنتونونو، بمبار نشي.

  • سیاسي مشران او بې‌ځایه شعارونه

موږ د افغانستان خلک کېدای شي په خپل منځ کې ستونزې ولرو او یا هم خلک د طالبانو له حکومت سره اختلاف ولري، خو دا داخلي مسئله ده، او یقیناً د هر بهرني تجاوز پر وړاندې ټول یو موټی او متحد دي.هغه کسان چې نن د سیاسي مشرانو او نخبه‌ګانو په نوم له بهرنیو هېوادونو د طالبانو پر ضد خبرې کوي او د پاکستان ستاینه کوي، نه د خلکو استازي دي او نه به شي.

د دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سولې او پخلاینې لپاره خبرې اترې یو ښه او رغوونکی کار دی، خو د پاکستان د پخواني چلند له امله، که لازم تضمینونه موجود نه وي، د پاکستان لاسوهنې، راکټي بریدونه او کړنې به سیمه د ګډوډۍ او بحران پر لور یوسي.

 د افغانستان او پاکستان پلاوو
د افغانستان او پاکستان پلاوو په ترکیه کې سره ګوري، د لیدو لپاره موافقه کوي. خو سوله تضمین ته اړتیا لري

احمدی

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=11974

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې