جستجو
Close this search box.
ورځنی تحلیل

د واخان د لارې؛ د ختیځ او لویدیځ آسیا د نښلولو نقطه

Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

د واخان د لارې

د افغانستان اقتصادي ظرفیت د بدخشان د لعل او لاجوردو، د پنجشیر د زمرد، د عینک د مسو کان، د حاجي ګک اوسپنې، د هلمند یورانیم، د دره صوف، بلخاب، تاله او برفک توره طلا(نفت) او داسې نورو پورې محدود نه دی، بلکې د افغانستان جغرافيايي موقعیت په خپله یو لوی اقتصادی ظرفیت دی. زموږ هېواد د ګاونډیو هېوادونو د اقتصادي موخو لپاره، د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا تر منځ د حائل ځمکې په توګه د ترانزیتي ګټو څخه برخمن دی. د واخان لاره د افغانستان یو له سترو ترانزیتي ظرفیتونو څخه دی چې د اسیا ختیځ او لویدیځ سره نښلوي او د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو لپاره ډیرې اقتصادي ګټې لري.

  • د واخان د لارې پیژندنه

د واخان لاره ۳۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې موقعیت لری. دا لاره، چې یوه تنګه پټه جوړوي، له چین، تاجکستان او پاکستان سره ګډه پوله لري. د واخان دره، چې د نړۍ د دریو لویو غرونو (هندوکوش، قراقرم او پامیر) د یوځای کیدلو ځای دی، د عیسی(ع) دمیلاد څخه مخکې هم یوه له مهمو سوداګریزو لارو څخه وه. د ابریشم د لارې د یوې برخې په توګه د واخان دهلېز د بیا راژوندي کولو په اړه له کلونو راهیسې بحثونه کېږي او د واخان سیمه د افغانستان، چین او پاکستان لپاره ځانګړی اهمیت لري.

  • د واخان د لارې اهمیت

د واخان دهلیز چې له شمال څخه تاجکستان، له جنوب څخه پاکستان او له ختیځ څخه له چین سره وصل دی، منځنۍ اسیا سره د پاکستان د نښلولو په لټه د پاکستان له خوا د طمع مورد ګرځیدلې او د چین د یو کمربند او یوې لارې په نوښت کې هم ځانګړی ځای لري.

دا سیمه چې په ځینو ځایونو کې کابو ۱۸ کیلومتره، پاکستان او تاجکستان سره جلا کوي، پاکستان ته دا فرصت ورکوي چې د ۱۸ کیلومتره لویه لاره په جوړولو سره د سی. پک لویه لاره د شمالي بی.آر.سی لویه لاری سره ونښلوي، چې د دې کار په ترسره کولو سره به پاکستان وکولای شي د چینایي توکو د لاسرسي سربیره په اسانۍ سره خپل مالونه منځنۍ اسیا او ختیځې اروپا ته د دې دوو لارو په استفاده سره صادر کړي. له همدې امله دا نوښت په سیمه کې مهم دی او تمه ده چې سرپرست حکومت د دې لارې د اهمیت د درک کولو سره د واخان لارې د ترانزیتي لویې لارې د جوړولو لپاره لازمې هڅې وکړي.

  • د افغانستان لپاره د واخان د لارې ګټې

د واخان لاره د افغانستان لپاره د پام وړ ګټې لري. ښکاره ده چې دا ګټې یوازې په اقتصادي مسایلو پورې نه دي محدودې؛ د سیاست او امنیت له پلوه هم زموږ د هیواد لپاره ګټې او ثمرې لري. د واخان ترانزیتي لویې لارې جوړول د افغانستان د نړۍ له دویم اقتصاد سره د مستقیمو نښلولو ترڅنګ؛ د دغه لاری ترانزیتي موقعیت ته په کتو سره له اقتصادي اړخه د هېواد لپاره لویه لاسته راوړنه ده او هم له سیاسي اړخه د افغانستان رتبه د ختيځ او لويديځ د نښلولو پل ته ارتقا ورکوي.

دا هم له هیچا پټه نه ده چې د اسیا او ختیځې اروپا د هیوادونو د ترانزیتي مرکز په توګه د افغانستان واقع کېدل به د امنیتي وضعیت په ښه کیدو کې مرسته وکړي چې دا مسئله به هم زموږ د هیواد لپاره لویه لاسته راوړنه وي.

په همدې حال کې له چين سره مستقيمې اتصال زموږ لپاره ځانګړی اقتصادي اهميت لري. ځکه چین له یوې خوا د یوه صنعتي هیواد په توګه د خپل صنعت د جریان لپاره د منرالونو لویو کاڼونو ته اړتیا لري او له بلې خوا خپل د ۱.۴ میلیارده وګړو د خوراکي توکو د برابرولو لپاره کرنیز محصولاتو ته اړتیا لري. که افغانستان د واخان دهلیز د لاري له چین سره وصل شي؛ هیڅ توجیه نه شته چې چین دې د دغو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له افغانستان پرته بل بدیل غوره کړي.

د واخان د لارې
د واخان د لارې
  • د واخان په لور د سرپرست حکومت مسؤلیت

د واخان د لارې تاریخي، فرهنګي، سیاسي، امنیتي او اقتصادي ځانګړنې د دې غوښتنه کوي چې د افغانستان د سرپرست حکومت مسوولین، واخان ته ستراتیژیک کتنه ولري او په دې برخه کې له هر ډول غفلت او ناسمې پرېکړې څخه ډډه وکړي. د واخان لارې ته کافي نه پاملرنه نه یوازې دا چې له هېواد څخه ځانګړی اقتصادي فرصت له منځه وړی، بلکې د هېواد سیاسي حیثیت او فرهنګي او تاریخي وقار ته نه جبرانېدونکي زیان واردوي.

جاوید یوسفی

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=5247

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې