د شیعه او سني ترمنځ د شخړې
افغانستان یو ځل بیا له یوې زړې ازموینې سره مخ دی؛ داسې ازموینه چې هر ځل په نوي نوم راڅرګندېږي، خو ریښه یې نږدې یوه ده. یوه ورځ قومي مسئله مطرح کېږي، بله ورځ مذهبي موضوع او بله ورځ بیا د سیمهییزو قدرتونو سیالي. دا ځل هم په کابل کې د خاتمالنبیین پوهنتون او دیني مدرسې تړل کېدل، له سعودي شرکت «ډیلټا انرژي انټرنشنل» سره د طالبانو د نفتو او ګازو د تړون له لاسلیک سره هممهاله شوي او په افغانستان کې یې د مذهبي او جیوپولیټیکو سیالیو د بیا راڅرګندېدو لپاره نوې پلمه برابره کړې ده.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د سنبلې په ۲۵مه اعلان وکړ چې په کابل کې د خاتمالنبیین پوهنتون او په غزني کې د هغه د څانګې د فعالیت جوازونه د هغه څه له امله لغوه شوي چې د «اسلامي ارزښتونو نه مراعتول» او د وزارت له پالیسۍ څخه سرغړونه بلل شوې ده. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د طالبانو د عدلیې وزارت اړوندو ځواکونو د خاتمالنبیین دیني مدرسه هم تخلیه کړل.
تر دې څو ورځې وړاندې، د طالبانو حکومت له سعودي شرکت «ډیلټا انرژي انټرنشنل» سره د کشک ـ تیرپل په حوزه کې د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج لپاره ۲۵ کلن تړون لاسلیک کړ؛ د دې تړون لومړنۍ پانګونه ۲۰۰ میلیونه ډالره ښودل شوې ده.
د دغو دوو پېښو هممهالي، په افغانستان کې په سیاسي فضا کې په چټکۍ سره له یوې کورنۍ موضوع څخه پر سیمهییزې مسئلې بدله شوه. د پاکستان اړوندو یو شمېر اکانتونه او د طالبانو ځینو مخالفو څېرو او ډلو د دغو دوو پېښو ترمنځ اړیکه رامنځته کړه.
یوه خوا د «مذهبي حساسیت» ته اشاره کوي او بله خوا د ایران او عربستان د سیالۍ او د ډیلټا د تړون په راتلونکي کې د روسیې او ایران د رول په اړه خبرې کوي. په داسې فضا کې اصلي پوښتنه یوازې دا نه ده چې ولې خاتمالنبیین وتړل شو او یا د ډیلټا تړون به څه اقتصادي پایلې ولري؛ اصلي پوښتنه دا ده چې ایا افغانستان یو ځل بیا د شیعه او سني د اختلافاتو د سیاسي ګټې اخیستنې پر ډګر بدلېدو په حال کې دی او څوک له دغه اختلافاتو د بیا راژوندي کېدو څخه ګټه اخلي؟
مذهبي او قومي نفاق؛ د افغانسان په ټپي وجود کې د اېری لاندې پټه لمبه
افغانستان یو متنوع او له بېلابېلو ټولنیزو ډلو جوړ هېواد دی. که دا تنوع د تابعیت او سیاسي ګډون په چوکاټ کې مدیریت شي، د هېواد د ټولنیز ځواک یوه برخه کېدای شي؛ خو کله چې قومیت او مذهب له ټولنیز هویت څخه د واک د ترلاسه کولو پر وسیلې بدل شي، همدا تنوع د هېواد د زیانمنېدو پر نقطه بدلېږي. افغانانو دا تجربه څو څو ځله تېره کړې ده.
د افغانستان په معاصر تاریخ کې، هر کله چې سیاستوال ونه توانېدل چې د ځان لپاره پراخ مشروعیت رامنځته کړي، د کوچنیو هویتي ډلو له هویتونو څخه د ګټې اخیستنې وسوسه زیاته شوې ده. قوم د قوم پر وړاندې درول شوی دی. مذهب د مذهب پر وړاندې درېدلی دی. سیمه د سیمې پر وړاندې درول شوې ده. په پای کې، افغان وګړي د دې پر ځای چې تر هر څه وړاندې ځان د یوې سیاسي ټولنې غړی وبولي، د یوه قوم، مذهب، ژبې یا سیمې د استازي په توګه تعریف شوی دی.
ستونزه له هماغه ځایه پیلېږي چې سیاستوال خلکو ته دا نه وايي چې «افغانستان زموږ د ټولو ګډ کور دی»، بلکې ورته وايي: «ستا د قوم یا مذهب برخه له خطر سره مخ ده». په داسې حالت کې وېره د عقل ځای نیسي. احساسات د پروګرام ځای نیسي. او سیاست په داسې سیالۍ بدلېږي چې هر څوک هڅه کوي خپله مظلومیت ثابت کړي. افغانستان په تېرو څو لسیزو کې د همدې لیدلوري دروند تاوان ورکړی دی.
جمهوریت؛ شل کاله چې هر څه پکښي قومي او مذهبي رنګ غوره کړ
له ۲۰۰۱ کال وروسته، افغانستان د یوه داسې سیاسي نظام د جوړولو لپاره بېساری فرصت پیدا کړ چې د وګړیتوب پر بنسټ ولاړ وي. خو دا فرصت په بشپړه توګه له لاسه ولاړ. ځکه نوي سیاسي جوړښت د دې پر ځای چې سیاست ورو ورو له قومي اړیکو او شخصي شبکو څخه جلا کړي، په ډېرو مواردو کې خپله د همدې شبکو د معاملې او چنې وهلو پر ډګر بدل شو.
په داسې چاپېریال کې، سیاست ورو ورو د ونډې غوښتنې پر بازار بدل شو. هرې ډلې غوښتل چې له وزارت، ولایت، ریاست، سفارت، پارلمان، امنیتي ادارو او دولتي ادارو څخه خپله ونډه ترلاسه کړي. وروسته دغه منطق د ټولنې کوچنیو برخو ته هم وغځېد. هرې وړې ډلې هڅه کوله چې ځان د یوه خپلواک سیاسي واحد په توګه معرفي کړي، تر څو د واک په وېش کې د زیاتې ونډې غوښتنه وکړي.
له همدې امله د جمهوریت په کلونو کې کله ناکله د نویو قومي او هویتي نومونو د راڅرګندېدو او مطرح کېدو شاهدان وو. موضوع یوازې تاجک، پښتون، هزاره او ازبک نه وه. سادات، بیات، قزلباش، نورستاني، ترکمن، بلوچ او لسګونو نورو نومونو هم په بېلابېلو پړاوونو کې هڅه کوله چې خپل ټولنیز او سیاسي ځای لا روښانه کړي.
په اصل کې دا بهیر د دې لپاره یوه طبیعي غوښتنه کېدای شوه چې هره ډله ولیدل شي او حق یې په پام کې ونیول شي؛ خو کله چې ټول سیاسي جوړښت د «قومي ونډې» له مخې تعریف شي، حتی کوچنۍ هویتي ډلې هم اړ کېږي چې د خپل بقا لپاره د ونډې غوښتنې په سیالۍ کې داخلې شي. په پایله کې، هغه څه چې باید د ملت جوړونې په خدمت کې وای، په ډېرې بدې توګه د ملت له ګډ هویت څخه د لرې کېدو په وسیله بدل شول. له دې نظره، د افغانستان ستونزه یوازې دا نه وه چې قومیتونه موجود وو؛ ستونزه دا وه چې قومیت د سیاست په ژبه بدل شو.
د طالبانو تېروتنه د خاتمالنبیین په تړلو کې؛ د شیعیانو درد تفرقې په پلمه بدل نه شي
د خاتمالنبیین پوهنتون او دیني مدرسې تړل کېدل عادي موضوع نه شو بلل کېدای. دې ټولګې په تېرو کلونو کې په ښوونیز، دیني او فرهنګي برخو کې فعالیت کړی او د خاتمالنبیین پوهنتون په کابل او غزني کې ګڼ شمېر محصلان لرل. د خپرو شویو راپورونو له مخې، د فعالیتونو له درولو مخکې په کابل کې شاوخوا ۳۲۰۰ محصلان او د غزني په څانګه کې شاوخوا ۷۰۰ محصلان وو.
طالبانو د پوهنتون د فعالیتونو د درولو لپاره د «اسلامي ارزښتونو»، د لوړو زدهکړو وزارت د پالیسۍ او له پوهنتوني موقف څخه د ناوړه ګټې اخیستنې اړوند دلیلونه وړاندې کړي دي. د دیني مدرسې په اړه تر اوسه داسې جامع او روښانه رسمي وضاحت نه دی خپور شوی چې د دې اقدام ټول اړخونه روښانه کړي. له بلې خوا، د خاتمالنبیین د ټولګې مسؤلانو دغه اقدامات سیاسي او مذهبي بللي دي.
په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو دا اقدام، په ځانګړې توګه د یوه علمي او پوهنتوني مرکز تړل، په بشپړه توګه ناسم کار دی او د اوسنیو واکمنانو د کړنو نقد کول مهم دي؛ خو د طالبانو پر کړنو نیوکه او د سنیانو پر وړاندې د شیعیانو پارول دوه بېلابېلې مسئلې دي. که د خاتمالنبیین په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه ناسمه، تبعیضناکه یا له حقوقي او ښوونیز پلوه بېدلیله وي، باید هماغه پرېکړه نقد شي.
که د محصلانو، استادانو او دیني زدهکوونکو حقونه زیانمن شوي وي، باید د هغوی له حقونو دفاع وشي. که یو ښوونیز بنسټ له روښانه او د توضیح وړ بهیر پرته تړل شوی وي، باید د دې پرېکړې د بنسټ په اړه وضاحت وغوښتل شي.
خو هېڅ یو له دې مواردو څخه دا معنا نه لري چې د افغانستان شیعه ټولنه باید د سني ټولنې پر وړاندې ودرول شي. حتی که په دې پرېکړه کې په یوه برخه کې مذهبي انګېزه هم موجوده وي، عاقلانه غبرګون یې دا نه دی چې موضوع په مذهبي جګړه بدله شي. افغانستان د داسې جګړې لپاره تر ډېره دروند قیمت ورکړی دی. طالبان هم که غواړي د دې موضوع د یوې ټولنیزې بحران له جوړېدو مخه ونیسي، باید د روښانه وضاحت، حقوقي بهیر او له ټولو وګړو سره د برابر چلند له لارې د نورو د ناوړه ګټې اخیستنې زمینه له منځه یوسي.
په همدې وخت کې، د دې موضوع هممهالي له ډیلټا تړون سره هم د دواړو مسئلو د دقیق جلا کولو اړتیا رامنځته کوي. له سعودي شرکت ډیلټا سره تړون یو اقتصادي او انرژۍ تړون دی. دا تړون ښايي جیوپولیټیکې پایلې ولري او طبیعي ده چې ایران، پاکستان، روسیه او د سیمې نور هېوادونه یې په دقت تعقیب کړي.
خو دا تړون د «شیعه او سني جګړې» د ثبوت په توګه وړاندې کول له موجودو معلوماتو څخه هاخوا خبره ده. افغانستان باید داسې ځای ته ونه رسېږي چې له یوه هېواد سره هر تړون د بل هېواد پر وړاندې د دښمنۍ نښه وګڼل شي او د حکومت هره کورنۍ پرېکړه د یوه مذهب پر وړاندې د برید په توګه تعبیر شي.
د مخالفو روایتونو ارزونه؛ د فضل احمد معنوي د پرون چوپتیا او د نن چیغې
په ورته وخت کې، د ځینو هغو څېرو د څرګندونو ارزونه چې له مخالفو ډلو سره تړاو لري، د دې پېچلې لوبې نور اړخونه هم روښانه کوي. فضل احمد معنوي، چې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ملي جبهې له غړو څخه دی، په دې وروستیو کې په خپلو لیکنو کې په ۲۰۰۶ کال کې عربستان ته د خپل سفر خاطرې بیان کړې دي. هغه په دغو لیکنو کې د خاتمالنبیین د مرکز په اړه د سعودي چارواکو پر حساسیت او همدارنګه عربستان ته د افغانستان په استول شوي پلاوي کې د یوه شیعه مذهبي قاضي پر حضور ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې معنوي د جمهوریت د شلو کلونو واکمنۍ (۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱) پر مهال، په هماغه قومي او سیاسي جوړښت کې وده وکړه او له لوړو دولتي دندو او مهمو مقامونو څخه یې ګټه واخیسته. اوس دغه په نوم د مقاومت ډلې هڅه کوي چې اوسني وضعیت ته قومي او مذهبي اړخ ورکړي، ترڅو اوبه خړې کړی او ماهی ونیسی.
اساسي پوښتنه دا ده چې فضل احمد معنوي ولې په تېرو شلو کلونو کې، هغه مهال چې خپله د دغه واکمن جوړښت په زړه کې و، دا خبرې او حساسیتونه بیان نه کړل؟ ایا هغه وخت د دغو حقایقو بیانول د هغه څوکۍ، مقام او شتمنۍ له خطر سره مخ کول؟ داسې ښکاري چې د هغه وخت چوپتیا او د نن ورځې چیغې، تر ډېره د مذهبي ګډ ژوند لپاره د خواخوږۍ پر ځای، له نویو سیاسي محاسبو سره تړاو لري.
له همدې امله، کله چې نن د عربستان د سفر خاطرې، د شیعهګانو د حضور په اړه د سعودي حساسیت، خاتمالنبیین او د دلتا شرکت قرارداد یو ځای مطرح کېږي، باید دغو روایتونو ته په ډېرې پاملرنې سره وکتل شي. اصلي خطر دا نه دی چې یو سیاستوال خپله یوه خاطره بیانوي. خطر هغه وخت رامنځته کېږي چې سیاسي خاطره د یوې پخوانۍ دښمنۍ د بیا راژوندي کولو په وسیله بدله شي. افغانستان اوس تر بل هر وخت داسې سیاست ته اړتیا لري چې خاطرې د تېر وخت د پوهېدو لپاره ولولي، نه دا چې له هغو څخه د نوي دښمن د جوړولو لپاره کار واخلي.

پایله او خبرداری؛ د تفرقې د دسیسو پر وړاندې د ګډ ژوند ساتنه
له شک پرته، د خاتمالنبیین تړل یوه جدي مسئله ده. د هېوادوالو تعلیمي او مذهبي حقونه باید د مبهمو او ناڅرګندو پرېکړو قرباني نه شي. د طالبانو حکومت هم که غواړي د خلکو باور ترلاسه کړي، باید د دا ډول پرېکړو په اړه روښانه او د منلو وړ وضاحت وړاندې کړي. خو له دې سره باید د یوې بلې سترې تېروتنې په اړه هم پام وشي. د طالبانو هر اقدام د یوه شیعه بنسټ پر وړاندې باید د شیعه او سني ترمنځ په جګړه بدل نه شي. همدارنګه، د طالبانو هر قرارداد له یوه سعودي شرکت سره باید په افغانستان کې د تهران او ریاض د جګړې د پیل په توګه معرفي نه شي.
اوس مهال د پاکستان سایبري لښکر او یو شمېر د طالبانو مخالفان هڅه کوي چې د خاتمالنبیین د ټولګې له تړل کېدو سره د ډیلټا شرکت قرارداد په داسې حال کې سره ونښلوي چې د دواړو ترمنځ اړیکه رامنځته کړي. خو باید پام وشي چې له ډیلټا شرکت سره قرارداد نه شي کولای د یوې مذهبي توطیې د اثبات لپاره سند وبلل شي. له همدې امله، افغانستان باید د دغو پلمو له لارې یو ځل بیا د بهرنیو قدرتونو د حساب او کتاب په ډګر بدل نه شي.
نه د افغانستان شیعهخلک د ایران استازي دي او نه د افغانستان سنيان د پاکستان، عربستان یا د بل کوم هېواد استازي دي. همدارنګه، هر تاجک، پښتون، هزاره او ازبک تر هر بل عنوان مخکې د افغانستان هېوادوال دی. باید پام وشي چې د افغانستان دښمنان تل اړ نه دي چې د افغان ټولنې د ماتولو لپاره وسله واخلي. کله ناکله یوازې دومره کافي وي چې یوه پخوانۍ خاطره بیا راژوندۍ کړي، یوه پېښه له بلې پېښې سره وتړي او خلکو ته ووایي چې «ستاسې قوم له خطر سره مخ دی» یا «ستاسې مذهب په نښه شوی دی».
نن د ټولو افغانانو مسؤلیت دا دی چې د طالبانو مخالفانو، د طالبانو حکومت او سیمهییزو قدرتونو ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان ټولنه یو ځل بیا پر شیعه او سني، قوم پر قوم، او ایران او پاکستان ووېشي. که افغانستان غواړي له تېرې دورې له دې کړۍ ووځي، نو لومړی باید سیاست د هغو وېشونکو هویتي تړاوونو له قیده ازاد کړي.
مریم مرادی











