Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print
  • د ایران او امریکا د تړون ژوره شننه

په دې موده کې د ایران او امریکا د جګړې او مذاکراتو په اړه بېلابېل بحثونه، شکونه او شننې موجودې وې، خو موږ باید په سمه توګه وڅیړو چې کوم لوري دا جګره وګټله او کومې ګټې یی ترلاسه کړل؟ په یوه شننه کې می دې ټکي ته اشاره کړې وه چې د امریکا له‌خوا پیل شوې جګړې د دې لامل شوه چې ایران د نړۍ د څلورم ځواک په توګه راڅرګند شي او خپل نړیوال موقف لا پیاوړی کړي. د دې موضوع بېلابېل دلایل هم وړاندې شوي وو.

د حالاتو بدلونونو او د دواړه لورو د هوکړې په نهایی کیدو سره، داسی ټکی شته چې له هغې څخه د جګړی ګټونکی او بایلونکی معلومیدای شی. لومړی؛ کله چې امریکا او اسرائیل پر ایران برید وکړ، ډونالډ ټرمپ په ښکاره ډول د ایران د نظام د نسکورېدو خبره کوله. خو سره له دې چې د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر آیت‌الله سیدعلي خامنه‌اي اود دغه هیواد یو شمېر لوړپوړي قوماندانان شهیدان شول، د ایران په ځواک او حاکمیت کې کومه جدي تشه رامنځته نه شوه او ټرمپ په خپل پلان کې ناکام شو.

دویم؛ ټرمپ څو ځله د ځمکني برید، د خارک ټاپو او د ایران د ځینو نورو برخو د نیولو خبره وکړه، خو د ایران پوځي وړتیاوو، په ځانګړي ډول د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو، چې د امریکا ګټې او پوځي اډې یې په سیمه کې په نښه کړ، ټرمپ یی حیران کړ، ځکه ټرمپ د ایران په اړه له نتنیاهو څخه بل ډول معلومات ترلاسه کړي وو، خو هغه څه چې په عمل کې یې ولیدل، له دغو معلوماتو سره توپیر درلود.

درېیم؛ د هرمز تنګی، چې د نړۍ د انرژۍ مهمه لاره بلل کېږي، د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته د تهران له لوري وتړل شو. ټرمپ په خپل ټول توان سره هڅه وکړه چې دغه تنګی بېرته پرانیزي او آن د نوم د بدلولو خبره یې هم کوله، خو ایران وضعیت داسې مدیریت کړ چې امریکا اړ شوه د تنګي هاخوا سمندري محاصره رامنځته کړي، کوم چې بی ګټې او بې‌اغېزې اقدام و.

څلورم؛ د ټرمپ په دې جګړه کې خپل متحدان له لاسه ورکړل. د فارس خلیج سیمې هغه هېوادونه چې خپل امنیت یې له واشنګټن سره تړلی باله، ناڅاپه له داسې ځواک سره مخ شول چې امریکا یې د مهارولو لپاره هېڅ اقدام نه شو کولای. همدې وضعیت د دې لامل شو چې ډېری دغو هېوادونو د امریکا د سیاست او ځواک اصلي بڼه وپېژني او له ایران سره د کړکېچ د زیاتېدو مخه ونیسي.

د یادو شویو مواردو تر څنګ، د ایران او امریکا د تفاهم‌لیک د مسودې ځینې نوي جزئیات هم په رسنیو کې خپاره شوي چې په لاندې ډول دي او کولی شي ډېرې پوښتنې او ابهامونه روښانه کړي:

۱- په ټولو جبهو کې، د لبنان په ګډون، د جګړې دایمي او سمدستي درول.

۲- د امریکا ژمنه چې د ایران په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي او د ایران د اسلامي جمهوریت حاکمیت ته به درناوی کوي.

۳- د سمندري محاصرې بشپړ ختمول د ۳۰ ورځو په موده کې.

۴- د امریکا ژمنه چې خپل ځواکونه به د ایران له شاوخوا سیمو وباسي.

۵- د هرمز تنګي بېرته پرانیستل د ۳۰ ورځو په موده کې، د ایران له ترتیباتو سره سم.

۶- د نفتو، پتروکیمیاوی محصولاتو او د هغوی د مشتقاتو پر پلور لګېدلو بندیزونو ځنډول او د ایران بشپړ لاسرسی دهغوې مالي سرچینو ته.

۷- د امریکا او د هغې د متحدانو له لوري د ایران د بیارغونې لپاره لږ تر لږه د ۳۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د پروژو ورکول.

۸- د ۶۰ ورځو مذاکرات، ترڅو د اټومي موضوعاتو، د امریکا د لومړنیو او ثانوي بندیزونو د بشپړ لغوه کېدو، او همدارنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د اړوندو پرېکړه‌لیکونو د لغوه کېدو پر بنسټ وروستۍ هوکړې ته ورسېږي.

۹- د ایران له لوري د اېن‌پي‌ټي (NPT) تړون د ژمنې بیا تکرار، چې له مخې به اټومي وسلې نه تولیدوي.

۱۰- د مذاکراتو په موده کې امریکا ژمنه کړې چې په سیمه کې به خپل پوځیان نه زیاتوي او کوم نوي بندیزونه به هم نه لګوي.

۱۱- د وروستیو ۶۰ ورځو مذاکراتو په موده کې به د ایران ۲۴ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمني ازاده شي. د دې پیسو نیمایي باید د مذاکراتو له پیل مخکې د ایران په واک کې ورکړل شي.

۱۲- د تړون د عملي کېدو د څارنې لپاره به یو ځانګړی میکانیزم جوړېږي.

۱۳- وروستی تړون به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه‌لیک له لارې تأییدېږي.

۱۴- وروستۍ خبرې اترې به تر هغه مخکې نه پیلېږي، ترڅو د ایران د کنګل شویو پیسو نیمایي ازادې نه شي، د ایران د نفتو بندیزونه لیری نه شي او سمندري محاصره پای ته ونه رسېږي. همدارنګه، وروستۍ هوکړه به یوازې د غني شویو اټومي موادو د برخلیک، د غني‌سازۍ د پروسې، د بندیزونو د لرې کولو او د ایران د اقتصادي بیارغونې د پروګرام په اړه وي. د ایران د توغندیز پروګرام او د مقاومت ډلو د ملاتړ موضوعات په بشپړه توګه له اجنډا څخه ایستل شوي دي.

دا ټول هغه دلایل دي چې پر بنسټ یې ویل کېدای شي ایران هم په پوځي ډګر او هم په دیپلوماتیکو برخه کې په ځواکمن ډول عمل وکړ او وتوانېد چې امریکا له کوم ځانګړي امتیاز ورکولو پرته له سیمې څخه وباسی.

د ایران او امریکا د تړون
د ایران او امریکا د تړون شرایط د بریا په برخه کې د ایران په ګټه دي.

احمدی

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=12465

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *