په کندهار کې د شوراندام فابریکې پرانیستل
په کندهار ولایت کې د شوراندام د سترې سمنټو فابریکې د لومړي پړاو پرانیستل، چې هره ورځ د ۱۵۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت لري، په اوسنیو شرایطو کې یوازې د یوه صنعتي واحد د فعالیت پیل نه، بلکې تر دې ډېر ارزښت لري. ټاکل شوې چې د دې فابریکې د تولید ظرفیت په راتلونکو پړاوونو کې هره ورځ ۵۰۰۰ ټنو ته لوړ شي. دغه فابریکه کولای شي د هېواد د کورنیو اړتیاوو یوه برخه پوره کړي او د سمنټو په صنعت کې د پانګونې د پراختیا لپاره زمینه برابره کړي.
په ټولنیزو شبکو کې د دې فابریکې د بېلابېلو برخو ویډیوګانې خپرې شوې دي، چې پکښی پرمختللي تجهیزات او ماشینونه ښودل کېږي. دا ویډیوګانې څرګندوي چې په دې برخه کې پانګونه نور یوازې د لومړنیو طرحو تر کچې محدوده نه ده پاتې شوې، بلکې د صنعتي بنسټونو د جوړولو پړاو ته رسېدلې ده.
د دغو بدلونونو په پام کې نیولو سره، اساسي پوښتنه دا ده چې د شوراندام د سمنټو فابریکې پرانیستل د افغانستان د اقتصادي ځانبسیاینې په بهیر کې څه ارزښت لري؟ او ایا د سمنټو د تولیدي پروژو پراختیا کولای شي په راتلونکو څو کلونو کې افغانستان له یوه لوی واردوونکي هېواد څخه پر تولیدوونکي او ان صادرونکي هېواد بدل کړي؟
شوراندام؛ د سمنټو صنعت ته د ټکنالوژۍ او پانګونې د راتګ یوه بېلګه
د شوراندام د سمنټو فابریکې د ارزونې پر مهال یوه مهمه موضوع چې پام ځان ته رااړوي، یوازې د دې فابریکې د تولید ظرفیت نه دی، بلکې د هغو تجهیزاتو، ماشینونو او تخنیکي بنسټونو کچه هم ده چې په دې صنعتي مجموعه کې کارول شوي دي. په ټولنیزو شبکو کې د فابریکې له بېلابېلو برخو خپرې شوې ویډیوګانې د یوه ستر صنعتي مرکز انځور وړاندې کوي، چې منظمې تولیدي کرښې، میخانیکي تجهیزات، پرمختللي ماشینونه او تخنیکي سیسټمونه پکښی لیدل کېږي.
د دې فابریکې لومړی پړاو د ورځې د ۱۵۰۰ ټنه سمنټو د تولید په ظرفیت پرانیستل شوی او د اعلان شوي پلان له مخې، ټاکل شوې چې د راتلونکو پړاوونو له بشپړېدو وروسته یې تولیدي ظرفیت هره ورځ ۵۰۰۰ ټنو ته ورسېږي. که دا پلان په بشپړ ډول عملي شي، د شوراندام فابریکه به افغانستان د ودانیزو توکو د تولید په برخه کې پر یوه مهم صنعتي مرکز بدله کړي.
بله، هغه څه چې د پام وړ دي، د خصوصي پانګونې او د صنعتي بنسټونو د پراختیا ترمنځ اړیکه ده. د شوراندام پروژه د شاوخوا ۱۱۳ میلیونه ډالرو په اعلان شوې پانګونه د ګټې اخیستنې پړاو ته رسېدلې ده. په داسې حال کې چې افغانستان له مالي محدودیتونو، نړیوالو بندیزونو او بانکي اړیکو په برخه کې له ستونزو سره مخ دی، دا ډول ستره پانګونه ښيي چې د کورنیو پانګوالو یوه برخه لا هم په هېواد کې د اقتصادي فعالیت لپاره شته ظرفیتونه او فرصتونه د پام وړ ګڼي.
له وارداتو پر وابستګۍ څخه د یوه ملي صنعت تر رامنځته کېدو پورې
افغانستان هر کال شاوخوا پنځو تر اوو میلیونو ټنو سمنټو ته اړتیا لري. دا پراخه اړتیا د هېواد له ځانګړو اقتصادي او عمراني شرایطو څخه سرچینه اخلي. د افغانستان د زیربناوو یوه لویه برخه د څو لسیزو جګړو په ترڅ کې زیانمنه شوې او یا په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. سربېره پر دې، د ښارونو پراختیا، د ښارګوټو جوړول، د استوګنیزو ودانیو جوړول، د سړکونو، پلونو، د اوبو بندونو او ترانسپورتي شبکو جوړول د سمنټو غوښتنه په دوامداره توګه زیاتوي.
په داسې شرایطو کې، د هېواد د اړتیا وړ سمنټو ډېره برخه له بهر څخه واردول، نه یوازې د بهرنیو اسعارو د وتلو لامل کېږي، بلکې افغانستان د سیمهییزو بازارونو د بیو د بدلونونو او د سوداګریزو لارو د ګډوډۍ پر وړاندې هم زیانمنوي. د ریاستالوزراء د اقتصادي معاونیت د راپور له مخې، په تېرو کلونو کې د هېواد د سمنټو شاوخوا ۷۵ سلنه اړتیا د وارداتو له لارې پوره کېده.
د سمنټو کورنی تولید له څو اړخونو د افغانستان د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته کولای شي. لومړی، د کورني تولید په زیاتېدو سره به د بازار د اړتیاوو یوه برخه له وارداتو پرته پوره شي او په پایله کې به د هېواد پر بهرنیو اسعارو فشار کم شي. دویم، کورني تولیدوونکي کولای شي، د ارزانه خامو موادو او انرژۍ ته د لاسرسي په صورت کې، د محصول د لېږد او بازار ته د وړاندې کولو لګښتونه راکم کړي. درېیم، د کورنیو تولیدوونکو ترمنځ سیالي، د وارداتو له کنټرول سره یوځای، کولای شي د محصولاتو د کیفیت د ښه کېدو او د بیو د تنظیم لپاره زمینه برابره کړي.
له بلې خوا، د شوراندام فابریکه یوازې د بازار د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو تولیدي مرکز نه دی، بلکې کولای شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د سیمهییز اقتصاد د بېلابېلو برخو په فعالولو کې هم مهم رول ولوبوي. د دغه ډول صنعتي مرکز فعالیت په تخنیکي برخو، انجینرۍ، مدیریت، د خامو موادو په استخراج، ترانسپورټ، بستهبندۍ، خدمتونو او وېش برخو کې کاري ځواک ته اړتیا لري. د ریاستالوزراء د اقتصادي معاونیت په اعلامیه کې هم د زرګونو کسانو لپاره په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو یادونه شوې ده.
سترې پانګونې او د سمنټو د صادرونکي هېواد په توګه د افغانستان راتلونکی
د شوراندام فابریکې پرانیستل هغه مهال لا ډېره مهمه کېږي چې په افغانستان کې د سمنټو د تولید د ټولو پروژو په چوکاټ کې وڅېړل شي. په حقیقت کې، کندهار یوازینی ولایت نه دی چې د سمنټو د تولید لپاره پکښی پانګونه روانه ده، بلکې په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سمنټو د فابریکو د جوړولو لپاره څو ستر تړونونه هم لاسلیک شوي دي. دغه پروژې ښيي چې د سمنټو صنعت په تدریجي ډول په افغانستان کې د صنعتي پانګونې پر یوه مهم محور د بدلېدو په حال کې دی.
د دغو پانګونو اهمیت په دې کې دی چې د سمنټو صنعت په مستقیم ډول د افغانستان له کانونو او معدني سرچینو سره تړاو لري. هېواد د چونې ډبرې، ګچ او د سمنټو د تولید لپاره د نورو اړینو معدني موادو د پام وړ زېرمې لري.
له همدې امله، په دې برخه کې پانګونه کولای شي د دې پر ځای چې خام معدني مواد په لومړني ډول استخراج او وپلورل شي، زمینه برابره کړي چې دغه مواد په هغو صنعتي محصولاتو بدل شي چې زیات ارزښت ولري. دا بهیر د کاري فرصتونو د رامنځته کولو ترڅنګ، د اړوندو صنایعو له ودې، د تخنیکي پوهې له لېږد، د انجینرۍ د خدمتونو له پراختیا او د ترانسپورټي فعالیتونو له پراخېدو سره هم مرسته وکړي.
په ټوله کې، ویلای شو چې د شوراندام فابریکې پرانیستې او د سمنټو د تولید د نورو پروژو پرمختګ د دې وضعیت د بدلون لپاره هیلې زیاتې کړې دي. که دغه بهیر له اغېزمن مدیریت، د کیفیت له ساتنې، د انرژۍ له برابرولو او له پانګونې څخه له دوامدار ملاتړ سره مل وي، افغانستان کولای شي په راتلونکو څو کلونو کې د سمنټو د یوه لوی واردوونکي هېواد له دریځه واټن واخلي او په سیمه کې د دې محصول پر یوه تولیدوونکي او صادرونکي هېواد بدل شي.
دا ډول بدلون به نه یوازې د یوه صنعت د ودې په معنا وي، بلکې د افغانستان د اقتصاد د تولید، کارموندنې او لا ډېرې ځانبسیاینې پر لور د حرکت څرګندونه به هم وکړي.

نقیب الله جمشید











