جستجو
Close this search box.
ورځنی تحلیل

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو حیرانتیا؛ ایا د دوحې په دریمه ناسته کې هم د ځانګړي استازي ټاکل مطرح دی؟

Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

د دوحې درېیمه غونډه او د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو حیرانتیا

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سازمان لومړۍ او دویمه ناسته د ۱۴۰۲ لمریز کال د ثور او د ۱۴۰۳ کال د دلوې په میاشت په دوحه کې ترسره شوه او له بده مرغه چې له ډېرو توقعاتو او هیلو سره سره دا ناستې بې پایلې پای ته ورسېدې او د افغانستان په چارو کې کوم مثبت بدلون او تحول رامنځته نه شو. له دې سره سره د ملګرو ملتونو سازمان په پام کې لري چې په راتلونکو میاشتو کې د دوحې درېیمه غونډه جوړه کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان دا مهال په دغه هېواد کې د «په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د مرستندویه پلاوي (یوناما)» تر عنوان لاندې حضور لري او ریچارډ بینیټ هم د افغانستان په چارو کې د دغه سازمان د ځانګړي راپور ورکونکي په توګه فعالیت کوي. خو د ملګرو ملتونو د سازمان تر څنګ امریکا او غرب هم د افغانستان د چارو لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو ټینګار کوي. لکه څنګه چې دا مسئله د دوحې د دویمې ناستې له خنډونو څخه وه، چې طالبان د هغه سخت مخالف دي او روسیه، چین او ایران هم په دې برخه کې د طالبانو ملاتړ کړی دی.

خو اوس چې موږ د دوحې د درېیمې ناستې د ترسره کېدو په درشل کې یوو، ډېرې پوښتنې شتون لري، چې دهغو له جملې څخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د ځانګړي استازي ټاکل لا هم د بحث وړ خبره ده او بل دا چې ایا د طالبانو ملاتړي، لکه روسیه، چین او ایران به د پخوا په څېر د طالبانو ملاتړ وکړي؟ په دې لیکنه کې هڅه شوې چې دغو پوښتنو ته منطقي او قانع کوونکي ځوابونه وړاندې شي.

  • د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان حیرانتیا

د ملګرو ملتونو سازمان چې په ۲۰۰۲ کال کې یې په افغانستان کې خپل فعالیت پیل کړ او له دوو لسیزو راهیسې د امریکا او غرب په شتون او بیا د تیرو دریو کلونو لپاره د طالبانو تر څنګ د دغه هیواد په چارو کې فعال پاتې شوی دی؛ تل د امریکا او غرب اجنټانو د هغوی په چارو کې لاسوهنه او مداخله کړي او هم د هغوي له خوا ځورول شوي.
په تېرو دوو لسيزو کې له دې امله چې امريکا او غرب د افغانستان پر چارو بشپړ کنټرول درلود او د ملګرو ملتونو د سازمان له فعاليت څخه نيولې تر ټولو رسنيو او نورو سازمانونو پورې يې هر څه کنټرولول، د ملګرو ملتونو د سازمان حیرانتیا ډیر ښکاره نه وو. د دغه هېواد څخه د امريکا – غرب تېښته او پر دغه هېواد د طالبانو تسلط ښه وښوده چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان په چارو کې په بشپړ ډول مغشوش او حیران دي.

  • د افغانستان په اړه د دوحې دریمه غونډه

د خبرونو او راپورونو پر بنسټ؛ د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي پرېکړه کړې چې د دوحې درېیمه غونډه به د روان کال د سرطان د میاشت پر ۱۰مه چې د جون د ۳۰مې سره سمون لری په دوحه کې جوړه شي. له همدې امله د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو سفرونه او لیدنې، کتنې زیاتې شوي دي. لکه څنګه چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي له خپل ازبکستاني سیال سره کتلي دي، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم د افغانستان په اړه د هند د بهرنیو چارو د وزارت له سیمه ییز منشی سره کتلي دي.
د یوناما مشرې رزا اوتونبایوا تهران ته سفر کړې او د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سره یې کتنه او خبرې اترې کړې. دا ټولې ناستې او خبرې اترې ښیي چې هر څوک هڅه کوي چې د دوحې له دریمې ناستې مخکې د دې ناستې په اړه سیمه ییزه اجماع رامنځته کړي او همدا راز د افغانستان د وضعیت په اړه د نظرونو یوالي هم رامنځته شي.

  • ایا د دوحې په دریمه ناسته کې د ځانګړي استازي ټاکل لا هم مطرح دي؟

د یوناما مشرې رزا اوتونبایوا ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې به د افغانستان په چارو کې د ځانګړي استازي ځانګړنې او دندې وڅېړل شي. دغه څرګندونې ښیې چې د ځانګړي استازي د ټاکلو موضوع لا هم د بحث وړ موضوع ده او ظاهراً په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د امريکا او غربي هېوادونو ټينګار دوام لري.
که څه هم د دوحې د ناستې په دوهم پړاو کې د افغانستان په چارو کې د ځانګړي استازي د ټاکلو موضوع یو له نه حلېدونکې مسائلو او یو له هغو عواملو څخه وه چې د دغې غونډې د بې پایلې کیدو لامل شوی، خو په راتلونکې کې پر دې موضوع ټینګار؛ په دې غونډه کې هغه اساسي پوښتنه ده چې ولې ملګري ملتونه او غربي هېوادونه د ځانګړي استازي پر ټاکلو ټينګار کوي او د دغو هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د سازمان د ځانګړي استازي ټاکل څه ګټه لري.

  • د ملګرو ملتونو سازمان ولې د افغانستان د چارو لپاره د ځانګړي استازي پر ټاکلو ټينګار کوي؟

د نړیوالو حقوقو د لوړ پوړو متفکرینو او څیړونکو د نظرونو په اساس، د ملګرو ملتونو سازمان په دریو حالاتو کې ځانګړی استازی ټاکي: لومړی، کله چې جګړه او شخړه په یوه سیمه کې د واکمن دولت له کنټرول څخه بهر شي، دوهم، کله چې د یو هیواد داخلي کړکیچ د هیواد د جوړښتونو او رسمي بنسټونو له لارې حل نه شي او د سیمې او نړۍ هیوادونو ته د دې کړکیچ د خپریدو احتمال شتون ولري او په پای کې دریم حالت ډیر مفهومي او تماتیک(حوزوي او موضوعي) دي، هغه دا چې کله په یرغل شوې خاوره کې کومه ځانګړې موضوع رامنځ ته شي، ملګري ملتونه د هغه هېواد په چارو کې د ځانګړي استازي د ټاکلو لپاره اقدام کوي.

دې ته په پام سره چې په افغانستان کې له پورتنیو حالاتو څخه هیڅ یوه هم شتون نه لري او د دغه هیواد د چارو لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته، نو امکان لري چې د ملګرو ملتونو سازمان د امریکا او غربي دولتونو تر نفوذ او اغېز لاندې هڅه کوی چې د امریکا د ګټو د ساتنې او د امریکا – غرب د سیاستونو او پلانونو د پلي کولو لپاره د افغانستان په چارو کې ځانګړی استازی وټاکي.

دا ځکه چې، لکه څنګه چې مو یادونه وکړه، د ملګرو ملتونو سازمان په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا او غرب د سیاستونو تر سخت اغېز لاندې فعالیت درلودلي او په بشپړه توګه یې خپل د عمل خپلواکي په خاص ډول د افغانستان په چارو کې یې خپل د عمل خپلواکي له لاسه ورکړې. له همدې امله د ملګرو ملتونو سازمان په اوسني حالت کې په ډېر کمزوري حالت کې دي او تر ډېره د امريکا او غرب ګټو ته خدمت کوي.
دا خبره پاته نه وی چې د ملګرو ملتونو د سازمان کمزوری نه یوازې د افغانستان په چارو کې څرګند دی، بلکې د غزې او فلسطین د ماشومانو، ښځو او ملکي وګړو په ساتنه او پالنه کې هم د دغه سازمان بې کفایتي څرګنده ده. له همدې امله د افغانستان په چارو کې د ځانګړي استازي پر ټاکلو د ملګرو ملتونو د سازمان ټينګار په يو ډول نه يو ډول د سپينې ماڼۍ او د اروپا او غرب د سیاستونو او حتی ویلای شو د مشرانو د امرونو په تعقيب دى.

  • ایا چین، روسیه او ایران به د ځانګړي استازي د ټاکلو سره د طالبانو د مخالفت ملاتړ ته دوام ورکړي؟

طالبانو وښودله چې دوی تکړه دیپلوماتان دي او په دې څو کلونو کې دوی په نړیوالو چارو کې د متحدینو په اهمیت پوه شوي او دا یې هم زده کړي چې ځانته دښمنان جوړ نه کړي. په دې کلونو کې طالبانو له چین او روسیې سره ښې اړیکې جوړې کړې او مسکو حتی غرب ته خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي. له همدې امله اوس څرګنده ده چې طالبانو په بریالیتوب سره د متحدینو یوه شبکه جوړه کړې چې دوی د غرب د غندنې او د محکومیت له فشار څخه ساتي.

سربیره پر دې، د دې حقیقت له امله چې د ملګرو ملتونو سازمان د امریکا او غربیانو د سیاستونو تر اغیز لاندې دي او ممکن په افغانستان کې د دې سازمان ځانګړي استازي په حقیقت کې د امریکا او غرب د پلانونو او پروګرامونو پلي کوونکی وي، د دې احتمال ډېر دی چې چین، روسیه او ایران د ځانګړي استازي په ټاکلو کې د طالبانو د مخالفت ملاتړ ته دوام ورکړي.
نو د هغه څه له مخې چې وویل شول، دې نتیجې ته رسېږو چې د دوحې دریمه ناسته به د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د امریکا او غرب د ټینګار په دوام سره جوړه شي او چین، ایران او روسیه به د ځانګړي استازي له ټاکلو سره د طالبانو د مخالفت، ملاتړ کوي. په داسې حالت کې د دې امکان شته چې د دوحې درېیمه ناسته بې پایلې پای ته ورسېږي او دغه سازمان به د افغانستان په چارو کې حیران او غیر فعال پاتې شي.

د دوحې په دریمه ناسته
د افغانانو د مصلحت له پام کې نیولو پرته؛ د دوحې دریمه ناسته به لا هم بې پایلې وي

مسلم اخلاقي

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=5953

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې