جستجو
Close this search box.
ورځنی تحلیل

د افغانانو او فلسطینیانو تاریخي پیوستون

Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

د جغرافیې له پلوه افغانستان او فلسطین له یو بل سره ډېر لیری واټن لري. سیاسي او سرحدي کرښې له فلسطین څخه تر افغانستانه پورې ځمکه په څو برخو ویشلې ده. په هر حال د افغانستان ملت او د فلسطین ملت د اعتقاد او ایمان له نظره د محمد صلی الله علیه وسلم د پاک دین او آئین پیروان دي او له بده مرغه یو شان برخلیکونه لري او درلودلي دي او په څنګ کې یې دواړه ملتونه یو ګډ او ورته تاریخ لري. د افغانستان او فلسطین په شان هیڅ ملت د اشغال او ظلم تریخ خوند نه دی لیدلی او نه یې څکلي دی.

د افغانستان او فلسطین خلک له کلونو راهیسې د ظالم او جابر اشغاګر شېطان په وړاندې مبارزه کوي. د فلسطین د غمجنو حالاتو په اړه د افغانستان د خلکو او د دغه هیواد د ډېرو حکومتي چارواکو او مخورو مشرانو همغږی د دغو دواړو هیوادونو د نږدې تاریخي اړیکو او ګډ برخلیک د ژورتیا ښودنه کوي. د دې په پام کې نیولو سره چې د اشغال په وړاندې د افغانانو مقاومت د فلسطین د خلکو لپاره یو ډول الهام بخښونکې دی، په دې مقاله کي د افغان ملت او د فلسطین ملت پیوستون تحلیل او ارزول کیږي.

  • افغانستان او فلسطین

    د افغانستان د خلکو برخلیک

افغانستان د یوې پیړۍ یا لږې پیړۍ لپاره د زاړه استعمار ( لویه بریتانیا) سره په مبارزه کې ښکیل وو. د افغانانو مقاومت په نه ستړي کیدونکي توګه دوام وکړ تر څو د دغه وحشي شیطان سیوری ئې له دوی څخه لیرې کړل. خو ډېر وخت تېر نه شو چې پخواني شوروي اتحاد او امریکا خپل په منګلو او غاښو پر افغانانو برید وکړ.

د روسانو يرغل او له سور پوځ سره د افغانانو مقابله، د شوروي د لښکرو تر بشپړ شړلو او د هغوی د اشغال تر پای ته رسېدو پورې کابو څو لسيزې په بر کې ونیول او بالاخره افغان ولس د خپل هېواد د اختیار په نيولو بريالی شو. خو له بده مرغه په افغانستان کې د داخلي شخړو او سوځونکي جګړې د دې باعث شو چې د امریکا په شان بې رحمه یرغلګر افغانستان ته ننوځي او دا هیواد له دوو لسیزو څخه ډیر په بشپړه توګه اشغال کړی.

د لسیزو او حتی پیړیو په اوږدو کې چې افغانستان د بهرنیانو لخوا اشغال شوی، د دې سربیره چې په میلیونونو خلک وژل شوي، بې ځایه شوي او د افغانستان ځمکه لوټ شوې، دې هیواد ته ستر زیربنایي او اقتصادي زیانونه هم اوښتي دي. دا مهال چې په ملیونونو افغانان بې ځایه شوي کډوال دي، او هیڅ برخلیک نه لري، دا یوازې د پرله پسې اشغال او تیري له امله دي چې پر افغانستان باندې ترسره شوي دي .

  • د فلسطین د خلکو برخلیک

تاریخ ته په کتو سره هغه څه چې د فلسطین پر خلګو تېر شوي، په دقیق ډول هغه څه دي چې د افغانستان پر خلکو تېر شوي دي. فلسطین هم کلونه کلونه د استعماري زبرځواکونو لخوا مستعمره شوی او له بده مرغه په پای کې په دسیسو او زرهاوو مکر او چل سره، لوي برتانیا د یهودیانو په وسیله د فلسطین خاوره د تل لپاره اشغال کړه.

د افغانستان د خلکو په څېر د فلسطین د ولس تاریخ هم د اشغالګرو پر وړاندې له مقاومت څخه ډک دی. کابو اته لسیزې کیږي چې د نړۍ قدرتونو لاسونه سره یو کړل او یهودیان یې د فلسطین د خلکو په ژوند کې د دایمي مزاحم او اشغالګر په توګه ورګډ کړل. د څه دپاسه پنځه اويا کلونو په بهير کې د فلسطينيانو تقريباً یو بشپړ نسل د اشغالګرو په وړاندې په مقاومت او مقابله کې ښکېل دي.

  • د فلسطین له خلکو سره د افغانانو پیوستون

د هغه څه پر بنسټ چې وویل شو، د افغانستان او فلسطین د خلکو په شان هیڅ ملت ګډ او ورته برخلیک نه لري. که څه هم افغانستان او فلسطین له جغرافيايي لحاظه يو له بله سره لیري پراته دي، خو د حيرانتيا خبره دا ده چې يو شان او دقيق برخليک او تاريخ لري. له همدې امله د تاریخ په اوږدو کې د ټولو هغو ملتونو او ټولنو له جملې څخه چې د فلسطین په ملاتړ یې خپل اواز پورته کړی، د افغانانو غږ ډېر رښتینی، مشخص او بې له شکه د درک وړ دی.

هغه ملتونه چې د نړۍ په مختلفو ښارونو کښې یې د ماشومانو قاتل اسرائیلی رژیم د جنایتونو په خلاف مظاهرې کړي دي او په غزه کښې یې د دغه رژیم غیر انسانی چلند يې غندلي دي، هیڅوک د دغې غمیزې ژورتیا نه دي درک کړي. دوی یوازې د فلسطینیانو په وړاندې د ترسره شویو جنایتونو بڼه لیدلې دي خو د افغانستان خلک د ماشومانو د ټوټې ټوټې کېدلو د درد په اندازه او حجم پوهیږي.

افغانستان او فلسطین
افغانستان او فلسطین ګډې تجربې لري او د افغانستان خلک د فلسطین د خلکو درد تر نورو ډیر او ژور درک کوي.

لکه څنګه چې د ماشوم وژونکي اسرایلي رژیم د غزې په شفا روغتون کې کوچني او نوي زېږېدلي ماشومان ووژل، په تیرو کلونو کې قاتلانو او جلادانو د کابل د دشت برچي ماشومان په روغتون کې شهیدان کړل. لکه څنګه چې اسراييل په غزه کې ښوونځي او جوماتونه په نښه کوي او زده کوونکي ټوټې ټوټې کوی، په کابل کې د ښوونځيو او ښوونيزو کورسونو زده کوونکي ټوټې ټوټې کېږي او له منځه وړل کیږي.

د افغان ملت او فلسطیني ملت د تراژیدي برخلیک تر منځ ورته والی په ناڅرګنده توګه دوام لري او په اوسني وخت کې د دواړو ملتونو قاتلان د امریکا عاملان او مزدوران دي. اسرائیل او داعش د یوې سکې دوه اړخونه دي. دواړه مزدور او دواړه د ملکي وګړو او ماشومانو قاتلين دي. دواړه د متحده ایالاتو لخوا ملاتړ او تمویل کیږي.

له همدې امله د غرب او امریکا ناوړه پروژه په وده او څرګندیدو ده. دا پروژه به لږترلږه په لنډه موده کې، زیانمن شي. په افغانستان او فلسطین کې د ماشومانو او ماشومانو په وژلو سره ویره او ډار ئې د دواړو ټولنو په متن کې لوڅ ایله کړي تر څو په لیونتوب سره وینه توی کړی. نو د افغانستان اوسني واکمنان باید تر بل هر وخت ډېر هوښیار اوسي او پرې نه ږدي چې هغه پخوانۍ ناورینونه چې امریکايي شیطان په افغانستان او اوس په غزه کې را منځته کړی اوس بیا په افغانستان کې رامنځته کړي.

په همدې حال کې د سیمې هېوادونه او د نړۍ دولتونه هم باید په دې پوه شي، چې امریکا په هغه ډول چې افغانستان یې ویجاړ کړ او اوکراین یې د خړپړتیا کندې ته وغځاوه، هغوی به هم خوندي نه وي. د سیمې او نړۍ دولتونه هم باید سبا ته د امریکایی عاملینو لکه داعش او اسرائیل سره د مخامخ کېدو لپاره پلان ولری او یا هم له نن څخه د امریکایی او غربی پروژې د پراختیا او پراخېدو د مخنیوی پلان په لاس کې ولری.

که نن د سپینې ماڼۍ او پنټاګون د مشرانو مخه ونه نیول شی، سبا به اسرائیل او داعش ټول هېوادونه ښکېل کړي.

د افغانستان او فلسطین ننۍ پیوستون؛ د سبا اړتیا

حبیبه احمدی

 

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=5165

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې