جستجو
Close this search box.
ورځنی تحلیل

ایران، صهیونیسټي رژیم ته ځپونکی ځواب ورکړ؛ زموږ مسئولیت څه دی؟

Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

غاصب صهیونیسټي رژیم د امریکا او غربي دولتونو په مرسته او ملاتړ له څه دپاسه ۷۵ کلونو راهیسي په وحشيانه او غیر انساني جنایتونو سره نه یوازې د مسلمانانو زړونه له وینو ډک کړي، بلکې د بشریت ضمیر یې هم ځورولي او د انسانیت عزت او کرامت یې له مینځه وړي دي. د عربی هیوادونو د ملاحظاتو او احتیاط او د ځینو اسلامی هیوادونو د خیانت په وجه د دغه قاتل رژیم جنایتونه تر بل هر وخت زیات شوی او اوو میاشتي کیږي چې د مظلومو مسلمانو فلسطینیانو په نسل وژني بوخت دی.

په همدې حال کې ایران یوازینی هیواد دی چې د اسلام او د فلسطین د مظلوم ملت د دفاع لپاره په زغرده توګه ولاړ دی او د فلسطین د ملت د نسل وژنې د مخنیوي لپاره یې هر ډول هڅه کړې ده. په همدې دلیل د ایران دولت د امریکا او غرب او صهیونیسټ رژیم په سترګو کې په اغزې بدل شوی او هغو هیوادونه هم د بندیزونو او هر ډول ظلم او ستم څخه نیولې بیا د دغه هیواد حریم ته تر تیری پوری یې هر ډول اقدام کړی دی.

په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ باندې د ماشومانو د قاتل رژیم تیری چې په حقیقت کې د ایران پر خاوره باندې تیری و او د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل ګڼل کیږي، ایران ته د مشروع دفاع حق رامینځته کړ او ایران هم د حمل پر شپږویشتمه ورځ د شپې پر یوه بجه د لسګونو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په واسطه د ماشومانو قاتل صهیونیسټ رژیم ته ځپونکی ځواب ورکړ.

سره له دې چې د غرب او امریکا په ملاتړ رسنۍ او مطبوعات هڅه کوي چې د ماشومانو قاتل رژیم ته د ایران مناسب «ځپونکی ځواب» په پروپاګند او درواغو پټ کړي، تر څو ویرېدلي صهیونیسټانو ته روحیه ورکړی او له اشغال شوي سیمو څخه د هغوی د مهاجرت مخه ونیسي، خو مګر تر کومه ځایه چې وړاندوینه کیدای شي، صهیونیسټ رژیم د خپل اقدامات او کړني سره مناسب مجازات او تنبیه شوی دی.

لکه څنګه چې د متحده ایالاتو د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن له CNN سره په مرکه کې اعتراف وکړ او ویې ویل: “هغه څه چې نن شپه پیښ شوي د 200 بالیسټیک او کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په ابعادو کې د متحده ایالاتو او اسراییلو د دافعه ځواک لپاره یوه ناوړه ناکامي وه”.

  • د دې ځپونکی ځواب په لړ کې زموږ مسؤلیت څه دی؟

د ډاکټر علي شریعتي په وینا: “دوی حسیني کار کړی او موږ باید زینبي کار وکړو”. ایران په حقیقت کښې د ماشومانو قاتل صهیونیسټی رژیم ته په ځپونکی ځواب کښې د فلسطینیانو او د غزې د یتیمو او وږو ماشومانو د دفاع او ملاتړ په لړ کښې هماغه «حسینی کار» ترسره کړ او اوس د اسلامی حکومتونو په تېره بیا د افغانستان د دولت او خلکو نوبت دی چې د ایران او د فلسطین له مظلوم ملت سره خپل سیاسي-ملي پیوستون او ملاتړ اعلان کري.

افغانان او فلسطینیان پر دې سربیره چې په دین او ایمان کې سره وروڼه دي، یو شان غمجن برخلیک هم لري. دواړه ملتونه د اشغال، بې ځایه کیدو او بې وطنی کلونه یې تجربه کړي. له همدې امله افغانان د فلسطین د خلکو دردونه تر نورو ټولو ملتونو ډیر درک کوي. له همدې امله افغانانو او په افغانستان کې واکمن حکومت ته لازمه ده چې د قاتل رژیم په وړاندی د ایران د ځواب د ملاتړ او همدارنګه د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره له ټولو ټولنیزو او سیاسي امکاناتو او ظرفیتونو څخه استفاد وکړي او د غاصب رژیم د مجازات او تنبیه لپاره د سیاسي فشار څخه کار واخلي.

له همدې امله د غاصب صهیونیسټي رژیم مجازات، تنبیه او تحریم د ټولې نړۍ د مسلمانانو او په ځانګړې توګه د افغانستان د هر مسلمان بنسټیز مسوولیت دی. نو له همدې امله انسانيت او اسلاميت او حتی افغاني مېړانه او غیرت دا حکم کوي چې طالبان د افغانستان د واکمنانو په توګه او افغانان د فلسطينيانو د ايماني او ديني وروڼو په توګه په اوسني حساس حالت کې وپاڅي او خپل انساني او اسلامي مسووليت ادا کړي.

صهیونیسټي رژیم
افغانان باید صهیونزم ته د ایران له ځپونکی ځواب څخه ملاتړ وکړي

 

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=5526

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې