د امريکايي الوتکو نسکورېدل
د يوې مياشتې څخه زياته سخته او ساه بندوونکې جګړه کې، د ايران اسلامي جمهوريت وسلهوالو ځواکونو وتوانېدل چې څو پرمختللې امريکايي جنګي الوتکې راوغورځوي او د هغوی يو د لټون او ژغورنې هليکوپټر هم په نښه کړي. دا پېښه نه يوازې د جګړې ډګر بدل کړ، بلکې د ايران د دفاعي ځواک نوې انځور هم وړاندې کړ. دا يوازې يو پوځي بريا نه ده، بلکې د هغه ملت د مقاومت او زغم نښه ده چې د سترو قدرتونو پر وړاندې ټينګ ولاړ دی.
نو اوس دا یوه جدي پوښتنه چې د خلکو په ذهنونو کې پیدا شوې ده دا دی چې هغه ټولې لوړې ادعاوې د ایران د اسمان د بشپړ کنټرول په اړه څه شوې؟ څنګه یو هېواد چې ویل کېدل پوځي ځواک یې له منځه تللی، نن داسې حالت ته رسېدلی چې پکې د امریکا پرمختللې الوتکې راپرېوځي کیږی او د پیلوټانو برخلیک یې هم نامعلوم وي؟ دا بدلونونه یوازې یو عادي پوځي جګړه نه ده، بلکې دا ښيي چې د قدرت توازن بدل شوی او د جګړې په ډګر کې د برلاسۍ مانا له سره تعریفېږي.
له لوړو او تشو ادعاوو تر امريکايي الوتکو د نسکورېدو ترخه حقیقت پورې!
د جګړې په لومړيو اوونيو کې، امريکا د خپلو پياوړو رسنيو له لارې په لوړ اواز د «برياليو عملياتو» او د «ايران د دفاعي زېربناوو د پراخې ويجاړۍ» خبره کوله. ډونالډ ټرمپ او د پنتاګون قوماندانانو څو څو ځله ټينګار وکړ چې د ايران هوايي ځواک تقريباً له منځه تللی، د هغه دفاعي سيستمونه فلج شوي او نور له تهران څخه کوم ګواښ نشته. دا ادعاوې د سپوږمکۍ له انځورونو او ښايسته راپورونو سره يو ځای وړاندې کېدې، داسې لکه جګړه پای ته رسېدلې وي او امريکا يقيني بريا ترلاسه کړې وي.
خو د جګړې په ميدان کې حقيقت بل ډول و ډېرې نښې او شواهد د امريکا او اسرائيلو د ناکامۍ ښکارندوی وو، خو ټرمپ او د هغه ملګرو دا هر څه ردول. تر دې چې د ۲۰۲۶ کال د اپريل په درېيمه (۱۴ حمل ۱۴۰۵)، د ايران د هوايي دفاع ځواکونو، په ځانګړي ډول د سپاه پاسداران او د دې هېواد د ملي اردو دفاعي سيستمونو، د واشنګټن پر دغو لويو ادعاوو سخت ګوزار وکړ.
لومړی يوه پرمختللې F-15E Strike Eagle جنګي الوتکه د ايران د سوېل لوېديځ په فضا (د خوزستان او کهګيلويه او بويراحمد ته نږدې سيمو کې) وويشتل شوه او راولوېده. په دې الوتکه کې دوه پيلوټان وو چې تر اوسه نادرکه دي او راپورونه ښيي چې ايراني ځواکونه د هغوی د موندلو هڅه کوي. ايراني رسنيو د الوتکې د پاتې شونو انځورونه خپاره کړي چې د بېلابېلو سرچينو له خوا يې هويت تائيد شوی دی.
په همدې وخت کې، يوه بله A-10 Thunderbolt II چې د Warthog په نوم هم پېژندل کېږي د هرمز تنګي ته نږدې وويشتل شوه او راولوېده. له بلې خوا، د لټون او ژغورنې (CSAR) عملياتو پر مهال، د امريکا UH-60 Black Hawk هليکوپټرونه د ايراني ځواکونو او حتی ځايي خلکو له خوا تر ډزو لاندې راغلل. هغه ويډيوګانې چې د ايراني رسنيو او عيني شاهدانو له خوا خپرې شوې، ښيي چې وسلوالو کسانو پر هليکوپټرونو ډزې وکړې او يو يې اړ شو چې په بيړه شا ته ولاړ شي. راپورونه دا هم وايي چې د هليکوپټر ځينې عمله ټپيان شوي، که څه هم امريکا ادعا کړې چې هليکوپټرونه بېرته خپل اډې ته ستانه شوي دي.
دا پېښې د جګړې له پيل راهيسې لومړي موارد وو چې پکښې د امريکا سرنشينلرونکې جنګي الوتکې د ايران پر فضا کې راوغورځول شوې. مخکې هم د F-35 د زيانمنېدو ادعاوې شوې وې، خو د F-15E او A-10 نسکورېدل د «مطلق هوايي برترۍ» د ادعا د ماتې نښه وګرځېدل. امريکايي پيلوټان چې پرمختللې روزنه لري، اوس د اسارت يا ورک کېدو له خطر سره مخ دي او ايران آن د هغوی د نيولو لپاره انعام هم اعلان کړی دی.
د امريکا لومړنۍ ادعاوې چې ويل يې «د ايران ټول هوايي، ځمکني او سمندري ځواکونه مو له منځه وړي»، اوس له ترخه حقیقت سره مخ شوې دي. پنتاګون چې ځان يې «مطلق بريالی» باله، اړ شوی چې د خپلو الوتکو او پيلوټانو د له لاسه ورکولو تاييد وکړي. دا نسکورېدل نه يوازې د امريکا پوځي حيثيت ته زيان رسولی، بلکې دا يې هم وښوده چې د ايران يو موټی دفاعي سيستم، د کورنيو وسايلو او هوښيارو تکتیکونو په مرسته، لا هم کولای شي ستر ځواکونه حيران کړي.
د ایران عظمت؛ له يووالي ډکې مقاومت څخه تر نوې ستر ځواک په توګه راپورته کېدو پوری
له يوې مياشتې څخه زيات وخت کېږي چې د نړۍ زبر ځواکونه، امريکا، اسرائيل او د هغوی اروپايي او عربي متحدين، په بشپړ ځواک سره د ايران پر وړاندې میدان ته راغلی دی. پراخ هوايي بريدونه، سخت بنديزونه، سايبري عمليات او حتی د ملکي زېربناوو د نښه کولو ګواښونه؛ دا ټول د يو ملت د ارادې د ماتولو لپاره کارول شوي دي.
خو ايران نه يوازې ودرېد، بلکې په یو داسې ځواک بدل شوی چې خپل دښمنان يې په ژوره ستونزه کې اچولي دي. د ايران لوی کار دا دی چې د دومره فشار سره سره يې خپل دفاعي سيستم ساتلی او حتی پياوړی کړی دی. د څو الوتکو نسکورېدل او د هليکوپټر په نښه کېدل يوازې د دې کيسې يوه برخه ده.
ايران په دې موده کې دقيق توغنديز او بېپيلوټه بريدونه ترسره کړي او مهم هدفونه يې په سيمه کې ويشتي دي، او دا يې ښودلې چې د «مقاومت محور» لا هم ژوندی او پياوړی دی. دا درېدل د پوځي دفاع نه هاخوا، د ملي باور يوه نښه ده. هغه خلک چې د سختو فشارونو سره سره، د خپلو داخلي پوهې، انجنيرۍ خلاقيت او جهادي روحيې په مرسته توانېدلي چې د لوېديځ پرمختللې ټکنالوژۍ وننګوی. نن ايران داسې ځواک ګرځېدلی چې امريکا او اسرائيل يې په ستراتيژيکي ستونزو کې راګير کړي دي.
امريکا چې فکر کاوه په څو ورځو بمبارۍ سره به تهران تسليم کړي، اوس له پنځو اوونيو زيات په داسې اوږده جګړه کې ښکېله ده چې روښانه پايله نه لري. اسرائيل هم، سره له لومړنيو ادعاوو، ونه توانېد چې ايران ته جدي زيان ورسوي؛ برعکس، تهران په دې موده کې داسې ګوزارونه کړي چې د اسرائيلو رژیم د خپل ۷۶ کلن تاريخ په اوږدو کې نه ليدلي وو. لنډه دا چې ايران اوس نه يوازې دفاع کوي، بلکې په ډېرو جبهاتو کې يې نوښت په لاس کې اخيستی او خپل دښمنان يې دفاع ته اړ کړي دي.

د جګړې پایلې او د جنګي الوتکې نسکورېدل؛ د امریکا نړېوالې سقوط او انزوا او د ایران مطلق ځواک راڅرګندیدل
لکه څنګه چې ليدل کېږي، د دې جګړې پایلې يوازې تر د جګړی ميدان پورې محدودې نه دي، بلکې ټوله نړۍ يې اغېزمنه کړې ده. پر نړيوال اقتصاد زيات فشار، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي (چې د نړۍ د تېلو مهمه لار ده) د ګډوډۍ له امله، د انرژۍ بيې لوړې شوې، نړيواله انفلاسیون زيات شوی او په ډېرو هېوادونو کې اقتصادي رکود رامنځته شوی دی. امريکا چې ځان يې د نړۍ د اقتصاد مشر ګڼل، اوس له ډېر لوړو پوځي لګښتونو سره مخ ده؛ داسې لګښتونه چې بودجه يې خوري او ملي پور يې بېسارې کچې ته رسوي.
د امريکا دننه هم د ماتې نښې ښکاره شوې دي. جنرالان او قوماندانان يو په بل پسې له دندو ليرې کېږي يا له سختو نيوکو سره مخ دي. پنتاګون په ستونزو کې راګير دی او د باتلاق په منځ کې لاس او پښې وهي او راپورونه ښيي چې په سپينه ماڼۍ کې ژور اختلافات شته. ټرمپ چې د چټک بريا په ژمنه راغلی و، اوس د الوتکو د نسکورېدو او د پيلوټانو د ورکېدو له واقعيت سره مخ دی.
له بلې خوا، د امريکا ډيپلوماټيکه انزوا هم زياته شوې ده. ډېر لوېديځ متحدين يې له په عملیات کې مستقيم ګډون څخه شاته شوي دي. اروپا چې د جګړې له لګښتونو وېره لري، غوره ګڼي چې فاصله وساتي. حتی ځينې عربي هېوادونه، د مرستې پر ځای، له تهران سره د خبرو فکر کوي. دا حالت د امريکا کمزوري ښيي، په داسې حال کې چې ايران د سيمې د قوي ځواک کېدو پر لور روان دی.
هغه ننګونه چې ايران رامنځته کړې، يوازې پوځي نه ده، بلکې يو پراخ تمدنی بدلون دی: د يو اړخيز واکمنۍ د پای او د څو قطبي نړۍ د پيل نښه ده. ايران په دې جګړه کې، سره له ټولو فشارونو، يو نوی ځواک ګرځېدلی چې خپل اقتصاد، امنيت او اراده يې ساتلې ده.
لنډه دا چې د امریکا د جنګي الوتکو نسکورېدل يوه مهمه پېښه چې نړۍ اړ باسي چې د قدرت په معادلو کې بیاکتنه وکړي. امریکا چې کله د کابلي خلکو په وینا د «پوف او پټاق» سره خبرې کولې، اوس په باتلاق کې لاس او پښه وهي، او ایران په ویاړ سره د راتلونکي لار نقشه ترسیم کوی، دا پېښې د تاريخ لپاره يو مهم درس دی: اصلي ځواک يوازې په ټکنالوژۍ کې نه، بلکې د يو ملت په اراده، خلاقيت او درېدو کې نغښتی وي.
ایران د دې بریا سره وښودله چې حتی د نړیوال ائتلاف پر وړاندې هم کولای شي د جګړی په ډګر کې بریالی وي. راتلونکی د هغو کسانو دی چې د طوفان پر وړاندې نه ټيټېږي، بلکې حالت د خپل په ګټه بدلوي.
عایشه ببرک خیل











