Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

د خواجه آصف اعترافونه

د روان کال د فبرورۍ په اوومه، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د دغه هېواد په ملي شورا کې داسې خبرې وکړې چې یوازې یو عادي سیاسي دریځ نه و. د هغه څرګندونو نه یوازې په سیمه‌ییز سیاسي فضا کې نوې بحثونه راوپارول، بلکې د تېرو څلورو لسیزو د تاریخ ځینی برخه یو ځل بیا د خلکو د افکارو مخې ته وړاندی کړل.

آصف د افغانانو جګړه د سور پوځ (شوروی) پر ضد «جهاد» ونه باله، د سترو قدرتونو د رول یادونه یې وکړه او له تیر ځلو په پرته ښکاره یې ومنله چې هغه پرېکړې چې هغه مهال وشول، نن د ترهګرۍ او ناامنۍ په بڼه بېرته پاکستان ته راګرځېدلې دي. د افغانانو لپاره دا خبرې یوازې د یوه ګاونډي هېواد د چارواکي نظر نه دی. دلته د ولسي حافظې خبره ده؛ د هغو کورنیو خبره ده چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي، د هغو میلیونونو خلکو خبره ده چې د کډوالۍ ترخه خوند یې څښلی، او د هغه نسل خبره ده چې سیاسي او ټولنیز هویت یې د هماغې جګړې په اور کې جوړ شوی دی.

په همدې وخت کې، د پاکستان لپاره هم دا خبرې د هغو سیاستونو په اړه یو نادر اعتراف بلل کېږي چې کلونه کلونه د ستراتېژیکو اړتیاوو په نوم توجیه کېدل. د موضوع اهمیت همدلته دی؛ ځکه په واک کې ناست یو لوړپوړی څېره هغه روایت تر پوښتنې لاندې راولي چې د لسیزو راهیسې د سیمې د رسمي ادبیاتو برخه وه او پر بنسټ یې ائتلافونه جوړ شوي او دښمنۍ تعریف شوې دي.

له همدې امله، د دې مقالې اساسي پوښتنه دا ده چې په پاکستان کې کوم بدلونونه رامنځته شوي چې د دغه هېواد د دفاع وزیر نن دې ته اړ شوی چې د افغانستان د جهاد، د اسلام‌اباد د رول او د هغو د پایلو په اړه پخوانی روایت په بل ډول بیان کړي؟

  • د جهاد انکار او د افغانانو له ګډې حافظې سره معامله

کله چې خواجه آصف وايي د شوروي پر ضد د افغانانو جګړه جهاد نه و، خبره یوازې د یوې کلمې په بدلولو یا د تاریخ د نوې تفسیر په اړه نه ده. هغه داسې یوې ساحې ته ننوځي چې د میلیونونو افغانانو له ژوندیو تجربو سره تړاو لري؛ هغه ساحه چې پکې خاطره، وینه، کډوالي او وراني سره تړلې دي. په هغو کلونو کې د افغانستان خلک د یوې بهرنۍ پوځ مستقیم حضور سره مخامخ وو.

کلي تر بمبار لاندې ویجاړ شول، ښارونه تش شول، کورنۍ سره جلا شوې او د بې‌ځایه کېدو څپې له پولو واوښتې. دا دروند قیمت لویو قدرتونو نه، بلکې عادي خلکو ورکړ؛ هغو خلکو چې په تشو لاسونو د هغې جګړې پر وړاندې ودرېدل چې پر دوی تپل شوې وه.

له همدې امله، د جهاد مفهوم د افغانستان د ټولنې د یوې لویې برخې لپاره یوازې سیاسي شعار یا تبلیغاتي وسیله نه وه او نه ده؛ بلکې د مقاومت نوم دی، د خپل کور د دفاع نوم دی او د ژوندي پاتې کېدو مانا لري. د دې مفهوم انکار یا حذف کول، د هغو احساساتو نادیده نیول دي چې نسلونه ورسره ژوند کړی دی. همدا لامل دی چې دا ډول خبرې ژر حساسیت راپاروي او له یوې نظري بحث څخه وځي او پر یوه عاطفي او هویتي موضوع بدلېږي.

له بلې خوا، حتی که دا ومنو چې امریکا، سعودي عربستان، پاکستان او د سړې جګړې پېچلې سیالۍ هر یو د هغه وخت په حالاتو کې رول درلود، بیا هم د خلکو د انتخاب او مقاومت عنصر نه شي حذف کېدای. د دې عنصر پرته، تاریخ یوازې د دولتونو تر منځ معاملو  پورې محدودېږي او ملتونه داسې بې‌ارادې لوبغاړي ښکاري چې یوازې د نورو د پرېکړو پایلې زغمي.

نو ځکه د ډېرو افغانانو توند غبرګون د خواجه آصف د اعترافاتو پر وړاندې هم له همدې ځایه سرچینه اخلي. ځکه هغوی احساس کوي چې هغه کړاوونه چې یې ګاللي، هغه قربانۍ چې یې ورکړي او هغه پرېکړه چې یې د مقاومت لپاره کړې وه، له کیسې څخه ایستل کېږي او هر څه یوازې د اسلام‌اباد له زاویې د یوې لوبې په توګه وړاندې کېږي. په داسې حالت کې، بحث نور یوازې د تېر وخت په اړه نه وي؛ موضوع د یوه ملت د کرامت او د خپل تاریخ د تعریف د حق مسئله پوری تړاو پیدا کوی.

  • د خواجه آصف اعترافونه؛ د دین ابزاري کارونې اعتراف؛ د یوې رسمي کیسې ماتېدل

د خواجه آصف د خبرو تر ټولو مهمه برخه ښايي هغه جمله وي چې پکې په ښکاره وايي: “پاکستان د اسلام لپاره جګړه ونه کړه، بلکې د یوه زبرځواک د خوشحالولو لپاره جګړې ته داخل شو”. دا لنډه جمله په ظاهر کې یو سیاسي وضاحت ښکاري، خو په اصل کې د څو لسیزو کیسو دیوال ماتوي؛ هغه دیوال چې ډیرې سیمه‌ییزې سیاستونه تر شا یې مشروعیت پیدا کول.

کلونه کلونه په پاکستان او حتی په پراخه توګه په سیمه کې دا رسمي فکر حاکم و چې د افغانستان د جګړې ملاتړ یو ديني او اخلاقي مسوولیت دی. جوماتونه، مدرسې، رسنۍ او سیاسي ادبیات ټول د همدې انځور د پیاوړتیا لپاره کارېدل. د ځوانانو یوه لویه برخه په دې باور سره لوی شو چې روانه جګړه د ایمان دفاع او د اسلامي ارزښتونو ساتنه ده. دا کیسه دومره تکرار شوه چې د یوه څرګند حقیقت بڼه یې واخیسته او ډېر لږ کسان د دې تر شا د سیاسي موخو په اړه د پوښتنې جرأت درلود.

خو اوس د همدې جوړښت یو لوړپوړی چارواکی مني چې دین د جیوپولیتیکي اهدافو لپاره وکارول شو. دا مانا لري چې هغه څه چې د سپېڅلي هدف په نوم وړاندې کېدل، په ډېرو مواردو کې د قدرتي محاسبو د پر مخ وړلو وسیله وه. دا خبره یوازې پر تېر وخت نیوکه نه ده؛ بلکې د سیاست او مذهب ترمنځ د اړیکې د بنسټیز بیا تعریف دی، په داسې دوره کې چې د سیمې په تاریخ کې تر ټولو حساسې ګڼل کېږي.

کله چې ویل کېږي اصلي هدف د یوه ابرقدرت رضایت و، نو مانا یې دا ده چې مذهبي بسیج، ایډیولوژیکې روزنې، د ځواکونو تنظیم او حتی د جهادي ادبیاتو تولید، ټول د یوې سنجول شوې سیاسي طرحې برخه وو. په بل عبارت، د خلکو ایمان په داسې پانګه بدل شوی و چې په نړیوالو معادلو کې ترې کار اخیستل کېدای شو. همدا برداشت دی چې د دې اعتراف وزن څو چنده زیاتوي او دا خبره له یوې عادي وینا ډېر لوړه وړي.

دا ژبنی بدلون د افراط‌ګرایۍ د ریښو په اړه هم نوی لید وړاندې کوي. که دین په قصدي ډول د قدرت لوبې ته داخل شوی وي، نو بیا یې وروسته پایلې هم تصادفي یا طبیعي نه شي بلل کېدای. په دې صورت کې، هغه څه چې وروسته د تاوتریخوالي او بې‌ثباتۍ په بڼه راڅرګند شول، د هماغو سیاستونو منطقي دوام دی چې کلونه مخکې طرحه شوي وو.

له همدې امله د خواجه آصف دا جمله نه یوازې د پاکستان د دننه مخاطبینو لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره ارزښت لري. هغه په ناپامۍ سره مني چې د شعار او واقعیت تر منځ ژوره فاصله موجوده وه؛ هغه فاصله‌ چې نن، له لسیزو وروسته، د امنیتي او ټولنیزو بحرانونو په بڼه ښکاره شوې دی. دا ډول اعتراف رسمي روایت ماتوي او د تاریخ د لا رښتینې بیا لوستلو لاره پرانیزي؛ هغه تاریخ چې نور نه شي کېدای یوازې د سپېڅلو کلمو په وسیله تشریح شي.

  • ننني کړکیچ او د اسلام‌اباد مجبوریت په اعتراف

پاکستان نن له څو ډېرو جدي بحرانونو سره په یو وخت کې لاس او ګرېوان دی: سخت اقتصادي فشارونه، د کورني تاوتریخوالي زیاتوالی، ژور ټولنیز درزونه او هغه مخ په ډېرېدو اړتیا چې ولس او اشراف د تېرو سیاستونو د بیا کتنې لپاره احساسوي. په داسې فضا کې، د تېرو لسیزو زاړه روایتونه او ستراتېژیک چوکاټونه نور پخوانۍ اغېزمنتیا نه لري او حتا کېدای شي پخپله د بحران د مدیریت پر وړاندې خنډ وګرځي.

د پاکستان حکومت د هغو ډلو او جریانونو پر وړاندې چې نن د دغه هېواد امنیت ګواښي، اړ دی چې د نن او پرون تر منځ واټن رامنځته کړي؛ داسې واټن چې د تېر وخت له نقد او بیا لوست پرته ممکن نه دی. له همدې امله رسمي ژبه بدلېږي، چوکاټونه ماتېږي او په واک ناست کسان خبرې کوي او هغه واقعیتونه بیانوي چې پخوا یې یادونه ناشونې برېښېده.

سره له دې، باید پام وشي چې د ژبې او روایت بدلون حتما د عملي سیاستونو بدلون معنا نه لري. کله ناکله دا ژبنی بدلون تر واقعي بیا کتنې ډېر، د کورنیو او بهرنیو فشارونو د کنټرول هڅه وي؛ د انعطاف ښودلو یا د عامه غوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره. له همدې امله ډېر شنونکي دا خبرې په احتیاط ارزوي او دا د بشپړ بدلون یا بنسټیز اصلاح نښه نه ګڼي. په پای کې، د دې اعتراف اهمیت تر خپل محتوا ډېر، په هغو احتمالي پایلو کې نغښتی دی چې ښايي د سیمې تاریخي حافظه تر اغېز لاندې راولي او د پاکستان د تېر او ننني رول د بیا تعریف زمینه برابره کړي.

د خبرو لنډیز دا دی چې د خواجه آصف څرګندونې په یو وخت کې دوه پیغامونه لري: د افغانانو لپاره د خپل تاریخ د یوې برخې د انکار ترخه خوند لري، او د سیمې لپاره دا اعتراف دی چې دین او جګړه د سیاست وسایل کېدای شي. دغه دوه اړخیزه موضوع د اوسني پړاو اهمیت ښيي. د اصلي پوښتنې ځواب باید د پاکستان د کورنیو بحرانونو په جبران، د پخوانیو روایتونو د مشروعیت کمزوری کیدل او په سیمه‌ییزو معادلو کې د خپل ځای د بیا تعریف اړتیا په کې ولټول شي.

اسلام‌اباد اړ شوی چې له هغه تېر سره مخامخ شي چې لګښتونه یې نور د پټولو وړ نه دي. دا چې دا مخامخ کېدل به د چلند بدلون ته لاره هواره کړي که نه، لا هم روښانه نه ده؛ خو هغه څه چې یقیني ښکاری، دا دی چې کله اعتراف د قدرت له دننه بیان شي، په اسانۍ سره د تاریخ له حافظې نه شي پاکېدای.

د خواجه آصف اعترافونه
د خواجه آصف اعترافونه وښودله چې د شعارونو او واقعیت ترمنځ لویه تشه شته

عایشه ببرک خیل

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=11301

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې