اربعین او د مقاومت نړیوال روایت
په نننۍ نړۍ کې، چې جګړې، سیاسي کړکېچونه او ټولنیزې درزونه یو ځل بیا ډېر ملتونه د عدالت، ظلم او انساني مسئولیت په اړه له بنسټیزو پوښتنو سره مخ کړي، د حسيني اربعین مراسم له یوه مذهبي مناسبت څخه اوښتي او د بېعدالتۍ پر وړاندې د درېدو په اړه په یوه نړیوال روایت بدل شوي دي. هغه ملیونونه خلک چې هر کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه کربلا ته سفر کوي، یوازې یوه تاریخي مراسم نه تکراروي؛ بلکې د هغې پېښې پیغام ژوندی ساتي چې څه باندې دیارلس پېړۍ مخکې د کربلا په خاوره کې رامنځته شوه؛ داسې پیغام چې د ځواک پر وړاندې د تسلیمېدو پر ځای د انساني کرامت د انتخاب په اړه دی.
په ۶۱ هجري کال کې د امام حسین (رض) پاڅون د مسلمانانو او هغو نورو کسانو چې د دې پېښې په اړه یې مطالعه کړې ده په تاریخي حافظه کې د ظلم پر وړاندې د مقاومت او د اخلاقي ارزښتونو د دفاع د یوه سمبول په توګه پاتې شوی دی.عاشورا د دوو برابرو ډلو ترمنځ د یوې عادي نظامي جګړې روایت نه و، بلکې د حقیقت او ځواک، عدالت او استبداد او د بېپروايۍ پر وړاندې د انساني مسئولیت د تقابل نښه وه. له همدې امله، اربعین یوازې د یوې تاریخي پېښې یادونه نه ده، بلکې د یوې تلپاتې پوښتنې بیا راژوندي کول دي: انسان د ظلم پر وړاندې څه مسئولیت لري؟
په وروستیو کلونو کې، د لوېدیزې اسیا سیمه د پوځي او سیاسي کړکېچونو د زیاتوالي شاهد وو. جګړو، شخړو او د سترو قدرتونو سیالیو یو ځل بیا د مقاومت او ټینګ درېدو مفهوم د سیاسي او ټولنیزو بحثونو له مهمو محورونو څخه ګرځولی دی. په همدې فضا کې، د میلیونونو کسانو لپاره د اربعین مراسم داسې فرصت دی چې د عدالت غوښتنې، د مظلوم ملاتړ، او د تېري او واکمنۍ پر وړاندې د مخالفت پر ارزښتونو ټینګار وکړي.
د ایران، متحده ایالاتو او اسرائیل ترمنځ وروستیو شخړو هم د سیمې پر سیاسي فضا اغېز کړی ده. ایراني چارواکو دغه شخړې د بهرني یرغل پر وړاندې د دفاع په چوکاټ کې بیان کړې دي، په داسې حال کې چې مقابل لوري د دغو پېښو په اړه بېل روایت وړاندې کړی دی.
سره له دې چې د سیاسي او پوځي تحولاتو په اړه روایتونه یو له بل سره توپیر لري، د اربعین د ګډونوالو د یوې لویې برخې لپاره د عاشورا فرهنګي او معنوي برداشت، د ظلم پر وړاندې د مقاومت د سمبول په توګه دی؛ داسې چې ځینې اوسنۍ شخړه د عاشورا له پېښې سره ورته ګڼي او له امریکا او اسراییلو سره مخامختیا د امام حسین (رض) او یزید ترمنځ د نښتې په څېر بولي.
په دې لیدلوري کې، اربعین یوازې په یوه ملت یا یوه مذهب پورې محدود نه دی. د افغانستان، ایران، پاکستان، عراق، د منځنۍ اسیا، اروپا، افریقا او د نړۍ د نورو سیمو د زائرانو شتون ښيي چې دغه مراسم د بېلابېلو مخینو لرونکو انسانانو د راټولېدو په یوه ډګر بدل شوي دي. ډېر ګډونوالو، د قومي او مذهبي توپیرونو له پامه پرته، د ځان تېرېدنې، مېلمه پالنې، له نورو سره د مرستې او انساني یووالي ارزښتونه د دې حرکت اصلي محور ګڼي.
د رسنیو او رسمي بنسټونو د راپورونو له مخې، په وروستیو کلونو کې د اربعین مراسم د نړۍ یو له سترو انساني غونډو څخه شمېرل کیږي چې میلیونونه زائران پکښې ګډون کوي. دغه پراخوالی د اربعین مراسم له یوه خالص مذهبي پیښې څخه لوړ کړي او په یوه نړیواله ټولنیزه او کلتوري پدیده یې بدل کړي دي؛ یوه داسې پدیده چې خپل اصلي پیغام له کربلا څخه اخلي: انسان باید د ظلم او بې عدالتۍ پر وړاندې چوپ پاتې نشي.
اربعین؛ د مقاومت، عدالت او د ظلم پر وړاندې د ټینګ دریځ نړیوال روایت
اربعین په حقیقت کې د هغه تاریخي روایت دوام دی چې د عاشورا له ورځې پیل شو او د پېړیو په اوږدو کې له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقال شو. د امام حسین (رض) او د هغوی د یارانو له شهادت وروسته، د اسیرانو د کاروان حرکت او د حضرت زینب (س) او امام سجاد (رض) روښانوونکو ویناوو دا لامل شول چې د عاشورا پیغام یوازې د جګړې په ډګر پورې محدود پاتې نه شي، بلکې په یوه فکري او اخلاقي بهیر بدل شي. نننی اربعین د همدې تاریخ دوام انعکاس دی؛ داسې روایت چې د حقیقت د ژوندي ساتلو او د هېرېدو پر وړاندې د مبارزې ټینګار کوي.
د اربعین یوه مهمه ځانګړنه د معنویت او ټولنیز عمل ترمنځ اړیکه ده. دغه مراسم یوازې د مذهبي آیینونو ټولګه نه ده، بلکې د انساني همکارۍ یوه پراخه شبکه رامنځته کوي. میلیونونه کسان د کربلا پر لاره زائرانو ته خواړه، اوبه، روغتیايي خدمتونه، د استراحت ځایونه او نورې اسانتیاوې برابروي؛ هغه اقدام چې ډېری خلک یې د داوطلبانه انساني مشارکت یوه بېسارې بېلګه ګڼي.
د ډېرو ګډونوالو په اند، د اربعین پیغام په یوه جمله کې لنډېږي: انسان باید د ظلم پر وړاندې بېپروا پاتې نه شي. د عاشورا دغه ډول تفسیر ډېری ټولنې دې ته اړ کړې دي چې دا پېښه یوازې د شیعه مذهب یوه مذهبي پېښه ونه ګڼي، بلکې د عدالت لپاره د انسان د مبارزې د تاریخ یوه برخه یې وبولي. لکه څنګه چې د نړۍ په ګڼو ټولنیزو خوځښتونو کې مارټین لوتر کینګ او نېلسن منډېلا د اخلاقي مقاومت د سمبولونو په توګه پېژندل کېږي، عاشورا هم د سلګونو میلیونونو انسانانو لپاره د بېعدالتۍ پر وړاندې د ټینګ دریځ نښه ده.
په همدې موخه، د ۱۴۰۵ کال اربعین، له څو میاشتو جګړو او د امریکا او اسرائیل له لوري پر ایران د بریدونو او یرغلونو وروسته، په جلا رنګ راورسېد. د مسلمانانو له نظره، دغه تقابل د اسلامي حقغوښتونکي جبهې او د اسلامي ضد بهیر ترمنځ مقابله بلل کېږي، چې د طاغوت، استکبار او ظلم ځانګړنې لري؛ هماغه مفاهیم چې تل د اربعین د ګډونوالو له مهمو شعارونو څخه شمېرل کېږي.
په وروستیو کلونو کې، غیرمسلمانو مخاطبانو ته د اربعین د معرفي کولو هڅې هم زیاتې شوې دي. د دغو هڅو موخه تر ډېره د دې مراسمو د انساني اړخونو بیانول دي؛ لکه سوله غوښتنه، له نورو سره مرسته، ګډ ژوند او د انساني کرامت درناوی. ځکه هغه ډېر ارزښتونه چې په اربعین کې څرګندېږي، لکه د مظلوم ملاتړ او د ظلم مخالفت، یوازې په دیني یا جغرافیایي چوکاټونو پورې محدود نه دي.
په اربعین کې د بېلابېلو ملتونو ګډون ښيي چې دا حرکت یوازې د قومي یا ملي هویت پر بنسټ نه دی ولاړ. افغانان، ایراني، پاکستاني، عراقي او د نورو هېوادونو زائران په ګډه یوه لاره وهي؛ داسې لاره چې د هغوی لپاره د انساني یووالي او همبستګۍ سمبول دی. همدې ځانګړنې اربعین د معاصرې نړۍ په کچه د دین، کلتور او ټولنې ترمنځ د اړیکې له مهمو بېلګو څخه ګرځولی دی.
سره له دې، د اربعین درک کول د لیدلورو تنوع ته پاملرنه هم غواړي. د ځینو لپاره دا مراسم یو ژور مذهبي آیین دی؛ د ځینو لپاره یو ټولنیز او فرهنګي حرکت؛ او د بلې ډلې لپاره د واکمنو نظامونو پر وړاندې د سیاسي مقاومت سمبول. همدا څو اړخیزه ماهیت اربعین په تاریخ، ټولنپوهنه او سیاسي علومو کې د څېړنې وړ یوه پېچلې پدیده ګرځولې ده.
له کابله تر کربلا پورې: افغانستان او د عاشورا له پیغام سره تاریخي تړاو
د عاشورا له فرهنګ او له امام حسین (رض) سره د افغانستان مینه او ارادت یوازې د وروستیو کلونو پدیده نه ده، بلکې د دې خاورې په اوږد تاریخ او د دې هېواد د خلکو له دیني، اخلاقي او انساني ارزښتونو سره په ژور تړاو کې ریښې لري. افغانستان، چې قومي او مذهبي تنوع لري، تل د اهلبیتو (ع) سره د مینې او عقیدت د بېلابېلو بهیرونو شاهد پاتې شوی دی؛ داسې ارادت چې د ټولنې په بېلابېلو قشرونو کې یې فرهنګي، ادبي او ټولنیز انعکاس موندلی دی.
په افغانستان کې عاشورا او د امام حسین (رض) یاد د ډېرو خلکو لپاره یوازې یو مذهبي مناسبت نه دی، بلکې د ټولنې د فرهنګي او اخلاقي حافظې یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. د هېواد په ګڼو سیمو کې د محرم او عاشورا مراسم د خلکو په پراخ ګډون ترسره کېږي، او د ځانتېرېدنې، عدالت غوښتنې او د مظلوم د ملاتړ مفکورې د دغو مراسمو اصلي محورونه جوړوي. همدې ځانګړنې عاشورا په افغانستان کې د انساني ارزښتونو د بیان پر یوه ګډه ژبه بدله کړې ده.
د افغانستان ټولنه، د جګړو، ناامنۍ او سیاسي کړکېچونو د اوږدو تجربو له امله، له کړانو، مقاومت او ټینګ دریځ په څېر مفاهیمو سره ځانګړې اړیکه پیدا کړې ده. د دې هېواد د ډېرو خلکو لپاره د کربلا روایت یوازې یوه تاریخي کیسه نه ده، بلکې په سختو شرایطو کې د انسان استقامت یوه بېلګه ده. همدې تاریخي تجربې د عاشورا پیغامونه، لکه د ظلم پر وړاندې مبارزه، د انساني کرامت ساتنه او اخلاقي اصولو ته وفاداري، د افغانستان د خلکو په منځ کې ځانګړی ځای ورکړی دی.
په تېرو کلونو کې د اربعین په مراسمو کې د افغان زائرانو پراخ ګډون هم د همدې ژور فرهنګي تړاو څرګندونه کوي. هر کال زرګونه افغانان د کربلا د زیارت لپاره اوږده لارې وهي؛ داسې سفر چې د هغوی لپاره یوازې جغرافیایي حرکت نه، بلکې یوه معنوي او ټولنیزه تجربه ده. دوی د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د راغلو میلیونونو نورو زائرانو ترڅنګ ځانونه د یوه ستر انساني حرکت برخه ګڼي، چې بنسټ یې د عاشورا د پیغام ژوندي ساتل دي.
په اربعین کې د افغانستان ونډه یوازې د زائرانو په ګډون پورې محدوده نه ده. په ایران او عراق کې مېشت ګڼ شمېر افغان کډوال هم د زائرانو د خدمت په بهیر کې فعاله ونډه اخلي. له ولسي موکبونو نیولې تر رضاکارانه خدمتونو پورې، چې د کربلا پر لارو ترسره کېږي، د افغانانو حضور د اربعین د بشري خدمتونو د پراخې شبکې یوه مهمه برخه جوړوي. دا ګډون څرګندوي چې د افغانستان د ډېرو خلکو لپاره اربعین د خدمت، همدردۍ او له نورو ملتونو سره د پیوستون فرصت دی.
په دې لړ کې، د افغانستان لپاره د اربعین یو له مهمو پیغامونو څخه پر یووالي او ګډو انساني ارزښتونو ټینګار دی. د مذهبي او قومي توپیرونو سربېره، د افغانستان ټولنه د دیني او فرهنګي ارزښتونو ګډه تجربه لري. له امام حسین (رض) سره مینه او د عاشورا پیغام ته درناوی د افغانستان د ټولنې په بېلابېلو برخو کې لیدل کېږي، او دا عمل کولای شي د فرهنګي خبرو اترو او د ټولنیز یووالي د پیاوړتیا لپاره د یوه ګډ ټکي په توګه وکارول شي.
پایله؛ د اربعین ګډ پیغام؛ انسان د ظلم پر وړاندې یوازې نه پاتې کېږي
اربعین، له پېړیو تېرېدو وروسته هم، پر یوه اساسي پیغام ټینګار کوي: هغه دا چې عدالت او انساني کرامت هغه ارزښتونه نه دي چې د زور او ځواک په وړاندې قرباني شي. د عاشورا روایت د نړۍ د میلیونونو انسانانو لپاره دا حقیقت راژوندی کوي چې د ظلم پر وړاندې ټینګ درېدل، حتی په زیات سختو شرایطو کې، د انسان د اخلاقي مسئولیت یوه برخه ده.
د سیمې د نننۍ ترینګلې فضا او د صهیونیسټي رژیم او امریکا لخوا د ښکاره تیري او اشغال په ترڅ کې، ډیری خلک هڅه کوي چې اربعین یوازې له دیني اړخه وڅیړي؛ خو د دې مراسمو ریښې تر لنډمهاله پیښو ډیرې ژورې دي. د اربعین اصلي پیغام له کربلا څخه سرچینه اخلي؛ یو داسې پیغام چې پر حق دفاع، د مظلومانو پر ملاتړ او د بېعدالتۍ پر وړاندې پر مخالفت ټینګار کوي.
د ایران، افغانستان او هغو نورو ټولنو د ډېرو خلکو لپاره چې ځانونه د عاشورا فرهنګ ته نږدې ګڼي، اربعین د سلطې او تېري پر وړاندې د مقاومت سمبول دی. دوی دا مراسم د هماغې لارې دوام ګڼي چې امام حسین (رض) پیل کړې وه؛ داسې لاره چې انسان پکښې د خپل مقام یا شخصي امنیت د ساتلو لپاره د ظلم پر وړاندې چوپ نه پاتې کېږي.
خو له دې مفهوم سره سره، د اربعین یوه مهمه ځانګړنه د انسانانو ترمنځ د اړیکو د رامنځته کولو وړتیا ده. د بېلابېلو ملتونو د میلیونونو خلکو ګډون ښيي چې یو تاریخي پیغام کولای شي له جغرافیایي پولو واوړي او د بېلابېلو فرهنګونو او ملتونو د انسانانو ترمنځ په یوه ګډه ژبه بدل شي.
له کابله تر کربلا، له افغانستانه تر عراقه، په میلیونونو خلک په یوه نقطه کې سره یوځا کیږی: دا باور چې عدالت، کرامت او د مظلومانو دفاع داسې ارزښتونه دي چې له سرحدونو څخه لوړ دي. دا کلتوري اړیکه کولای شي د سیمې د یوه انساني انځور د وړاندې کولو لپاره د یو فرصت په توګه کار وکړي؛ هغه انځور چې یوازې د جګړو او سیاسي شخړو په واسطه نه وي تعریف شوی.
په پای کې، اربعین د اخلاقي مقاومت او انساني همبستګۍ له سترو معاصرو روایتونو څخه ګڼل کېدای شي. دا هغه روایت دی چې له یوې تاریخي پېښې څخه پیل شو، خو نن د میلیونونو انسانانو په یوه ستر حرکت بدل شوی دی؛ داسې حرکت چې پیغام یې دا دی: د ظلم پر وړاندې چوپتیا د لارې پای نه دی، او انسان کولای شي په ټینګ دریځ سره حقیقت ژوندی وساتي.

مجتبی همت











