Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

موږ د سید مقاومت د جهان اسلام، سید حسن نصرالله د شهادت په لومړۍ کلیزه کې ولاړ یو. هغه یو معاصر حماسه‌ساز شخصیت دی چې په خپل درایت او مېړانې سره یې د اسلامي نړۍ اقتدار او ویاړ په نړۍ کې، په ځانګړې توګه د نړیوال استکبار په مقابل کې، په ښه ډول څرګند کړ.

هغه په ۱۹۹۲ کال کې، د سید عباس موسوي له ترور وروسته، د حزب‌الله د رهبرۍ له‎خوا د حزب‌الله لبنان د درېم رهبر او عمومي منشي په توګه وټاکل شو. په دې موده کې سید حسن نصرالله داسې نوښتونه او پېښې په لبنان او حتی د اسلامي نړۍ په کچه رامنځته کړې چې د حزب‌الله د فعالیتونو په تاریخ کې ورته مثال نشته. د اسراییل په وړاندې پیاوړی مقاومت، د امریکا په وړاندې کلک دریځونه، د اسلامي امت هر اړخیز ملاتړ او د اسلامي نړۍ د یووالي ټینګار د سید حسن د کړنو سرليکونه وو.

  • سید حسن نصرالله څه وکړل؟

د جنوب لبنان د ۱۸ کلنې اشغال پای ته رسول:

له هغو برجسته کړنو څخه چې سید حسن نصرالله ته ځانګړی شخصیت وربښل، د جنوبي لبنان د اسراییلي اشغال ختمول وو. هغه وتوانېد چې په هوښیارو سیاسي رایزنیو او نظامي کړنو سره اسراییل، چې له ۱۹۸۲ څخه تر ۲۰۰۰ پورې یې جنوبي لبنان اشغال کړی و، مجبوره کړي چې وتښتي؛ پرته له دې چې حتی د لبنان یوه ټوټه هم له لاسه ورکړي. د اسراییلو د پرمختګونو مخنیوی په لبنان کې او د دې ۱۸ کلنې تسلط پای ته رسول د سید حسن نصرالله په حزب‌الله کې لومړنۍ ستره او بې‌ساري لاسته راوړنه ګڼل کېږي.

د حزب‌الله مقاومت د اسراییلو پر وړاندې په ۳۳ ورځنۍ جګړه کې:

له عمده لاسته راوړنو څخه چې د سید حسن نصرالله په مشرۍ حزب‌الله تر لاسه کړل، د ۲۰۰۶ کال ۳۳ ورځنۍ جګړه ده. دغه جګړه هغه وخت پېل شوه کله چې یو شمېر اسراییلي سرتیري د بد نیت په موخه د لبنان له پولو تېر شول؛ په هغه مقاومت کې چې حزب‌الله وښود، دوه اسراییلي سرتیري ووژل شول او یو شمېر نور ونیول شول، او دا پېښه اسراییل ته پلمه ورکړه چې جګړه د ۳۳ ورځو لپاره وغځوي.

د دې جګړې په جریان کې د لبنان محاصره او پر تل‌آویو باندې د حزب‌الله له خوا د توغندیزو بریدونو له امله رامنځته شوې پراخې زیانونه — پرته له دې چې د لبنان پوځ مداخله کړې وای — د اسراییلو لپاره زغمل سخت کړل. د حزب‌الله مقاومت او ټینګ ولاړتیا د اسراییلو په وړاندې دومره قوي و چې اسراییل یې ستړی کړ؛ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۰۰۶ کال کې د قطعنامې صادرولو او د اوربند د ټینګولو له لارې مداخله وکړه، او دا د حسن نصرالله په مشرۍ د اسلامي نړۍ لپاره بل ویاړ ګڼل شو.

مبارزه په وړاندې داعش:

حزب‌الله د سوریې او عراق په وړاندې د داعش د حملو په مقابل کې په زړورتیا عمل وکړ. سید حسن نصرالله د شهید سلیماني، د قدس ځواک قومندان، په همکارۍ کې هڅه وکړه چې د داعش جعلي دولت له منځه یوسي. د هغه مقابله یوازې نظامي نه وه؛ د هغه علني بیانیې او د اسلامي امت د یووالي لپاره د هغه غوښتنې هم د پام وړ وې. هغه د خپلو روښانتیاوو له لارې د داعش حقیقي څېره، چې د استکبار د وسیلې په توګه کارول کېده، نړۍ ته وښوده.

د طوفان الاقصی عملیات:

د طوفان الاقصی د جګړې له پېل څخه یو ورځ وروسته، یعنې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۸مه، حزب‌الله د سید حسن نصرالله په مشرۍ رسماً اعلان وکړ چې دې جګړې کې ګډون کوي. د حزب‌الله داخېلیدل د فلسطیني مقاومت په ملاتړ کې د حزب‌الله اصلي او عملي موقف لا څرګند کړ. دا اقدام د غزې د مقاومت د احتمالي ماتې مخه ونیوله او د فلسطین آرمان یې تر سیوري لاندې د عربي-اسلامي هېوادونو د مرګونې چوپتیا په منځ کې روښانه وساتلو. په پای کې یې د استکبار نړیوال نفوذ په نظرونو او د اسلامي امت په منځ کې د تفرقه جوړولو—چې د امریکایي-صهیونیزم پروژه بلل کېده—مخنیوی وکړ.

د طوفان الاقصی تر عملیاتو وروسته موږ د حزب‌الله له‎خوا پر اسراییلو باندې د ګڼو عملیاتو شاهد وو چې پر اسراییلو یې دروند فشار راوړ او هغه یې هغه حد ته رسولی و چې ټول نړیوال قواعد او اخلاقي معیارونه یې تر پښو لاندې کړي؛ او په یوه ناجوانمردانه عملیات کې سید حسن نصرالله د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په ۲۷مه شهید کړل شو.

  • د سید حسن نصرالله د پېژندنې لپاره د هغه د شخصیت اړخونه:

کاریزماتیک مشرتوب:

سید حسن نصرالله یو کاریزماتیک او په اسلامي ټولنه او د لبنان په خلکو اغېزمن رهبر و. د هغه پر وړاندې د استکبار کلک او مقتدرانه دریځ هغه ته په مسلمانانو کې پراخه محبوبیت راونغی. دا اقتدار او تدبیر وو چې د هغه د مشرتابه په دوره کې حزب‌الله ته د کړنو طلایي پړاو وروبښ.

د وحدت‌راوبښوونکې روحیه:

سید حسن نصرالله د شیعه او سني ترمنځ د وحدت له اصلي مدافعینو څخه و او باور یې درلود چې د مسلمانانو ترمنځ هر ډول اختلاف د اسلامي نړۍ د پرمختګ خنډ دی. هغه اختلافات د استکبار او صهیونیزم د نفوذ له مهمو لاملونو ګڼل. د وحدت محور دا دریځ د هغه مقاومت کې څرګند و او په لبنان کې معمولا د شیعه او سني ترمنځ د فتنې او اختلاف کمښت لیدل کېده، په داسې حال کې چې په عراق او سوریه کې دښمنان هڅه کوله فتنه رامنځته کړي. د داعش په مقابل کې هم د هغه د وحدت غوښتنه واضح وه.

په هر اړخیز ډول د فلسطین ملاتړ په عمل کې:

د سید حسن نصرالله یو له ستره کړنو څخه د فلسطین دفاع وه، او دا د هغه د محبوبیت عمده لامل و. د هغه ملاتړ په خبرو او بیانیو پورې محدود نه و؛ هغه څه چې د هغه له خولې اورېدل کېدل، په عمل کې هم لیدل کېدل. حزب‌الله تر مشرتابه لاندې تل د اسراییلو پر وړاندې او د فلسطین د دفاع په لومړۍ کرښه کې و. د هغه دا عملي تګلاره د هغه د وحدت‌محور روحیې تصدیق وکړ؛ هغه کارونه چې د ځینو اهل سنت مشرانو له خوا ندي ترسره شوي، هغه ترسره کړل.

د بحران مدیریت:

د سید حسن نصرالله درایت او تدبیر په وختونو کې چې سیاسي او نظامي جګړې او تاوتریخوالی را منځته شو، بې‌سارې و. دا ځانګړنه په هغه وخت کې چې اسراییلو د لبنان ۱۸ کلنه اشغال درلود، په جوت ډول محسوسېده. هغه کولای شول خپل ځواکونه منظم او د مقاومت لپاره چمتو وساتي.

همدارنګه په ۳۳ ورځنۍ جګړه کې، که څه هم د حزب‌الله له خوا د اسراییلي سرتېرو نیول او وژل د جګړې د پراخېدو لپاره پلمه شوه او د اسراییلو هوایي او ځمکنۍ حملو لبنان ته درنې مرګ‌ژوبلې واړولې؛ خو د سید حسن د بحران د لوړ مدیریت له امله، له سیاسي او رواني فشارونو سره سره، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ قطعنامې پس له صادرېدو اسراییل له میدان څخه ووت پرته له دې چې په لبنان کې کومه نیونه تر سره کړې وای. له همدې وروسته سید حسن نصرالله ته ډېر اعتبار ترلاسه شو او د سختو ورځو د عمل سړی وپېژندل شو.

حسن نصرالله
د الاقصی د عملیاتو د طوفان وروسته د سید حسن نصرالله کړنو امریکا او اسراییل په غوسه کړل، او دوی د هغه د وژلو پلان جوړ کړ.
  • سید حسن د افغانستان د خلکو په یاد هم و:

د سید مقاومت ضد استکباري دریځونو له امله امریکا حزب‌الله ته د ترهګر سازمان لقب ورکړی و؛ خو سره له دې ټولو سیاسي فشارونو، هغه تل د افغانستان د خلکو د آزادۍ او ملاتړ په اندېښنه کې و. سید حسن څوځله په خپلو خبرو کې داعش د امریکا پیاده‌نظام بللی و چې په افغانستان کې د مسلمانانو ترمنځ تنش او تفرقه جوړوي، او له افغانستاني حکومتونو — که په دورۀ جمهوریت وي او که د طالبانو په دوره کې — یې غوښتنه کړې وه چې د دغو استکباري کړنو مخه ونیسي.

د امریکا د افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې بې‌غورۍ او بې‌پلانې وتل، چې د بیکارۍ، د ښځو او نجونو له زده‌کړو محرومیت، د خلکو تېښتې، د داعش بریدونو او نورو بحرانونو سبب شول، د سید حسن له سخت انتقاد سره مخ شول. هغه دغه بېړه وتل د واشنګټن سیاسي او اخلاقي ماتې بللې او د امریکا د متحدینو لپاره یې خبرداری ګڼلی. هغه تل د امریکا د سولې، بشري حقوقو او آزادۍ وعدې پوچې او تو خالي بللې او د دې په باور یې د ملتونو عزت او اقتدار ته د تباهۍ سره مساوي ګڼلی.

په مجموع کې د نصرالله اندېښنه د اسلامي امت اندېښنه وه — که په فلسطین وي، که په افغانستان او که په بل هر ځای کې. هغه یو لاره د آزادو خلکو لپاره روښانه کړه چې وروسته له هغه به لا ډېره مطالعه او پېژندنه پرې وشي. د هغه نظریات، باورونه او کړنې دومره نړیواله پاملرنه راجلب کړي چې اوس، وروسته له یو کال د هغه شهادت، هم ډېر پیروان لري.

هغه څه چې په مکتب کې د سید حسن پاتې دي او د هغه تر ټولو ستره برتري ګڼل کېږي، یوازې سیاسي او نظامي بریاوې نه دي؛ بلکې د هغه ازادۍ‌غوښتونکې او د وحدت‌محور نظریات دي چې د نړیوال ظلم او استکبار پر وړاندې یې وړاندې کړل. هغه ریښتینی مبارز او د جګړې د میدان اصلي سړی و، چې په نړیوالو افکارو یې ژور اغېز پرېښی او د دروغینې عدالت او سولې په وړاندې یې څرګند مخالفت کړی او د اسلامي امت د دښمنانو پر وړاندې یې غبرګون ښودلی دی.

الهام قاسمی

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=9699

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې