Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

د ایران د اسلامي جمهوریت د شهید رهبر د خدای پامانۍ مراسم یوازې د جنازې او ویر مراسم نه وو؛ لږ تر لږه د افغانستان لپاره دا مراسم د سمبولیکې ډیپلوماسۍ، د سیاسي اختلافونو د مدیریت او د تهران د سیمه‌ییز نفوذ د څرګندولو یوه بې‌سارې صحنه وه. د تهران د امام خمیني په مصلا کې، د ګڼو بهرنیو پلاوو تر څنګ، هم د طالبانو د حکومت لوړپوړي استازي حاضر وو او هم د طالبانو د مخالفو ډلو دوه مشهور شخصیتونه؛ احمد مسعود، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر، او محمد محقق، د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر.

د دې پېښې اهمیت په همدې کې دی چې دا ټول په یوه وخت کې حاضر وو. افغانستان د جمهوریت له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته داسې پړاو ته داخل شوی چې د کابل د واکمن حکومت او د سیاسي مخالفو جریانونو ترمنځ واټن د هېواد له ژورو اختلافونو څخه شمېرل کېږي. په داسې وضعیت کې، دا چې طالبان، احمد مسعود او محمد محقق په یوه رسمي او د لوړې کچې مراسمو کې یوځای ګډون وکړي، عادي خبره نه ده.

دا ګډون یوازې یو تشریفاتي انځور نه و، بلکې یو سیاسي پیغام یې له ځان سره درلود؛ داسې پیغام چې د ایران د دریځ، د تهران د مدیریت د وړتیا او د افغانستان د بېلابېلو ډلو له نظره د اسلامي جمهوریت د اهمیت څرګندونه کوي.

  • یوه صحنه، څو پیغامونه

د شهید رهبر د خدای پامانۍ په مراسمو کې افغانستان له څو څېرو او څو پیغامونو سره ښکاره شو. ملا عبدالغني برادر، چې د طالبانو د رئیس‌الوزراء اقتصادي مرستیال او د دې حکومت له مهمو څېرو څخه دی، د کابل د اوسني واک استازیتوب کاوه. همدارنګه امیرخان متقي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دی، هم ورسره حاضر و. دهغه ګډون وښوده چې کابل دا سفر یوازې یو مذهبي یا احساساتي سفر نه ګڼي، بلکې هغه د بهرني سیاست او سیمه‌ییزو اړیکو په چوکاټ کې ارزوي.

په بل لوري کې، د احمد مسعود او محمد محقق ګډون د افغانستان د غیرطالباني سیاسي ټولنې دوه بېلابېلې څېرې دې صحنې ته راوستل. احمد مسعود د پنجشیر د مقاومت د میراث او د احمدشاه مسعود د کورنۍ د سمبولیک دریځ سره پېژندل کېږي. محمد محقق هم د افغانستان له مخکښو جهادي، سیاسي او قومي مشرانو څخه دی چې د هزاره ټولنې او د شیعه سیاسي جریانونو ترمنځ تاریخي ځای لري. د دغو دواړو کسانو ګډون دا معنا نه لرله چې تهران غواړي د طالبانو مخالفو ډلو ته پراخ سیاسي وزن ورکړي؛ بلکې دا یې وښوده چې ایران افغانستان یوازې د کابل د اوسني حکومت په څېره کې نه ویني.

دا توپیر ډېر مهم دی. له یوې خوا، تهران د طالبانو د حکومت له واقعیت سره مخ دی او د سرحدونو، کډوالو، سوداګرۍ، ټرانزیټ، امنیت او سیمه‌ییزو اړیکو د مدیریت لپاره اړ دی چې له کابل سره تعامل وکړي. خو له بلې خوا، ایران ښه پوهېږي چې افغانستان یو واحد غږ لرونکی هېواد نه دی. دا هېواد د قومونو، مذهبونو، سیاسي جریانونو، مهاجر پوهانو، جهادي شخصیتونو او ټولنیزو ځواکونو یوه پراخه شبکه لري چې د هغوې له پامه غورځول نه یوازې واقعي کار نه دی، بلکې د اوږدمهاله ثبات لپاره هم ګټه نه لري.

  • ملا برادر؛ تهران ته د کابل رسمي پیغام

د طالبانو د پلاوي په مشرۍ د ملا عبدالغني برادر ګډون د کابل تر ټولو مهم پیغام و. برادر یوازې د طالبانو په حکومتي جوړښت کې یو اداري چارواکی نه دی، بلکې د دې تحریک له تاریخي او اصلي څېرو څخه شمېرل کېږي او د طالبانو له بنسټ‌اېښودونکو کسانو څخه ګڼل کېږي؛ له همدې امله، تهران ته د هغه سفر د یوې عادي خواخوږی څخه د ستراتیژیک دریځ اعلان ته لوړوي.

طالبانو کولای شول ټیټه کچه پلاوی ولېږي. هغوی کولای شول یوازې خپل سفارت یا سیاسي استازی دې مراسمو ته واستوي. خو دا چې ملا برادر یې وټاکه او امیرخان متقي یې هم ورسره ملګری کړ، دا وښوده چې کابل دې سفر ته ځانګړی اهمیت ورکړی دی. دا ځانګړی اهمیت درې اړخونه لري: اسلامي، سیاسي او اقتصادي.

له اسلامي اړخه، طالبانو غوښتل ځان د ایران د مسلمان ملت ترڅنګ وښيي. د جګړې او د ایران د رهبر له شهادت وروسته، د خدای پامانۍ په مراسمو کې ګډون طالبانو ته دا فرصت ورکاوه چې خپله دیني او سیاسي خواخوږي په ښکاره څرګنده کړي.

له سیاسي اړخه، کابل د تهران په اهمیت ښه پوهېږي. طالبان درک کوي چې ایران یوازې یو ګاونډی هېواد نه دی؛ بلکې ایران د افغانستان په لوېدیځ کې، د کډوالو، سیمه‌ییزې سوداګرۍ، ټرانزیټي لارو، د افغانستان د شیعه ټولنې سره په اړیکه او د سیمه‌ییز ځواک د توازن په معادلو کې مستقیم رول لري.هغه حکومت چې په کابل کې واکمن دی، که غواړي له سیمه‌ییزې انزوا څخه ووځي، نه شي کولای د ایران پر وړاندې بې‌پروا پاتې شي.

له اقتصادي اړخه هم، تهران د کابل لپاره یو حیاتي مسیر دی. افغانستان یو په وچه کې راګیر هېواد دی او تل د سوداګرۍ او ټرانزیټ لپاره بهرنیو لارو ته اړتیا لري. په وروستیو کلونو کې، د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د کړکېچونو له زیاتېدو سره، د ایران لاره او د چابهار بندر د افغانستان لپاره لا ډېر مهم شوي دي. له همدې امله، د ملا برادر ګډون باید یوازې د یوه تشریفاتي تسلیت څخه ورهاخوا ولیدل شي. دا ګډون ښيي چې طالبان غواړي له ایران سره خپلې اړیکې لا تودې، ژورې او ستراتیژیکې کړي.

  • احمد مسعود او محمد محقق د ایران د اسلامي جمهوریت د شهید رهبر؛ محدود خو مانا لرونکی حضور

د طالبانو د پلاوي ترڅنګ، د احمد مسعود او محمد محقق ګډون د افغانستان د پیغام دوهم مهم اړخ و. که څه هم د دوی حضور محدود و، خو له سیاسي پلوه ډېر مهم او مانا لرونکی و. تهران د طالبانو ټولو مخالفو ډلو ته د ګډون پراخ فرصت ور نه کړ؛ د مخالفانو حضور نه پراخ و، نه منظم او نه هم ډېر څرګند، همدا محدودیت خپله یو پیغام درلود: ایران نه غوښتل چې د شهید رهبر د خدای پامانۍ مراسم د طالبانو د مخالفانو د سیاسي نندارې په ډګر بدل شي.

خو په عین وخت کې، تهران دروازه هم په بشپړه توګه ونه تړله. همدا د افغانستان په اړه د ایران د سیمه‌ییز سیاست یو مهم او دقیق اړخ دی. ایران له طالبانو سره تعامل کوي، خو له طالبانو سره اړیکې د دې معنا نه لري چې له نورو افغان سیاسي جریانونو سره خپلې اړیکې په بشپړه توګه پرې کړي. له ستراتیژیک نظره دا سیاست منطقي ښکاري، ځکه د افغانستان ثبات د یوې ډلې په لرې کولو نه، بلکې د دې هېواد د بېلابېلو واقعیتونو په پېژندلو او منلو سره ترلاسه کېدای شي.

احمد مسعود او محمد محقق هر یو د افغانستان د سیاسي  حافظې د یوې برخې استازیتوب کوي. احمد مسعود د مقاومت سمبول ګڼل کېږي، او محمد محقق هغه سیاسي څېره ده چې په تېرو څو لسیزو کې یې د افغانستان په قومي، مذهبي او جهادي سیاست کې مهم رول لوبولی دی.

مهمه خبره دا ده چې د دغو دواړو کسانو ګډون د طالبانو پر ضد د تهران د سیاست د بدلون معنا نه درلوده. برعکس، ایران په هماغه وخت کې له لوړپوړي طالب پلاوي سره خبرې وکړې، د هغوی هرکلی یې په لوړه کچه وساته، او اجازه یې ور نه کړه چې د مخالفانو حضور په رسنیز یا ډیپلوماټیک ټکر بدل شي. دا ډول مدیریت ښيي چې ایران په یوه وخت کې د څو اړیکو د ساتلو وړتیا لري: له کابل سره رسمي اړیکې، له غیرطالباني سیاسي جریانونو سره سیاسي اړیکې، او له افغان ټولنې سره فرهنګي او ټولنیزې اړیکې.

  • طالبان او د سیاسي حساسیت ازموینه

طالبان د خپلو مخالفانو د فعالیتونو او حضور په اړه ډېر حساس دي. د دوی لپاره دا چې احمد مسعود او محمد محقق په یوه رسمي مراسمو کې، په ځانګړي ډول په داسې هېواد کې لکه ایران، ګډون وکړي، ساده موضوع نه ده. خو سره له دې، د طالبانو لوړپوړي پلاوي په همدې مراسمو کې ګډون وکړ. دا ښيي چې د طالبانو په محاسبه کې له ایران سره د اړیکو اهمیت، د مخالفانو د محدود حضور له حساسیت څخه ډېر مهم و.

دلته باید یوې مهمې موضوع ته پام وشي: طالبان په خپله بهرنۍ تګلاره کې هڅه کوي چې له سیاسي انزوا څخه ووځي او خپلې سیمه‌ییزې اړیکې پراخې کړي. دوی لا هم د نړیوال مشروعیت له ستونزې سره مخ دي، او د خپل دریځ د پیاوړي کولو لپاره له ګاونډیو هېوادونو او سیمه‌ییزو قدرتونو سره اړیکو ته اړتیا لري. په دې برخه کې ایران ځانګړی اهمیت لري؛ هم د اوږدې ګډې پولې او تاریخي اړیکو له امله، هم د ایران د سیمه‌ییز رول له کبله، او هم د اقتصادي او ټرانزیټي ظرفیتونو له امله.

  • تهران؛ د افغانستان بېلابېل لورې د راټولېدو ځای

د شهید رهبر د خدای پامانۍ مراسم د افغانستان لپاره یوه عادي پېښه نه وه. دې مراسمو وښودله چې تهران لا هم کولای شي د افغانستان د بېلابېلو او یو له بل سره د مخالفو ډلو د راټولېدو ځای وي، پرته له دې چې یوه ډله د بلې پر ضد ودروي. له ملا عبدالغني برادر څخه تر احمد مسعود پورې، او له امیرخان متقي څخه تر محمد محقق پورې، ټول په یوه سمبولیکه صحنه کې حاضر وو. دې صحنې وښودله چې د افغانستان د بېلابېلو سیاسي ډلو په فکر او محاسبه کې، ایران د یو عادي ګاونډی نه دی څخه هاخوا ځای لري.

د دې پېښې لومړی پیغام د اسلامي جمهوریت د مدیریت وړتیا وه. ایران وتوانېد چې د خپلو تر ټولو مهمو ملي او انقلابي مراسمو پر مهال، هم د طالبانو د حکومت او هم د طالبانو د مخالفو څېرو ګډون داسې تنظیم کړي چې نه له کابل سره اړیکې زیانمنې شي او نه هم داسې ښکاره شي چې له پراخې افغان سیاسي ټولنې سره یې اړیکې پرې شوې دي.

دوهم پیغام د طالبانو ستراتیژیکه محاسبه وه. کابل، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د لوړپوړي پلاوي په استولو، وښودله چې له تهران سره اړیکې ورته ځانګړی اهمیت لري. طالبان پوهېږي چې له ایران پرته د افغانستان د ډېرو مهمو موضوعاتو اداره کول اسانه نه دي؛ له سوداګرۍ او ټرانزیټ څخه نیولې، تر کډوالو، د سرحدي امنیت او د سیمې د ځواک د توازن پورې.

درېیم پیغام، په افغانستان کې د ایران دریځ د یو حکومت له حده ورهاخوا دی. د احمد مسعود او محمد محقق ګډون وښودله چې له ایران سره اړیکې یوازې د کابل له اوسني حکومت سره نه خلاصه کېږي. اسلامي جمهوریت لا هم د افغانستان د سیاسي ټولنې د بېلابېلو برخو لپاره یو مهم سیمه‌ییز، مذهبي، فرهنګي او سیاسي مرجع ګڼل کېږي.

له دې نظره، د شهید رهبر د خدای پامانۍ مراسم یوازې د یوه مشر د رخصتۍ مراسم نه وو؛ بلکې داسې صحنه وه چې په هغې کې د افغانستان بېلابېله ټولنه، له خپلو ټولو اختلافونو او وېشونو سره، د ایران د سیاسي نفوذ پر وړاندې راڅرګنده شوه.  او شاید د دې ټولو مهمه پایله همدا وي: ایران په افغانستان کې نه یوازې له حکومتونو سره خبرې کوي، بلکې د دې هېواد د تاریخ، کلتور، مذهب، سیاست او ګډې ملي حافظې له ژورو طبقو سره هم خبری کوي.

همدا څو اړخیزې اړیکې تهران ته دا توان ورکوي چې د سیمې په یوه خورا پېچلو موضوعاتو کې لا هم یو اغېزناک، انعطاف منونکی او پړیکره کوونکي لوبغاړی پاتې شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د شهید رهبر
 د طالبانو استازو د ایران د اسلامي جمهوریت د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ

سعید محمدی

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=12512

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *