د طالبانو د وسله والو مخالفینو وضعیت
په څو میاشتو کې به د افغانستان اسلامي امارت (طالبان) درې کلن شي. په دې موده کې په افغانستان کې دننه او بهر د طالبانو د حکومت پر ضد ډېرې ډلې او جبهې جوړې شوې دي. د طالبانو پر حکومت باندی ډېر اعتراضونه او انتقادونه شوي دي. خو دوی پرته له کوم مشکل څخه د خپلې خوښې مطابق د افغانستان پر ټوله خاوره واکمني کړي او کوي.
د طالبانو مخالفین په ټولیيز ډول پر دوو ډلو ویشل شوي دي. نظامي او سیاسي. په هرصورت، تر اوسه پورې، هیڅ یو یې د طالبانو لپاره د پام وړ ګواښ نه دي کړي او کوم ګواښ نه شمېرل کیږی. د طالبانو سیاسي مخالفین، چې زیاتره په کې د «جمهوري نظام» مشران، چارواکي او مدیران شامل دي، نه یوازې په لنډ مهال، بلکې عقیده دا ده چې په اوږدمهال کې به هم بې پرې، غیرفعاله او غیر موثر وي. ځکه چې د تېرو کورنیو جګړو او بیا د هر یوه د پراخ فساد له مخې د افغانستان خلک به پس له دغو کړنو په هېڅ صورت په دوی باور او اعتماد ونه کړي.
له بلې خوا د طالبانو وسله وال مخالفين هم غير فعال او د شدید کمزورتیا په حالت کې دي او تر اوسه يې کوم د پام وړ لاسته راوړنه نه دی درلودلی او کوم فعاليت ئې نه دی کړی. خو د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهه او د ياسين ضياء په مشرۍ د ازادۍ جبهه، په ډېره وړه کچه، کله ناکله په ځينو ځايونو کې د طالبانو پر مرکزونو(پوستې) او ګزمو بريدونه کوي.
له بده مرغه د وسله والو طالبانو د دغو دوو جبهو فعاليتونو او بريدونو تر دې مهاله نه يوازې هېڅ لاسته راوړنه نه دي درلودلې، بلکې د دې لامل شوي چې کله ناکله ملکي وګړو ته ځاني او مالي زيانونه واوړی او په هغو سيمو کې چې دوی ګواښونه رامنځته کوي د ژوند فضا له کړکیچ او تشنج سره مخ شی. له همدې امله، دا اړینه ده چې په دې اړه تأمل وکړو او موجود عیني حقایق تشریح او تحلیل کړو.
د طالبانو پر ضد دوه وسلوالې جبهې
۱. د ملي مقاومت جبهه پر افغانستان باندی د طالبانو د تسلط وروسته د احمد مسعود په مشرۍ رامنځته شو. که څه هم طالبانو د دې جبهې له مشرانو سره څو ځلې خبرې او ناستې کړې، خو له بده مرغه کومه نتیجه یې ورنه کړه او د دې لامل شو چې طالبان پنجشیر ته د خپلو فوځي ځواکونو سره ولاړ شي او د دغې جبهې مرکز او ځایونه له منځه یوسي او مشران یې له هېواده بهر وتښتي.
د ملي مقاومت جبهې د مشران له افغانستانه بهر تښتېدلو سره، د دې جبهې جنګیالیو د پنجشیر په غرونو کې د طالبانو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړ او له بده مرغه د ګڼ تلفاتو سره مخامخ شول او د ملي مقاومت د جبهې ګڼ شمېر جنګیالي ووژل شول. له هغه وروسته د دغې جبهې مشرتابه او رهبری خپله تګلاره بدله کړه او د چريکي جګړې او متفرقه بريدونو اعلان يې وکړ. خو د چریکي بریدونو او بېلابېلو بریدونو له لارې هم بریالی نه شول او کوم لاسته راوړنه ئې هم نه دي درلودلي.
۲. د آزادۍ جبهه چې کابو پر افغانستان باندی د طالبانو د تسلط څخه شپږ میاشتې وروسته رامنځته شوه، که څه هم ګرځنده ده او مشخص ځای او مرکز نه لري، خو ښايي د پروان په ولایتونو او د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې فعاله وي. یاسین ضیا چې د جمهوري ریاست پر مهال د تخار ولایت والي، د پوځ لوی درستیز او د دفاع وزارت مرستیال و، د ازادۍ جبهې مشري کوي.
د آزادۍ جبهه له هر اړخه د ملي مقاومت د جبهې په پرتله ناتوانه او کمزورې ده. دا جبهه هم په دې موده کې پرته له دې چې په بیلابیلو سیمو کې د طالبانو له خوا ئې ګڼ شمیر کسان ورک او له منځه یوړل شی، بل هیڅ لاسته راوړنه نه دی درلودلي. د طالبانو د وسله والو مخالفینو دواړو جبهو د پام وړ پایلې نه دي ترلاسه کړي
د طالبانو د وسله والو مخالفینو کمزورتیا او عملي حل لاره
د ملي مقاومت جبهه او د آزادۍ جبهه د هغو بېلابېلو وسله والو ډلو په منځ کې چې د طالبانو پر ضد رامنځته شوې دي، څه ناڅه ډېر یادیږی. خو لکه څنګه چې د طالبانو دغه وسله وال مخالف دوې جبهې وضعیت وڅېړل شو، دوی هم له طالبانو سره د مقابلې توان نه دي درلودلي او نه لري. لکه څنګه چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ شاوخوا درې کاله کېږي، نه یوازې د طالبانو وسله والو مخالفو ډلو، بلکې له دې وړاندې ذکر شوي جبهې چې پراخې ادعاوې لري، څه نه دي کړي او د مقابلې توان ئې نه دي درلودلي.
د طالبانو د مخالفي جبهې کمزورتیا او بې کفایتۍ ته په پام سره او په اوسنیو حالاتو کې د طالبانو لپاره د معقول بدیل د نشتوالي له امله جګړه په هیڅ صورت عملي حل لاره نه ده. ځکه چې د طالبانو مخالفي سیاسي ډلي په دوو پړاوونو کې افغان ولس ته خپل ازموینه ورکړي دي.
یوه یې په اتیایمه میلادی لسیزه کې د شوروي اتحاد له وتلو سره سم د طالبانو همدغو سیاسي مخالفو ډلو چې وروسته یې افغانستان په مختلفو نومونو لکه د قومي – ډلييز مشران تر واک لاندی ونیول، په هېواد کې یې اوږده څو کلن او خونړۍ جګړه پیل کړه او زرګونه بې کوره او بې ګناه خلک یې ووژل او کابل یې په بشپړه توګه ویجاړ کړ.
له بلې خوا د طالبانو مخالف وسله وال جبهې هم لازم شرایط او کافي ټول شموله حالت نه لري او په هیڅ حالت کې د افغانستان د اداره کولو وړتیا په هغو کې نه لیدل کیږی. نو غوره ده چې د جګړې او تاوتریخوالی پر ځای دواړه خواوي د مذاکراتو میز ته کښیني او خپلې غوښتنې او ستونزې له طالبانو سره د خبرو له لارې حل کړي.
عایشه ببرک خیل