جستجو
Close this search box.
ورځنی تحلیل

د صهیونیست رژیم جنایتونو ته د ایران د ځپونکی ځواب حقوقی څېړنه؛ د بې اساسه خبرو لپاره ځواب

Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

د صهیونیست رژیم جنایتونو ته د ایران د ځپونکی ځواب حقوقی څېړنه

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د اعلامیې له مخې، د سپاه پاسداران هوايي ځواک په اشغال شویو سیمو(فلسطین) کې دننه ځینی سیمې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو سره په نښه کړې. په دغه اعلاميه کښې په دمشق کښې د ايران پر کونسلګرۍ د حملې په شمول د صهيونېست رژيم د ډیرو جنايتونو يادونه شوې ده او دغه اقدام د ملګرو ملتو د مشور د ۵۱مې مادې په اساس د صهيونېست رژيم د جنايتونو ځواب ګڼل کيږي. د منحوس صهیونیستي رژیم د جنایتونو په وړاندې د ایران د غبرګون په هکله څو ټکي د یادونی وړ دي:

  • صهیونیست رژیم ته د ایران ځواب د نړیوال حقوق له نظره

1: د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې، هیوادونه حق لري چې کله چې د بل هیواد یا سازماني نظامي ډلې لخوا پر هغه برید وشی، په انفرادي یا ډله ایزه توګه د خپل ځان څخه مشروع توګه دفاع وکړي؛ صهیونیست رژیم په وار وار د ایران د نظامیانو، سلاکارانو، سیاسی شخصیتونو او ساینس پوهانو په ضد ترهګریز بریدونه ترسره کړی او په دې وروستیو کې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د دغه رژیم برید، پر ډیپلوماټیکو ځاینونو باندی ښکاره تجاوز او د نړیوالو قوانینو او ډیپلوماټیک نظم ښکاره خلاف دی؛ له همدې امله د دغو جنایتونو په ځواب کې د ایران اقدام د ملګرو ملتو د منشور د ۵۱مې مادې له مفهوم سره په بشپړه توګه برابر دی او د نړیوال حقوق، قواعد او اصول د ملاتړ څخه هم برخمن دی.

2: پر ډیپلوماټیکو ځایونو باندی د برید په شمول په سیمه کې د صهیونیستی رژیم د امنیت ضد اقدامات، د یو ځپونکي او مناسب ځواب ضرورت یې رامنځته کړی و. طبيعي ده چې د دغه غبرګون تمه له هغو هېوادونو څخه کېده چې په سيمه کې د سولې او امنيت په اړه اندېښمن دي او ايران په دې اقدام سره وښوده چې د سيمې د سولې او امنيت اصلي ساتونکى دى. دا تصور باید ونه شي چې د استبدادي او غاصب رژیمونو سره جګړه د هیوادونو د سولې او امنیت غوښتنی سره په ټکر کې ده؛ ځکه تاریخ ښودلې ده چې په ډېرو مواردو کې تلپاتې سوله له جګړو راوتلې ده؛ لکه څنګه چې په اروپا کې د دویمې نړیوالې جګړې او د نازي جرمني له ړنګیدو وروسته سوله رامنځته شوه؛

د دې کرښو لیکوال په دې باور دی چې د اسیا په لویدیځ کې د تل پاتې سولې ټینګیدل د صهیونیستی رژیم له ړنګولو پرته ناشونی دی. ځکه دغه رژیم د خپل څه باندی ۷۵ کلن ژوند په اوږدو کې وښودله چې نه انساني اصول او نه هم نړیوالو قوانینو او غوښتنو ته غاړه ایږدي او په دې موده کې د انساني اصول او نړیوال نظم په پوره بې پامۍ سره په نسل وژنې، د ځمکو په غصب او پر نورو هیوادونو باندی په ترهګریزو کړنو لاس پورې کړي او د نړیوالو قضایي او غیر قضایي ارګانونو په ګډون د ملګرو ملتونو عمومي سازمان د امنیت شورا، د بشري حقونو شورا او د عدالت د نړیوالې محکمې، سپارښتنې حکمونه او لارښوونې نه دي تعقیب کړي.

دا ډول کړنې د دغه رژيم د بغاوت ښکارندويي کوي او د سيمې او لوېديځې اسيا د امنيت لپاره يې هغه له نازي جرمني څخه هم په بد حالت کې واقع کړی؛ نو له دې خونخوار او غاصب رژیم په شتون سره په سیمه کې د رښتینې سولې او ثبات راوستل به له یوه خوب پرته بل شی نه وي.

صهیونیست رژیم جنایتونو
د صهيونېست رژيم په وړاندې د ايران ځواب په بشپړه توګه مشروع او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ وو.

جاوید یوسفي

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=5594

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې