Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print
  • د طالبانو او روسیې اړیکې

د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد مسکو ته په خپل وروستي سفر کې له روسیې سره یو مهم پوځي تړون لاسلیک کړ، چې د سیمې په رسنیو کې یې پراخ غبرګونونه راوپارول. د پاکستان ځینو رسنیو هڅه کړې او کوی چې د دې تړون اهمیت کم وښيي، خو د تړون اصلي ماهیت په بل ډول تعریف شوی دی.

  •  د تړون اصل څه دي؟ 

د کابل او مسکو ترمنځ وروستی تخنیکي او پوځي تړون یوازې د روسي «میل» چورلکو د ترمیم او ساتنې یو عادي لوجستکي  قرارداد په چوکات کې تحلیل کولای نشو. دا پیښه یوازی یوه تخنیکي اړتیا نه ده، بلکی د مرکزی او جنوبی اسیا د امنیتی نظام په جوړښت کې یو لوی او بنسټیز بدلون دي. د دې هوکړې په زړه کې درې ستراتیژیک وړاندیزونه پراته دي چې دسیمه ایز ځواک هندسی جوړښت له سره تنظیموی. یو پیاوړی افغانستان د بقا او ثبات تګلارې په توګه، روسیه د توازن د تضمین کونکی په توګه، او پاکستان د یوې نوی معادلې د ویرې او هیلې ترمنځ

  • هغه کار چې طالبان یې کوي

ښايي د افغانستان په معاصر تاریخ کې د لومړي ځل لپاره کابل د «حایل دولت» له فکره د «مخنیوی کوونکی او پیاوړي دولت» لوري ته روان شوی وي. د کلاسیک جیوپولیتیک تیوری کې افغانستان تل د لویو قدرتونو د سیالۍ ډګر بلل کېده یو داسې کمزوري دولت په توګه پېژندل کېده چې د امپراتوریو ترمنځ حایل وي.  خو اوس ملا محمد یعقوب مجاهد په څرګندو ټکو وایي چې موخه دا ده چې افغانستان داسې دفاعي ځواک ولري چې هېڅ هېواد د افغانستان پر ضد د پوځي اقدام جرأت ونه کړي.  دا دریځ د غیر فعال بی طرفی څخه فعال مخنیوی کوونکی ته د لیږد استازیتوب کوي.

  • د طالبانو پیغام ګاونډیانو او په ځانګړي ډول پاکستان ته

د دې تګلارې مهم ټکی دا دی چې د بریدګر ځواک او دفاعي ځواک ترمنځ توپیر وشي. طالبان وایي چې یو پیاوړی افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی، بلکې د سیمې د ثبات ضمانت دی.  طالبان د خپل ګاونډیو، په ځانګړي ډول د پاکستان ژوره پوهې سره ټینګار کوی چې یو پیاوړی افغانستان د هیڅ هیواد لپاره ګواښ نه دی.

چې د پوځي ځواک جوړول د نورو هېوادونو د نیولو یا ګواښلو لپاره نه دي، بلکې د سیمه ییز ثبات تضمین دی. همدا هغه  تګلاره ده چې ویتنام او اندونیزیا په سویل ختیځې اسیا کې په بریالیتوب سره کارولې دي. یعنی د یو داسې پوځ جوړول چې د بهرنیو هیوادونو څخه د برید توان مخه نیسی، خو د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د تېري نیت ونه لري. خو د کابل لپاره اصلي ننګونه دا ده چې پاکستان سره د تاریخي سرحدي اختلافاتو او د ډیورنډ کرښې د موضوع له امله په دې باور وکړي چې د افغانستان دفاعي پیاوړتیا د پاکستان پر ضد نه ده.

البته، د باید هیر نه شی چې د بریدونو مخنیوي مسلې په اړه، طالبان اسلام آباد ته دا پیغام په ښکاره ډول ورکړچې د نن ورځی افغانستان د جمهوریت دورې یا د طالبانو د لومړیو کلونو په څیر نه دی، چیرې چې د هر ډول تیری په وړاندې چوپ پاتې کیږیږ د پاکستان د بریدونو پر وړاندې، سره له دې چې د طالبانو لاس خالی او امکانات محدود وو، خو سخت غبرګون سره مخ شوی دی چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو په تاریخ کې یوه بې‌سارې بلل کېږي.

  • روسیه؛ له سمبولیک پېژندنې څخه تر ستراتیژیکې ملګرتیا 

ځینو لوېدیځو شنونکو او د سیمې ځینو کړیو د مسکو له لوري د طالبانو پېژندنه یوازې یو سمبولیک اقدام باله او فکر یې کاوه چې ستراتیژیک اهمیت نه لري. خو وروستي پوځي تړون دا تحلیلونو ته د پاې ټکې کیښود. روسیه د اوکراین له جګړې وروسته د جیوپولیتیک بدلونونو پوهې سره دې پایلې ته رسېدلې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د امنیتي ګواښ پر ځای د منځنۍ اسیا په معادلو کې یو خپلواک او مهم لوبغاړی دی.

طالبان ښودلې چې د جمهوريت حکومت خلاف، نه یوازی د لوېدیځ غوښتونو تر اغېز لاندې نه دي، بلکه د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو لپاره سیاسي اراده لري. همدا لامل دی چې کابل د کرملین په محاسباتو کې له یوې ستونزې څخه په یوه فرصت او حل‌لارې بدل شوی دی.

  • پاکستان او د امنیت او نفوذ دوه‌ګونی معما

د ملا محمد یعقوب له لوري د پاکستان د اندېښنو یادونه یو مهم دیپلوماتیک ګام وو. د طالبانو د دفاع وزیر په فعاله او شفافه توګه دا اندیښڼه وپیژندله او په ورته وخت کې یی ستراتیژیک ځواب ورکړ. اوس اسلام‌آباد له یو بنسټیز تناقض سره مخ دی. له یوې خوا، کمزوری او بې‌ثباته افغانستان د پاکستان د لوېدیځو پولو لپاره تل ستونزې او امنیتي ګواښونه دی او له بلې خوا، یو پیاوړی او باثباته افغانستان به ستراتیژیک  خپلواکې پرېکړې ترلاسه کوي چې کولای شی په پاکستان پاندې دودیزه اتکا کم کړي.

د اسلام آباد لپاره ستراتیژیکه پوښتنه ده ده چې ایا هغه یو قوی خو خپلواک افغانستان غوره ګڼی یا یو کمزوری خو د نفوذ وړ افغانستان؟ تاریخي تجربه ښیي چې دوهم انتخاب تل د بی ثباتی، ترهګرې، او د کډوالو د بحرانونو لامل شوی دی.

اوس، په یوه هوښیارانه نوښت سره، طالبان پاکستان ته وایي چې افغانستان یو ګواښ نه دی، بلکې د پولې دواړو غاړو ته د ناامنۍ دورې د پای ته رسولو لپاره یو فرصت دی. خو د دې منطق منل د اسلام آباد په امنیتي تګلارې کې ژورې بیاکتنې ته اړتیا لري، ځکه په دې برخه کې لا هم ډېرې پوښتنې او اندېښنې موجودې دي ، او دا پخپله په سیمه کې د ترهګرۍ یو له خورا مهم او اصلي تولیدونکو څخه دی.

  • پایله

د کابل ـ مسکو هوکړه یوازې یو تخنیکي تړون نه دی، بلکې د آسیا په زړه کې د یوه نوي امنیتي نظم د رامنځته کېدو نښه ده. په دې نوي نظم کې افغانستان نور یوازې د نورو هېوادونو د سیالیو ډګر نه دی، بلکې خپله د سیمې په سیاسي او ستراتیژیکو چارو کې فعاله ونډه اخلي. روسیه د سړې جګړې له پخواني فکر څخه تېرېږي او غواړي له سیمه‌ییزو قدرتونو سره اوږدمهاله او باثباته ملګرتیاوې جوړې کړي. پاکستان هم د یوه مهم انتخاب پر وړاندې یا به د «ستراتېژیک عمق» پخوانۍ تګلاره تعقیبوي، او یا به د مسؤل او ښه ګاونډیتوب نوې لاره غوره کوي.

د طالبانو او روسیې اړیکې
د طالبانو او روسیې اړیکې: د طالبانو او روسیې نوی تړون د مرکزي او جنوبي اسیا په امنیتي نظم کې یو مثالي بدلون دی.

احمدی

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=12382

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *