Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

له پاکستانه رارسېدلي خبرونه ښيي چې داسې یوه پرېکړه شوې ده چې نه یوازې د سلګونو افغان محصلینو راتلونکی، بلکې د افغانستان د طبابت او روغتیايي نظام راتلونکی هم له ګواښ سره مخ کوي. د «پاکستان د طبي زده کړو او ستوماتولوژۍ شورا» (PMDC) له لوري د افغان طبي محصلینو د ایستلو امر یوازې یوه اداري پرېکړه نه ده؛ بلکې د یوې څرګندې ستراتیژیکې تګلارې ښکاره بېلګه ده، چې په هغې کې «پوهه» او د انسانانو «درملنه» د سیاسي فشار په یوه وسیله بدل شوی دي.

د دې پېښې څېړنه ځکه اړینه ده چې دا د« ورورګلویز ګاونډیتوب» تصور له منځه وړي او موږ له داسي یوه واقعیت سره مخ کوي چې له ډیرې مودی راهیسی د ډیپلوماټیکو شعار تر شا پټ پاتې شوی و. دا پېښه موږ ته بلنه راکوي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو تاریخ له سره ولولو او په دې پوه شو چې څنګه له بشري مسایلو څخه د غیرانساني موخو لپاره کار اخیستل کېدای شي.

هغه پوښتنه چې دا مقاله یې د ځواب موندلو هڅه کوي، دا ده چې ایا د طبي محصلینو ایستل یوازې د سرحدي کړکیچونو پر وړاندې یو احساساتي غبرګون دی، که د هغې تګلارې د اصلي څېرې څرګندول دي چې تل یې افغانستان نه د یوه «ګاونډي» هېواد په توګه، بلکې د یوه «امنیتي ساحې» او «د معاملې د وسیلې» په توګه لیدلی دی؟

  • پاکستان د افغانستان په وړاندې؛ تړل شوې سرحدونه او پر درسي ټولګیو برید

پاکستان په تېرو څو لسیزو کې د کابل پر وړاندې د فشار ګڼې وسیلې کارولې دي؛ له سرحدي دروازو تړلو او د سوداګرۍ درولو څخه، چې د افغانستان د اقتصاد مهمه رګ دی، نیولې بیا د کډوالو تر پراخو ایستلو پورې، چې د دواړو ملتونو ټولنیزې اړیکې یې زیانمنې کړې دي. ان د پخوانیو افغان سرتېرو د فشار د وسیلې په توګه کارول هم د دې پېچلې امنیتي معما یوه برخه وه. خو اوس اسلام‌اباد د «طبي محصلینو» له موضوع سره د فشار یوه نوې او خطرناکه مرحله ته داخل شوی دي؛ داسې مرحله چې په کې «هیله» او «راتلونکی» یرغمل نیول کېږي.

د پاکستان حکومت له خوا د افغان محصلینو د زده کړو د دوام د مخنیوي او د هغوی د ایستلو اقدام، په ځانګړي ډول د طب په څېر په یوه حساسې او ستراتیژیکه څانګه کې، د «ترکیبي جګړې» یوه سنجول شوې هڅه ده. د دې پرېکړې وروستی هدف یوازې د طالبانو د حکومت مجازاتول نه دي، بلکې د «پاکستان د خلکو د افکارو تحریکول» او د دواړو ټولنو ترمنځ د رواني واټن رامنځته کول هم دي.

اسلام‌اباد هڅه کوي چې د دې اقدام په ښودلو سره خپل کورني مخاطب او نړیوالې ټولنې ته دا پیغام ورکړي چې «موږ توان لرو د خپل سیال د راتلونکو متخصصینو راتلونکی هدف وګرځوو»، او په ورته وخت کې د بېلابېلو ټولنیزو قشرونو ترمنځ د نارضایتۍ په رامنځته کولو سره، پر کابل فشار زیات کړي ترڅو په امنیتي مسایلو کې امتیاز ترې وخلي.

دا چلند د پاکستان په بهرني سیاست کې د یوې ستراتیژیکې ناسمې پوهې او لنډمهاله فکر څرګندونه کوي. کله چې تاسو د یوه ملت له «راتلونکو ډاکټرانو» سره دښمني کوئ، په حقیقت کې د هغې سیمې بشري بنسټ کمزورې کوئ چې ثبات یې ستاسو د خپل امنیت تضمین دی. پوهنتونونه د جګړې په ډګر او محصلین په سیاسي یرغمل بدلول ښيي چې د پاکستان په امنیتي لیدلوري کې «انسانیت» یو ارزښت نه، بلکې د قدرت په معادلو کې یوازې یو «متغیر» ګڼل کېږي.

دا اقدام د مدني نارضایتۍ له لارې د طالبانو پر وړاندې د یوې نوې پروژې د جوړولو هڅه ده؛ خو پاکستان له دې حقیقت څخه ناخبر دی چې پر هغو محصلینو د ستونزو او کړاوونو بارول، چې ډېری یې په زرګونو هیلو او ارمانونو سره د افغانستان د کړیدلي ولس د خدمت لپاره زده کړې کوي، د هغې «ادعا شوې دوستۍ» اصلي څېره د تل لپاره بدناموي او د افغانانو لپاره دا ناشونې ده چې داسې بی عدالتي هیره کړي.

  • د افغان طبي محصلینو د ایستلو پر وړاندې غبرګونونه او د ملالې یوسفزۍ منافقانه چوپتیا

په دې پېښه کې تر ټولو مهم او د پام وړ ټکی د یوه تاریخي او نه انکارېدونکي حقیقت څرګندېدل دي: «پاکستان د افغانستان د خلکو دوست نه و او نه به وي». هر کله چې د اسلام‌اباد امنیتي ګټې د افغانستان د خلکو له حیاتي ګټو سره په ټکر کې شوې دي، د ترازو تله د لومړیو په ګټه درنه شوې ده. د طبي محصلینو، په ځانګړي ډول د نجونو، ایستل په ښکاره ډول د پاکستان او د هغه د لوېدیځو ملاتړو په چلند کې ستر تناقض او پراخ ریاکاري څرګندوي.

پاکستان چې تل په لوړ غږ او د پیاوړو رسنیزو وسیلو په کارولو سره د افغان نجونو د زده کړو د محدودیتونو له امله د طالبانو حکومت غندلی او ځان یې په سیمه کې د ښځو د حقونو مدافع معرفي کړی دی، اوس یې د محصلینو په ایستلو سره په عملي ډول د دغو ښځو له راتلونکي سره هماغه کار کړی چې خپله یې پرې نیوکه کوله. دا اقدام د افغان ښځو د زده کړې او خدمت له حق څخه مستقیم محرومول دي، چې د «ملي امنیت» تر نوم لاندې توجیه کېږي.

په دې منځ کې د «ملالې یوسفزۍ» چوپتیا، چې د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړو نړیواله نښه بلل کېږي، له هرې چیغې هم دردوونکې او رسواکوونکې ده. ملاله چې له کلونو راهیسې له نړیوالو دریځونو څخه د طالبانو د غندلو لپاره کار اخلي او تل د پاکستاني او لوېدیځو سیاستوالو د سیاسي روایت په خدمت کې پاتې شوې، اوس د هغو محصلینو د ایستلو پر وړاندې چوپه ده چې د هغه د خپل هېواد، یعنې پاکستان، د حکومت د سیاستونو قرباني شوي دي.

د یوسفزۍ چوپتیا د هغې د «بشري حقونو د فعالیت» اصلي ماهیت څرګندوي؛ داسې فعالیت چې انتخابي، سیاسي او د پاکستان د حکومت د ګټو په خدمت کې دی. ملالې وښوده چې کله د پاکستان د حکومت ګټې مطرح وي، ان د «نجونو د زده کړې حق» هم د سیاسي مصلحتونو قرباني کېدای شي. هغه چې یو وخت د سوات د نجونو غږ وه، اوس د کابل او کندهار د ایستل شویو نجونو غږ نه اوري؛ ځکه دا ځل «ځورونکی» طالبان نه، بلکې د پاکستان حکومت دی.

نړیوالو او کورنیو غبرګونونو هم د دې اخلاقي ناورین ژورتیا څرګنده کړې ده. لکه څنګه چې د طالبانو د حکومت ویاند، «ذبیح‌الله مجاهد»، دا پرېکړه په سمه توګه «غیرانساني» بللې ده؛ ځکه چې د دې پرېکړې مستقیمه اغېزه به په راتلونکې کې د افغان ناروغانو پر ژوند وي. له بلې خوا، «د بښنې نړیوال سازمان» هم د نړیوالو قوانینو په استناد یادونه کړې چې پاکستان مکلف دی چې د تابعیت له مخې له هر ډول تبعیض پرته د زده کړې حق تضمین کړي.

سربېره پر دې، د پاکستان د خپلو سیاسي څېرو غبرګون هم د پام وړ دی; د پارلمان پخواني غړي «محسن داوړ» دغه اقدام «د شرم وړ» بللی او د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي «آصف دراني» بیا هغه «ټکان ورکوونکی» بللی دی. دا غبرګونونه ښيي چې ان د پاکستان په سیاسي جوړښت کې هم یو شمېر باخبره کسان پوهېږي چې دا سیاست نه یوازې له اخلاقي پلوه د منلو وړ نه دی، بلکې په اوږدمهال کې به د دواړو ملتونو اړیکو ته زیان ورسوي. خو د پاکستان د امنیتي ماشین څرخونه، دغو غږونو ته له پاملرنې پرته، د دوستۍ د پلونو د ویجاړولو پر لوري خپل حرکت ته دوام ورکوي.

  • د نوي ډیلي اخلاقي دنده او د افغان محصلینو په کوربه‌توب کې د هند تاریخي فرصت

که پاکستان د افغانستان د راتلونکي جوړوونکو پر مخ د خپلو پوهنتونونو دروازې تړي، هند د یوه راټوکېدونکي ځواک په توګه، چې له افغانستان سره ژورې تاریخي او کلتوري اړیکې لري، او د یوه داسې هېواد په توګه چې تل یې ځان په سیمه کې د پرمختګ او ډیموکراسۍ ملاتړی بللی، باید له یوه ساده ناظر څخه پراخ رول ولوبوي. ځکه چې له پاکستان څخه د افغان محصلینو ایستل یو بېړنی بشري بحران دی.

هند باید د دې واقعیت په درک کولو سره چې «طبي محصلین د ټولې سیمې بشري پانګه ده»، په خپلو معتبرو پوهنتونونو کې زمینه برابره کړي چې دغه محصلین خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. دا اقدام د هند لپاره یوازې یوه خیریه مرسته نه ده، بلکې یو ستراتیژیک فرصت او نړۍ ته یو روښانه پیغام هم دی: هلته چې تنګ‌نظرانه امنیتي سیاستونه د انسانانو د ودې مخه نیسي، لرغوني او مسولیت منوونکی تمدنونه د پوهې او پرمختګ پر مخ خپلې غېږې پرانیزي.

هند د دغو محصلینو په منلو سره کولای شي وښيي چې د «ښځو د ملاتړ تبلیغ»؛ لکه د ملالې او پاکستان چلند، او د «ښځو د واقعي ملاتړ»؛ لکه د ایستل شویو محصلینو کوربه‌توب، ترمنځ توپیر څه دی. دغو محصلینو ته د بورسونو او زده‌کړیزو اسانتیاوو برابرول، د تبعیض او سیاسي چلند د تیارې پر وړاندې یو ځواب دی.

په پای کې، دا پېښه باید د افغانستان د ملت په ذهنونو کې د یوه ستر تاریخي درس په توګه ثبت شي. پولې کېدای شي وتړل شي، پوهنتونونه کېدای شي خالي شي او سیاستوال کېدای شي خپلې لوبې ته دوام ورکړي؛ خو څرګند حقیقت دا دی چې د افغانستان د خلکو برخلیک باید د دوی پر داخلي ارادې او د سیمې او نړۍ د رښتینو دوستانو پر ملاتړ ولاړ وي، نه پر هغه ګاونډي چې «دوستي» د «فشار» لپاره یوه وسیله ګڼي.

د افغان طبي محصلینو د ایستلو
د افغان طبي محصلینو د ایستلو، د بشري حقونو څخه سخته سرغړونه

عایشه ببرک خیل

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=13209

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې