جستجو
Close this search box.
ورځنی تحلیل

ولې د فلسطیني ولس او فلسطیني مقاومت څخه د طالبانو ملاتړ مهم دی؟

Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

د فلسطین د خلکو څخه د طالبانانو ملاتړ

د فلسطین مسئله د اسلامي نړۍ او هم د غربي نړۍ لپاره حیاتي اهمیت لري. د فلسطین د ځمکو له اشغال او د انګرېزانو تر ادارې او ملاتړ لاندې د اسرائیلو د جعلي حکومت له جوړېدو وروسته په بهرنۍ نړۍ کې د دې مسئلې په اړه دوه مخالف دریځونه رامنځته شول چې په پیل کې، د صهیونیسټ پلوه ډلې مشري د انګلستان د حکومت په غاړه وو، خو له شپیتمې لسیزې وروسته امریکا د غاصب او جعلي اسرائیلي رژیم په ملاتړ دغه مشري په غاړه واخیسته.

په مقابل طرف کي په لومړي سر کې اسلامي هېوادونو په تېره بيا عربي هېوادونه د اسرائيلو د دولت له جوړېدو سره مخالفت وکړ، چې حاصل يې د عربو او اسرائيل جګړې او د اسلامي هېوادونو له خوا د اسرائيل نه پېژندل وو. خو د وخت په تېرېدو سره ډېرو عربي او اسلامي هېوادونو خپل تګلاري ته بدلون ورکړ او د اسرائيلو سره يې د خپلو اړيکو په عادي کولو بوخت شول.

په همدې حال کې یوازینی هېواد چې تل یې د بې دفاع فلسطینیانو له حقوق څخه ئې دفاع کړې، د ایران اسلامي جمهوریت دی او په دې وروستیو کې طالبانو د فلسطین د مسئلې په اړه څرګند او روڼ دریځ غوره کړې چي د فلسطین د خلګو څخه د طالبانو دغه ملاتړ کېدای شي مهم وی.

  • ولې باید د فلسطین د خلکو ملاتړ وکړو؟

د فلسطيني ولس ملاتړ او د اسرائيلي غاصب رژيم په وړاندې د هغوي مبارزې د ملاتړ علت ته له دوه نظره کیدای شی وکتل شي او داسې ښکاري چې دواړه اړخونه مهم دي:

الف: د فلسطین ملاتړ د اساسي بشري حقوق ملاتړ دی
له لومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د ملګرو ملتونو د منشور له ظهور او د ملګرو ملتونو له تاسیس سره د نړیوالو، دایمي او نه وېشل کېدونکو بشري حقونو د ساتنې موضوع د نړۍ په حقوقي او سیاسي ادبیاتو کې ځانګړی ځای موندلی دی.

د بشری حقونو د دې نظریې پر بنسټ، نړیوالې جنایی محکمې جوړې شوې او له بشری حقونو سرغړونکو سره د جدی چلند لپاره هڅې شوې دی. له بده مرغه غربي دولتونو سره اه دې چې د بشر د حقوق اصلي مدعيان دی، د فلسطین د مسئلې (د فلسطین د ځمکو د اشغال او د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو) په باره کښې د بشري حقوقو ټول ارزښتونه هیر کړي دي.

دفلسطین دخلکو مظلومیت تر دې حده دی چې دټولو هغو بنسټونو څرخ چې ظاهراً دبشری حقوقو څخه دفاع کوی دفلسطین په مسئله کښې چې دملګروملتونو یو له مهمو ارکانو څخه دی، حرکت نکوی او یا یې په مخالف لور حرکت کړی دی .

له پنځه اویا څخه زیات کلونو راهیسې بې ځایه کیدل، بې کوره کیدل، شکنجه، بندیخانې، وحشیانه وژنې، د برخلیک د تعیینولو له حق څخه محرومیت، فقر او لوږه، د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته نه لاس رسی او بهرنی اشغال د فلسطینیانو د ژوند نیږدې ملګري دي.

په دې موده کښې نړيوالې ټولنې په تېره بيا غربیان نه يوازې دا چې دفلسطين دخلکو څخه ملاتړ نه دي کري بلکې دصهيونيسټ رژيم په ښکاره او پټو ملاتړ سره يې ددغه ملت دردونه ورځ په ورځ زيات کړل . لکه څنګه چې موږ په نوار غزې کې د اسراییلو لخوا د وروستیو جګړو او وحشیانه جنایتونو په تړاو شاهدان یو.

ب: د فلسطین ملاتړ د منځني ختیځ په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ د امنیت ملاتړ دی

د استعمار او استعمارګري له پای ته رسیدو او د منځني ختیځ د بډایه زیرمو څخه د غرب د لاسونو د لنډېدلو وروسته، طبیعي وه چې غرب په سیمه کې د خپل شتون د ثبات لپاره د بدیل لارو په لټه کې و، ترڅو وکولاي شی د دې خاوری د بډایه زیرمو استفاده کولو ته دوام ورکړي، او سربیره پردې، مینځنی ختیځ د مصرف کونکي بازار او د دوی د صنعتي محصولاتو لپاره لابراتوار وی. د امريکا په مشرۍ، غرب له اسراييلو سره د تعامل لاره په دقيقه توګه د همدې موخې لپاره ترسره کوي.

نن ورځ په دې سیمه کې له اسرائیلو پرته بل هیڅ هیواد د امریکا او نورو غربي هیوادونو ستراتیژیک ملګری نه شي کیدای چې پرې اعتماد وشي او له دې لارې خپل اقتصادي، سیاسي او امنیتي ارمانونه لاسته راوړی.

له همدې امله اسراییل د غرب لپاره مهم دی؛ ځکه په دې توګه له یوې خوا د سیمې امنیت په خراپولو سره، په جګړه کې ښکېلو هېوادونو ته د خپل مستقیم حضور لپاره زمینه برابر کړی او له بلې خوا په سیمه کې د ګډوډۍ په ساتلو سره کولای شي، خپل پوځي محصولات په پلورولو باندي بوخت شی، چې پایله یې دوي ته د سیمې کمزوری هیوادونو دایمي اړتیا، د غرب تسلط او د غربي هیوادونو لپاره د سترو اقتصادي ګټو ترلاسه کول وي.

نو ځکه ویلای شو چې د فلسطین ملاتړ په حقیقت کې د غربیانو له دغه ناوړه هدف سره جدي مبارزه ده او په پایله کې یې د بهرنیانو له تسلط څخه د وتلو او د منځني ختیځ په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ د امنیت تامینول دي.

د فلسطین د خلکو څخه د طالبانانو ملاتړ
د فلسطین د خلکو څخه د طالبانانو ملاتړ، د فلسطین ملاتړ د منځني ختیځ او نړۍ د امنیت ملاتړ دی
  • د فلسطین په اړه د اسلامي هیوادونو دریځ

د اسرائیلو د جعلي حکومت له جوړیدو وروسته اسلامي هیوادونه او عربي هیوادونه له دغې پیښې څخه ناخوښ شول. تر اوسه د عربي ټولنې د غړو په ګډون شاوخوا ۳۰ اسلامي هېوادونو اسراییل په رسمیت نه دي پېژندلي. خو د دغو هېوادونو له ډلې څخه یوشمېر هېوادونه په دې لټه کي دي، چې له اسرائیلو سره خپلې اړیکې ټینګې کړي، چې د هغې د جملې څخه کولای شو ځیني هیوادونه لکه سعودي عربستان، قطر او ځینو نورو عربي هېوادونو ته اشاره وکړو .

په همدې حال کې یوازینی هیواد چې د فلسطین له خلکو څخه یې د ملاتړ لپاره ثابته پالیسي درلوده ایران دی چې له سیاسي او اقتصادي پایلو سره سره چي ده ته متوجه دي د فلسطین د خلکو له انساني او بشري حقونو د ملاتړ څخه لاس نه دی اخیستی.

په دې وروستیو کې د طالبانو سرپرست حکومت هم ورته تګلاره خپله کړې ده او د فلسطین د خلکو له حقونو څخه د ملاتړ او د دغو خلکو د بر حق مبارزې په برخه کې یې خپل دریځ په واضح او ړون ډول څرګند کړی دی، چې د نمونې په ډول د طالبانو د حکومت څلور رسمي اعلامیې او د دغې ډلې انفرادي دریځونو ته اشاره کولای شو.

  • د فلسطین د خلکو څخه د طالبانو د ملاتړ اهمیت

د فلسطین د خلکو څخه د طالبانو ملاتړ مهم دی؛ ځکه له فلسطین څخه د طالبانو ملاتړ د افغانستان او سیمې د خلکو لپاره لږ تر لږه دوه اندېښنو ته ځواب ورکوي. لومړۍ اندیښنه د دې ډلې د سیاسي ماهیت په اړه د بهر مخالفینو د روایت له امله ده. د طالبانو یوشمیر مخالفین چې اوس په بهر کښې ژوند کوی داسې ادعا کوی چې طالبان د صهیونیسټ رژیم د ملاتړ او یا لږ تر لږه د دغه رژیم د جنایتونو په وړاندې د اقدام د نه کولو په شمول له امریکایانو سره د ځینو خاصو ژمنو په نتیجه کښې قدرت ته رسیدلی دی .

نو ځکه یې ویل چې طالبان یا په عملي ډول د اسرائیل ملاتړي دي او یا لږ تر لږه د یوې داسې ډلې په توګه چې د مجاهدتوب ادعا کوي د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په وړاندې ، چوپه خوله پاتیږی، چې له شک پرته د طالبانو چوپتیا کولای شوای د فلسطین د خلګو د مقاومت په وړاندې یوه ضربه وی.

دویمه اندیښنه د ګاونډیانو د دا باور چې پر امریکا باندې د طالبانو بشپړ اړتیا او په افغانستان کې له دغه هیواد سره ورته سیاست د غوره کول څخه منځ ته راغلي وو چې بې له شکه د طالبانو د مخالفینو له نظر تر اغیزې لاندې منځ ته راغلې وه، له همدې امله د دغو کرښو لیکوال په دې باور دی چې د فلسطین له خلکو څخه د طالبانو ملاتړ او د غاصب صهیونیسټي رژیم د تیری او اشغال په وړاندې د هغوی مقاومت نه یوازې د فلسطین بلکې د ټولې اسلامي نړۍ لپاره مهم دی.

 

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=5126

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې