Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

د طالبانو واک ته د بېرته ستنېدو پنځمه کلیزه په داسې حال کې په کابل او د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې ولمانځل شوه، چې د جمهوریت له سقوط وروسته د لومړیو کلونو په پرتله د هېواد سیاسي او امنیتي وضعیت نوي پړاو ته داخل شوی دی. د طالبانو د پنځمې کلیزې په مراسمو کې، چې د کابل په لویه جرګه خېمه کې ترسره شول، د طالب چارواکو څرګندونو د نظام د بقا، بهرنیو اړیکو، وسله‌والو مخالفینو او د حکومت د راتلونکي مسیر په اړه د هغوی لیدلوری تر ډېره روښانه کړ.

په مطرح شویو څرګندونو کې د پام وړ ټکی دا و چې بېلابېل موضوعات په پای کې پر پنځو مشخصو او تکرارېدونکو محورونو راټولېدل: د پرېکړو خپلواکي، نه لاسوهنه، له نړۍ سره تعامل، له وسله‌والو مخالفینو سره مبارزه، او پر امنیت او پراختیا تمرکز.

که د ځانګړی مناسبتو پوری اړوند له شعارونو څخه تیر شو او دغه څرګندونې د سیاسي پیغامونو د یوې ټولګې په توګه وڅېړو، نو د طالبانو د حکومت د لومړیتوبونو په اړه لا منسجم برداشت ترلاسه کېدای شي. د دې موضوع اهمیت هم همدلته دی؛ ځکه کله چې د یوه حکومت د چارواکو دریځونه په یوه رسمي مناسبت او د حکومت د بېلابېلو څېرو په حضور کې تکرارېږي، نو دغه دریځونه تر یوه فردي نظر هاخوا د حکومت د عمومي سیاست‌جوړونې د چوکاټ نښه بلل کېدای شي.

له همدې امله، د دې مقالې اساسي پوښتنه دا ده چې واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت د طالب چارواکو څرګندونې د دوې د بهرني سیاست، له مخالفینو سره د چلند او د حکومتولۍ د الګو په اړه څنګه انځور وړاندې کوي، او له دغو ټولو څرګندونو څخه کوم واحد سیاسي پیغام ترلاسه کېدای شي؟

  • د طالبانو بهرنی سیاست؛ نه لاسوهنه، متقابل درناوی او اقتصادي تمرکز

د واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځم کال په مناسبت د طالب چارواکو د څرګندونو یوه تر ټولو مهمه برخه د بهرني سیاست په اړه وه. که د دوی ټولې څرګندونې سره یوځای کړو، نو درې اساسي اصول پکښې روښانه کېږي: نه لاسوهنه، متقابل درناوی او اقتصادي تمرکز. پر دې ټینګار چې افغانستان به اجازه ورنه کړي چې د دغه هېواد له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وشي، په حقیقت کې د طالبانو د بهرني سیاست له مهمو بنسټیزو دریځونو څخه دی. طالبانو دغه موضوع په دوامداره توګه مطرح کړی او په خپلو رسمي څرګندونو کې یې څو ځله بیا په څرګنده توګه تکرار کړی دی.

د دغه دریځ سیاسي معنا دا ده چې اوسني واکمنان غواړي افغانستان د سیمه‌ییزو او له سیمې بهرنیو قدرتونو ترمنځ د تقابل له ډګر څخه لرې وساتي. په بل عبارت، د طالبانو پیغام دا دی چې افغانستان باید یو ځل بیا د نورو هېوادونو پر ضد د عملیاتو په مرکز یا د نیابتي جګړو په ډګر بدل نه شي.

له بلې خوا، پر «نه لاسوهنې، متقابل درناوي او اقتصادي تمرکز» ولاړو اړیکو ټینګار ښيي چې طالبان هڅه کوي له نړۍ سره د خپلو بهرنیو اړیکو لپاره یو مشخص چوکاټ رامنځته کړي. دغه چوکاټ پر یوه ساده اصل ولاړ دی، دا چې افغانستان د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او په مقابل کې تمه لري چې نور هېوادونه هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

اقتصادی تمرکز هم د دغه بهرني سیاست درېیم اړخ دی. طالبان په داسې شرایطو کې دي چې غواړي اقتصادي اړیکې پراخې کړي، سیمه‌ییزه سوداګري وده ورکړي، پانګونې راجلب کړي او افغانستان له سترو سیمه‌ییزو پروژو سره ونښلوي. له همدې امله، بهرنی سیاست یوازې تر سیاسي پېژندنې او ډیپلوماټیک تعامل پورې محدود نه دی؛ بلکې اقتصاد له نړۍ سره د اړیکو د ټینګولو پر یوه مهمه وسیله بدل شوی دی.

پر «مثبت تعامل» او خبرو اترو د ستونزو د حل د تر ټولو غوره لارې په توګه ټینګار هم په همدې چوکاټ کې د تفسیر وړ دی. طالبان غواړي داسې د یوه حکومت انځور وړاندې کړي چې له خپلې خپلواکۍ سره د ټینګار ترڅنګ یې له نړۍ سره د خبرو دروازې هم نه دي تړلې. له همدې امله، ویلای شو چې د اوسنیو واکمنانو د څرګندونو د دې برخې اصلي پیغام دا دی چې افغانستان خپلواکي غواړي، خو انزوا نه؛ تعامل غواړي، خو د بهرني فشار او لاسوهنې پر بنسټ نه.

  • وسله‌وال مخالفین او د خپلواکۍ پیغام؛ له تاریخي خبرداري څخه د حاکمیت د ټینګښت تر هڅې پوری

د طالب چارواکو د څرګندونو دویم مهم محور له وسله‌والو مخالفینو او هغو هېوادونو سره د چلند څرنګوالی دی چې له دغو ډلو ملاتړ کوي. په دې برخه کې هم د بېلابېلو طالب چارواکو د څرګندونو ترمنځ د پام وړ همغږي لیدل کېږي. طالبان له یوې خوا مخالفینو ته وايي چې که «مشخصه اجنډا» لري، باید په څرګنده یې بیان کړي او که داسې اجنډا نه لري، له مخالفت څخه دې لاس واخلي. له بلې خوا خبرداری ورکوي چې له مخالفینو څخه بهرنی ملاتړ به پایله ونه لري او د افغانستان د خپلواکۍ پر وړاندې هر ډول ګواښ به له ماتې سره مخ شي.

دغه دریځ باید د طالبانو د حاکمیت د انحصار د ټینګښت د هڅې په چوکاټ کې تحلیل شي. د هر حکومت لپاره د سیالو وسله‌والو ډلو شتون یوه اساسي ننګونه ده؛ خو د افغانستان په اړه دغه موضوع لا پراخ ابعاد لري، ځکه د هېواد معاصر تاریخ له کورنیو جګړو، بهرنیو لاسوهنو او ګڼو وسله‌والو ډلو څخه ډک دی. له همدې امله، طالبان هڅه کوي وسله‌وال مخالفت د یوې مشروع سیاسي سیالۍ په توګه نه، بلکې د هېواد د ثبات او خپلواکۍ پر وړاندې د یوه ګواښ په توګه تعریف کړي.

د بریتانیا، شوروي اتحاد او امریکا د ماتې یادونه هم په همدې چوکاټ کې راځي. طالبان د دغه تاریخي روایت په کارولو سره غواړي په هم‌مهاله توګه دوه پیغامونه ولېږدوي: لومړی دا چې افغانستان به د بهرني فشار پر وړاندې تسلیم نه شي؛ او دویم دا چې کورني مخالفین هم که له بهرني ملاتړ څخه برخمن وي، د موجود وضعیت د بدلون توان به ونه لري.

خو تر دې مهمه خبره د طالب چارواکو د څرګندونو همغږي ده. په تېرو کلونو کې د حکومت مخالفو رسنیو هڅه کړې چې د طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمنځ د جدي اختلافاتو انځور وړاندې کړي او هر ډول نظر اختلاف یا د خبرو په لحن کې توپیر د اوسني حکومت په جوړښت کې د ژورې درز نښه وبولي. خو د طالبانو واک ته د بېرته ستنېدو د پنځم کال په مراسمو کې مطرح شوې څرګندونې ښيي چې په مهمو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د وسله‌والو مخالفینو او د نظام د خپلواکۍ د اصل په اړه، یو ګډ چوکاټ شتون لري.

  • د طالبانو واک ته د بېرته ستنېدو پنځمه کلیزه؛ طالبان او حکومتولي؛ د امنیت له ټینګښت څخه د پراختیا او بنسټیزو زیربناوو پر لور تګ

د طالب چارواکو د څرګندونو درېیم مهم محور د افغانستان له داخلي وضعیت او د حکومتولۍ له راتلونکي سره تړاو لري. پر دې ټینګار چې افغانستان باید یو ځل بیا د جګړې او ناامنۍ پر لور سوق نه شي، ښيي چې امنیت لا هم د طالبانو د حکومت د روایت په مرکز کې ځای لري. طالبان تر ډېره د خپلې کړنې مشروعیت پر دې ادعا ولاړ بولي چې توانېدلي د جګړې او پراخې ناامنۍ کچه راکمه کړي. له همدې امله، د امنیت ساتل یوازې یو حکومتي هدف نه، بلکې د طالبانو د سیاسي روایت له بنسټونو څخه هم ګڼل کېږي.

خو د امنیت ترڅنګ، د زیربناوو او اقتصاد موضوع هم مهمه شوې ده. د اقتصادي زیربناوو پر پیاوړتیا ټینګار ښيي چې حکومت هڅه کوي د واک د ټینګښت له پړاو څخه تېر شي او داسې پړاو ته داخل شي چې اقتصادي او پراختیايي کړنې یې د حکومتولۍ د ارزونې لپاره یوه مهم معیار په توګه کار وکړی. دغه د تمرکز بدلون له سیاسي پلوه ډېر اهمیت لري.

ځکه هغه حکومت چې واک ته یې له بېرته ستنېدو پنځه کاله تېر شوي، نور نه شي کولای خپلې ټولې کړنې یوازې د «جګړې او پوځي بریا» له لارې توضیح کړي. اوس د ټولنې اساسي پوښتنې د خلکو له معیشت، کارموندنې، پانګونې، سوداګرۍ، زیربناوو، زده‌کړو او د هېواد له اقتصادي راتلونکي سره تړاو لري. له همدې امله، پر زیربنایی پراختیا ټینګار د دې هڅې نښه بلل کېدای شي چې د حکومتولۍ بحث له «فتح او ټینګښت» څخه «حکومتولۍ او پراختیا» ته تمرکز اړولی دی.

په ټوله کې، د واک ته د طالبانو د بېرته ستنېدو د پنځم کال په مراسمو کې د طالب چارواکو څرګندونې ښيي چې طالبان د خپل حکومت د پنځم کال پر مهال هڅه کوي د نظام نوی انځور وړاندې کړي: داسې نظام چې د جګړې له پړاو څخه تېر شوی، امنیت ټینګ شوی ګڼي، له وسله‌والو مخالفینو سره مبارزه کوي، له نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی او په ورته وخت کې ټینګار کوي چې بهرنيې اړیکې باید د اقتصاد او پراختیا په خدمت کې وي.

د طالبانو واک ته د بېرته ستنېدو پنځمه کلیزه
د طالبانو واک ته د بېرته ستنېدو پنځمه کلیزه

نقیب الله جمشید

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=12891

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *