جستجو
Close this search box.
ورځنی تحلیل

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ریچارډ بینیټ راپور، د غرب او امریکا ظالمانه سیاست

Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

ریچارډ بینیټ راپور

د پنجشنبې په ورځ ( د حوت لسمه) ریچارډ بینیټ په ژنو (جنیوا) کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په پنځه پنځوسمه غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ. بینیټ د افغانستان وضعیت کړکیچن وباله او د طالبانو تر ادارې لاندې په افغانستان کې د بشري حقونو راتلونکې لړلید ئې تیاره معرفی کړ. د ملګرو ملتونو د راپور ورکونکي د راپورونو يوه برخه ريښتيا وه او له بده مرغه په ځینو عمده برخو کې ئې د افغانانو ګټي شاملې نه وې.

په دا دلیل چې د افغانستان خلک له ژورو او پراخو بحرانونو سره لاس او ګریوان دي او د دوی یوازینۍ هیله ملګري ملتونه او د دغه سازمان کمیسیونونه او شوراګانې دي، کله چې د ملګرو ملتونو او یا د هغې د ځینو راپور ورکونکو او اجنټانو له خوا د دوی ګټې له پامه غورځول کیږي، دوي ته ژورې او اندیښمنې پوښتنې رامینځته کیږي. ځیني پوښتنې لکه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او د هغې د راپور ورکونکو او استازو چلند څه ډول دی؟ د ملګرو ملتونو راپورونه او پرېکړې د کومو هېوادونو د پالیسیو له مخې او د کومو هېوادونو له ګټو سره سمون خوري؟

په دې لیکنه کې هڅه شوې چې دغو پوښتنو ته منطقي او قانع کوونکي ځوابونه وړاندې شي.

  • د افغانستان په اړه د غرب او امریکا سیاستونه

په یوه «خالص ارزونه» کې دې نتیجې ته رسېږو چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته نړیوال ډګر ته د امریکا داخلېدل تقریباً په بشپړ ډول ویجاړونکی وو. په ۱۹۵۰ کال کې د ویتنام له جګړې څخه نیولې تر څلورو لسیزو پورې سړه جګړه او بیا د امریکا له خوا د ترهګرۍ پر وړاندې د نړیوالې جګړې پیل، په پرله پسې توګه انسانان او نړۍ ئې بې له کوم دلیل او پایلې برباد کړي دي. د ویتنام له جګړې څخه نیولې د تیرو دوو لسیزو جګړو پورې چې امریکا په منځني ختیځ کې پیل کړي، دغه هیواد په پرله پسې ډول له سترو او مفتضح ماتو سره مخ شوی دی.

له بده مرغه، د امریکا پرله پسې ناکامۍ د دې لامل شوي چې د پنټاګون مدیران او د سپینې ماڼۍ مشران د هیوادونو په وړاندې د سوځول شوې ځمکې پالیسي غوره کړي. په عراق او عربو هیوادونو کې له هغه وضعیت څخه نیولې چې امریکا منځ ته راوړۍ، تر هغه پراخ او انسان سوځونکي کړکېچ چې په افغانستان کې رامنځ ته شوی، دا ټول د امریکا د سوځل شوې ځمکې د سیاستونو محصول دی، چې په ستراتیژیکه توګه د سترو او مفتضحو ناکامیو د غچ اخیستو په موخه ترسره شوی دی.

په افغانستان کې د امریکا فرسایشي یرغل چې د خپلو ټولو ملګرو او متحدینو په وړاندې یې د دغه هېواد د شرمناکه ماتې بې اعتباري او بدنامۍ لامل شو، او د سپینې ماڼۍ مشران یې تر بل هر وخت زیات پرېښانه او رنځور کړل. له همدې امله دوی هڅه کوي چې په هر ډول طالبان، چې د امریکا ګټونکي رقیبان بلل کیږي، له پښو وغورځوي. له همدې امله کابو درې کاله کېږي چې د امریکا حکومت هڅه کوي چې پر طالبانو د بندیزونو په لګولو او د سیاسي او دیپلوماتیکو فشارونو د یوه میکانیزم په رامنځته کولو سره طالبان تسلیم او د ځان فرمانبردار کړي.

ریچارډ بینیټ راپور
د ریچارډ بینیټ راپور او د افغانستان په اړه د غرب سیاستونه، د ملګرو ملتونو د اهدافو له اصلي ساحې څخه بهر دي!
  • د ریچارډ بینیټ راپور حقایق

له شک پرته په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او اقلیتونو حقونه په پرله پسې ډول تر پښو لاندې کیږي. د ښځو او اقلیتونو د حقونو بد حالت او د هغه ضایع کېدل د ریچارډ بینیټ لخوا هم په خپل راپور کې شاملې شوې دي. له همدې امله، د بینیټ د راپور دا برخه بې له شکه واقعیت لری. هغه واقعیت چې له بده مرغه هر څوک په هغه خبر دي او د افغانستان خلک د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د ښځو د حقونو او د اقلیتونو د حقونو د تامین غوښتنه کړي. له بده مرغه تر اوسه طالبانو د افغان ولس دې مشروع غوښتنې ته د قناعت وړ او منطقي ځواب نه دی ورکړی.

  • هغه عوامل چې د ریچارډ بینیټ پر راپور اغیزه کوي

د افغانستان په وړاندې د ملګرو ملتونو چلند په نه توصیف کېدونکی ډول د دې سازمان له اصلي اهدافو څخه په بهر دی. د افغانستان د بدمرغه وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د چارواکو دریځونه او عکس العملونه داسې دي لکه ملګري ملتونه چې د غربي هېوادونو او امریکا استازي دي، او د هغوي موخو ته د رسېدو لپاره کار کوي. د افغانستان د مسئلې له سیاسي کولو نیولې بیا د بندیزونو لګولو او محدودیتونو او بهانې جوړولو پورې، چې له بده مرغه د افغانانو د ورځني ژوند له تباهۍ پرته یې کومه پایله نه ده لرلې.

د پورتنیو څرګندونو له مخې په پوره ډاډ سره ویلای شو چې د ریچارډ بینیټ راپور د غربي هیوادونو په ځانګړې توګه د امریکا د متحده ایالاتو د سیاستونو او ښکاره او پټو مداخلو تر اغیز لاندې چمتو شوی دی.

ځکه ملګري ملتونه د غربي هیوادونو او امریکا په څیر پر طالبانو د فشار د میکانیزم په جوړولو سره له دې چې افغان ولس په ژوره قحطۍ او لوږه کې ژوند کوي، د خپلو موخو او پلانونو په لټه کې دي.

مسلم اخلاقی

 

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=5332

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې