د اسلامآباد او اروپایي ټولنې ګډه اعلامیه
په اسلامآباد کې د پاکستان او اروپایي ټولنې وروستۍ ګډه اعلامیه یو ځل بیا د ترهګرۍ او د افغانستان د امنیتي وضعیت بحث د سیمهییزو او نړیوالو خبرو اترو په محور بدل کړی دی. په دې اعلامیه کې دواړو لورو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو د ګواښلو لپاره ونه کارول شي. همدارنګه اروپایي او پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د بشري حقونو، د بیان ازادۍ او د ښځو د وضعیت په اړه هم اندېښنې څرګندې کړې دي.
دا دریځ په داسې حال کې څرګندیږی چې پاکستان د تېرو څو لسیزو راهیسې په سیمه کې د وسلوالو او ترهګرو ډلو د روزنې، زده کړې او تنظیم کولو له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي; هغه ډلو چې افغانستان د نیابتي جګړو په ډګر بدل کړی او میلیونونه افغانان یې قرباني کړي دي.
له همدې امله، د اسلامآباد او اروپایي ټولنې وروستۍ اعلامیه تر دې چې د سیمې د واقعي وضعیت څرګندونه وکړي، د ترهګرۍ د تاریخي حقیقت د بدلولو او ناسم انځور وړاندې کولو هڅه ښکاري. له همدې کبله یوه اساسي پوښتنه دا ده: څنګه هغه هېواد چې د کلونو لپاره یې د خطرناکو ترهګرو شبکو کوربهتوب کړی، نن د ترهګرۍ ضد مبارزې دعوه کوونکی په موقف کې دی او افغانستان چې د ترهګرۍ قرباني شوی دي، تورنوي؟
په افغانستان کې جهاد او په پاکستان کې د ترهګرۍ د فابریکو رامنځته کېدل
د اوسني وضعیت ریښې باید د شوري اتحاد پر وراندې د افغانستان جهاد په دوره کې ولټول شي. په هغه وخت کې پاکستان د وسلوالو ډلو د روزنې او تجهیز یو مهم مرکز ګرځېدلی و. د پاکستان استخباراتو (آی اېس آی) د ځینو بهرنیو قدرتونو په مالي او سیاسي ملاتړ د دیني مدرسو او روزنیزو کمپونو پراخه شبکه جوړه کړه، چې وروسته په سیمه کې د افراطیت د ودې اصلي مرکزونه وګرځېدل.
په پیل کې دا جوړښتونه د شوروي اتحاد پر ضد د مبارزې لپاره رامنځته شوي، خو د جګړې له پای ته رسېدو وروسته پاکستان پرېکړه وکړه چې دغه قابلیت د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د یوې وسیلې په توګه وساتي. له همدې ځایه د «ترهګرۍ سره د پاکستان دوهمخیزه لوبه» پیل شوه؛ هغه تګلاره چې د جیوپولیټیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره د وسلوالو ډلو د وسیلې کارولو پر بنسټ ولار وو.
د تېرو دوو لسیزو په اوږدو کې افغانستان او هند په عملي توګه د پاکستان د نیابتي جګړو په ډګر بدل شول. د القاعدې، لشکر طیبه، جیش محمد او لسګونو نورو افراطي سازمانونه په څیر ډلې د پاکستان په خاوره کې وروزل او تنظیم شو او خپل عملیاتونه د افغانستان او کشمیر پر ضد ترسره کړ. نږدې ټول نړیوال قدرتونه له دې حقیقت څخه خبر وو، خو سیاسي ملاحظاتو او له پاکستان سره د لوېدیځ د همکارۍ اړتیا سبب کېده چې دا موضوع په رسمي ډول کمه مطرح شي.
د دې مسئلې یو څرګند مثال د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن شتون د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې و ; هغه ښار چې د پاکستان د ملی پوځ له مرکز څخه یوازې څو کیلومتره واټن لرل. د پاکستان په زړه کې د بن لادن وژل کېدل یو نه انکارېدونکی سند و، چې په دې هېواد کې د ترهګرو شبکو شتون او فعالیت یې ثابت کړ او وښودله چې د ترهګرۍ پر ضد د اسلامآباد ادعاوې له واقعیت سره څومره فاصله لري.
خو هماغه تګلاره چې کلونه د نورو د فشار لپاره کارول کیدل، بالاخره د خپله پاکستان لپاره په یو جدي ګواښ بدل شو. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د همدې پېچلې امنیتي لوبې مستقیمه پایله ده. هغه ډله چې نن د پاکستان تر ټولو لوی امنیتي ګواښ ګڼل کېږي، په حقیقت کې د هماغو افراطي جوړښتونو لمنځه راوتلی دي چې د کلونو د پاکستان د امنیتي ادارو له خوا پیاوړې کېدل.
د اسلامآباد او اروپایي ټولنې ګډه اعلامیه؛ حقیقت ته د ځواب ویلو پر قربانی ملامتول
د پاکستان او اروپایي ټولنې وروستۍ ګډه اعلامیه د افغانستان په اړه په داسې حال کې خپور شو چې افغانستان د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې د ترهګرۍ او نیابتي جګړو تر ټولو ستر قرباني پاتې شوی دی. زرګونه ځانمرګي بریدونه، چاودنې، ترورونه او منظم بریدونه د افغانستان ښارونه او کلې ویجاړ کړل او لسګونه زره ملکي وګړي یی خپل ژوند له لاس ورکړ.
په دې کلونو کې ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه، جوماتونه او عامه ځایونه په متعدد شکل د ترهګرې بریدونو هدف وګرځېدل. میلیونونه ماشومان له زده کړو محروم شول، میلیونونه خلک بېځایه شول او د هېواد اقتصادي او ټولنیز بنسټونه سخت زیانمن شول. افغانستان د ترهګرۍ صادرونکی نه، بلکې د هغو شبکو مستقیم قرباني و چې د دې هېواد له پولو بهر تنظیم او ملاتړ کېدې.
سره له دې، پاکستان اوس هڅه کوي چې افغانستان د ترهګرو ډلو په کوربهتوب تورن کړي او خپل امنیتي بحران پر کابل واچوي. د دې تګلارې تر شا روښانه سیاسي موخې پرتې دي. اسلامآباد غواړي یو ځل بیا نړۍ دې ته قانع کړي چې اصلي ګواښ له افغانستان څخه سرچینه اخلي، ترڅو پر کابل سیاسي او امنیتي فشارونه نور هم زیات کړي او د افغانستان حکومت د خپلو ناسمو غوښتنو منلو ته اړ کړي.
د اروپایي ټولنې د مسؤلو چارواکو څرګندونې هم تر دې چې د سیمې پر واقعي وضعیت ولاړې وي، د یوې سیاسي لوبې برخه ښکاري. اروپایي ټولنه او امریکا نږدې شل کاله په افغانستان کې پوځي او سیاسي حضور درلود او د پاکستان له لوري د افراطي ډلو د ملاتړ او کوربهتوب له رول څخه ښه خبر دي.له همدې امله، نن ورځ د دې حقیقتونو له پامه غورځول سره او افغانستان د تورن په توګه معرفي کول د منلو وړ نه دي.
د دې تریځونو په وړاندې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی غبرګون هم د پام وړدی. کرزي ویلي چې افغانستان او افغانان د هغه ترهګرۍ قربانیان دي چې له پاکستانه سرچینه اخلي او ملاتړ یې کېږي. دا خبره د هغه حقیقت څرګندونه کوي چې د افغانستان خلکو د کلونو په اوږدو کې په خپلو سترګو لیدلی او په خپلو ژوندونو کې یې زغملی دی.
اروپا او د افغانستان په وړاندې تاریخي مسؤلیت
حقیقت دا دی چې نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه امریکا او اروپایي ټولنه، نشي کولای د افغانستان د اوسني وضعیت له مسؤلیته ځان جلا وبولي. اروپا شل کاله په افغانستان کې حضور درلود او ټول شواهد، راپورونه او میداني واقعیتونه ښيي چې د ناامنۍ د یوې مهمې برخې ریښې د افغانستان له پولو بهر دي. خو سره له دې د سیاسي ملاحظاتو او جیوپولیټیکو ګټو له امله د ترهګرو ډلو په ملاتړ کې د پاکستان رول تل په احتیاط سره مطرح کیږی.
د افغانستان خلکو په دې کلونو کې د ترهګرۍ تر ټولو دروند قیمت ورکړی دی. زرګونه کورنۍ د غم او ماتم په ټغر کښېناستل، د افغانستان ځوان نسل د جګړو قرباني شوی او د هېواد حیاتی بنسټونه ویجاړ شوي دي. اوس دا یوه لویه بېعدالتی ده چې د کړکېچ اصلي لاملونو ته د پاملرنې پر ځای، افغانستان چې قرباني دی تورن وبلل شي او پاکستان چې کلونه یې افراطي ډلې څخه د خپلې بهرنۍ پالیسۍ د وسیلې په توګه کارولې، د شکایت کوونکي په توګه وړاندې شي.
که نړیواله ټولنه رښتیا هم د ترهګرۍ پر ضد مبارزه غواړي، باید موضوع ته په واقعبینانه توګه وګوري او د سیاسي روایتونو د تکرار پر ځای، په سیمه کې د ترهګرۍ د اصلي ملاتړو رول وڅېړي. تر هغه چې د افغانستان د قرباني کېدو حقیقت له پامه غورځول کېږي او دوهمخیزې لوبې دوام لري، نه یوازې د افغانستان امنیت، بلکې د ټولې سیمې ثبات به هم له ګواښ سره مخ وي.

مسلم اخلاقی











