جستجو
Close this search box.
ورځنی تحلیل

د افغانستان د اقتصاد حقیقت

Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

د افغانستان اقتصادي وضعیت په حقیقت کې یو راز دی، له یوې خوا موږ د اقتصادي ثبات او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانستان د پیسو د ملي پولي واحد د لوړوالي او په هېواد کې د انفلاسیون د کموالی شاهدان یو چې د اقتصادي ودې نښه ده او له بلې خوا په هیواد کې د بیکارۍ، لوږې او بې وزلۍ له څپې او د پراخو مهاجرتونو سره مخ یو، چې د یوه ناوړه اقتصادي وضعیت ښکارندویي کوي، نو د افغانستان د اقتصادي وضعیت واقعیت یوه جدي پوښتنه ده، چې په دې لیکنه کې به هڅه وکړو د هغه اړخونه وڅیړو.

  • د اقتصادي ودې شاخصونه

په اقتصاد کې، اقتصادي شاخص(معیار) هغه وسیله ده چې په لویه پیمانه د اقتصادي معلوماتو په یو ګروپ کې د بدلونونو په کارولو سره د اقتصاد روغتیا او د هغې وده اندازه کوي. د شاخصونو د ډولونو په منځ کې چې په اقتصاد کې ځانګړی ځای لري، موږ کولی شو د مصرف کونکي نرخ شاخص (CPI)، د ناخالص کورني تولید شاخص (GDP)، د ناخالص ملي تولید شاخص (GNP)، د کار موندنې د نرخ شاخص، او داسې نور ذکر کړو. د ذکر شویو شاخصونو په پام کې نیولو سره، په هره اندازه چې په یو هیواد کې د مصرف کونکو لپاره نرخونه راټیټیږي او ناخالص کورني او ملي تولید او د کارموندنې کچه لوړیږي، موږ کولی شو په هغه هیواد کې د اقتصادي ودې شاهدان واوسو.

  • د اقتصادي رکود شاخصونه

اقتصاد پوهانو د اقتصادي رکود(ټیټوالی) او د اقتصاد د کډوال کیدلو د تشریح کولو لپاره شاخصونه هم معرفي کړي دي، چې کولای شو د هغه له جملې څخه د حقیقي عاید کمښت، د پلور کمښت (د عمده او پرچون پلور)، د کار د کچې کمښت او د بیکارۍ زیاتوالی، د تولید د فعالیتونو کمښت، د کورني ناخالص تولید کمښت او… یاد کړو. د تشریح وړ دی چې د پلور کمښت چې د مصرف کونکي د غوښتنې د کمیدو پایله ده، د نرخونو د کمیدو لامل هم کیږي، که څه هم لومړني اساسي توکي لکه خوراکي توکي او انرژي له دې قاعدې څخه مستثنی دي، نو له همدې امله د غیر ضروري توکو د نرخونو کمښت باید د اقتصاد د ودې او غوړیدو نښه ونه ګڼل شي.
د يادو شويو مواردو برسېره، اقتصادي رکود ښايي پر ناغوښتل شوي کورني بېځايه کېدو او نړيوالو مهاجرتونو باندې هم د پام وړ اغېز ولري او دغه لامل دی چې معمولاً بې وزله هېوادونه چې کوچني اقتصادونه لري، تل د مهاجرت د پیښې سره مخامخ دي. دا هم له هیچا پټه نه ده چې ګډوډ اقتصادي وضعیت پر امنیت باندی منفي اغیز لري، تور اقتصاد پیاوړی کوي، اداري فساد او لسګونه نور ناورینونه رامنځ ته کوي چې کولای شي د یوې جغرافیې پر خلکو تحمیل شي.

  • د افغانستان اقتصادي وضعیت څه ډول دی؟

د افغانستان د اقتصادي وضعیت په مطالعه کولو سره د اقتصادي ودې او هم د اقتصادي رکود او کمیدو دواړه شاخصونه څرګندیږي. د کار د نړیوال سازمان د احصایو له مخې چې د کارګر د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی، افغانستان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ د ۱۵مې له سیاسي بدلونونو وروسته د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله د اقتصادي کمزورتیا او د بې کارۍ له لوړې کچې سره مخ شوی او اوس په دغه هېواد کې تر ۲۰ میلیونو ډېر وګړي د لوږې له بحران سره مخ دي.

د دغه راپور له مخې، پوځي-سياسي بدلون، د طالبانو له خوا د ښځو پر کار محدوديتونه، طبيعي پېښې او د اقليمي وضعیت خرابوالى هم د بې وزلۍ پر زياتوالي او د بېکارۍ د کچې په بې ساري زياتوالي کې مستقيم اغېز درلودلي. د يادو شويو ستونزو ترڅنګ د نړيوال بانک په ګډون نړيوال رسمي راپورونه ښيي چې افغانستان د انفلاسيون د راټيټولو، د بهرنيو ارزښتونو په وړاندې د ملي پولي واحد د ارزښت د لوړوالي او د بيو د ثبات په برخه کې د پام وړ پرمختګونه درلودلی او دغه راز د نړيوال بانک په راپور کې د کورنیو تولیداتو زیاتوالی، د کاري فرصتونو رامنځته کول، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د معاشونو او امتیازاتو پر وخت ورکول، د صادراتو او ملي عوایدو زیاتوالی او همدارنګه د سوداګریزو برخو لپاره د زمینه د برابرولو یادونه شوې ده.

ياد شوي راپورونه ښيي چې د هېواد اقتصادي وضعيت نه په بشپړه توګه خراب دی او نه هم کولای شی د قناعت وړ وى او يا لږ تر لږه دومره ويلاى شو چې اقتصادي ستونزې ډېرې دي؛ خو په ورته وخت کې د وضعیت د ښه والي لپاره هڅې شوې او لا هم روانې دي، چې کولای شی نورې هیلې رامنځته کړی.

افغانستان اقتصادي وضعیت
افغانستان اقتصادي وضعیت نه خراب دی او نه هم د قناعت وړ دی، لا زیاتو هڅو ته اړتیا ده
  • د اقتصادي وضعیت د ښه والی په برخه کې د طالبانو اقدامات

د افغانستان د اقتصاد د ښه والی لپاره د طالبانو اقدامات او کړني ښايي د شمېر له پلوه د پام وړ نه وي؛ خو د کيفيت له نظره بنسټيز او حياتي دي، چې ځينې يې په لاندې ډول مطرح کېږي:

۱. په سمه توګه د ملي عوایدو راټولول؛
۲. د کانونو د استخراج او د هیواد په طبیعي زیرمو کې د پانګونې هڅې؛
۳. کورني صنعت او ملي تولیداتو ته کافي پاملرنه؛
۴. له ګاونډیو هېوادونو سره پر مثبتو اقتصادي اړیکو تمرکز؛
۵. ملي پروژو او بنسټیز زیربناوو ته پاملرنه؛
۶. د مخدره توکو د کښت کنټرول او د مخدره توکو د اقتصاد مخنیوی.

د پورته ذکر شوو اقداماتو څخه هر یو د افغانستان د اقتصادي وضعیت په ښه کولو کې خورا مثبت او دوامداره رول لري او د هیواد د اقتصاد په اړه د دې ډول لیدونو پیاوړتیا کولی شي افغانستان د پرمختګ په لاره کې واچوي؛ له همدې امله د دې کرښو لیکوال په دې باور دی چې که څه هم افغانستان لا هم د کمزوری اقتصاد سره مخ دی؛ خو د طالبانو اقتصادي پالیسي تر ډېره حده بریالۍ هم ده او که له کوږوالی څخه وساتل شي، کولای شو د هغې په مثبتو پایلو باور لرو.

جاوید یوسفي

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=5927

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې