جستجو
Close this search box.
ورځنی تحلیل

چل او لاسوهنه؛ د افغانستان په اړه د امریکا سیاست

Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

چل او لاسوهنه؛ د افغانستان په اړه د امریکا سیاست

مداخله تل تیری، وژل او سوځول نه دي، بلکي مداخله هغه وخت ده چې یو دولت د امپریالیستي افکارو په درلودلو سره د بل خپلواک هیواد په چارو کي ځان ښکیل کړي او د دې مداخلې هدف ممکن د هغه هیواد د نظام په بشپړه توګه ړنګول او یا هم د هغه هیواد په اقتصاد، ټاکنو یا داخلي چارو باندي د اغیزې په موخه ځانګړي اقدام وي.

امریکا یو له هغو هېوادونو څخه دی چي تل یې د خپل تسلط د ساتلو لپاره د نورو هېوادونو په چارو کي د لاسوهنی هڅه کړې او دغه سیاست له دویمي نړیوالي جګړې وروسته او په تېره بیا له ۲۰۰۰ میلادي کال څخه شدت ونیو، کله چې په ۲۰۰۱ کال کي یې پر افغانستان لومړی برید وکړ او ادعا یې کوله چي دا هېواد د تروریزم په منګولو کي ښکیل شوی او د ژغورلو لپاره راغلی دی. له دې وروسته د عراق او ځینو نورو هېوادونو په چارو کي لاسوهنه وه. د ډیموکراسۍ، ازادۍ، بشري او د ښځو د حقونو مفاهیم چي واشنګټن خپل ځان د هغو شاته ځان پټ کړي او له هغو څخه د دفاع ادعا کوي، دا مفاهیم هېڅکله د دې هېواد لپاره هېڅ ارزښت نه دي درلودلي، او په وار وار په پرله پسې ډول یې دغه اصول تر پښو لاندي کړي.

امریکا ادعا کوله چي افغانستان د ترهګرۍ په منګلو کي لوېدلی او د ژغورلو لپاره یې برید کړی، خو له دې ادعا سره سره یې دغه هېواد اشغال کړ او په تېرو شلو کلونو کي یې نه یوازي دا چي د ترهګرۍ د له منځه وړلو خبر نه دی خپور شوي، بلکي ترهګري ډلي د خپل حضور اعلان وکړ او د افغانستان د ناامنه کولو لپاره فعال شول. د خپلواکو مشترک المنافع هیوادونو د تروریزم سره د مبارزې مرکز (CIS ATC) په 1997 کي اعلان وکړ چي د وړاندویني له مخي په افغانستان کي له 20 څخه ډیري ترهګري ډلي فعالیت کوي.

  • د افغانستان په اړه د امریکا سیاست: د افغانستان ناامنه کولو څخه د امریکا موخي

لکه څنګه چي یادونه وشوه، مداخله د امریکا د پالیسۍ اساس جوړوي او د همدې تګلاري پر بنسټ او د تسلط د ساتلو او له سیمه ییزو سیالانو سره د مقابلې لپاره، واشنګټن له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کول او کوی، تر څو د افغانستان په خاوره کي د دغه هېواد د ملي ګټو پر ضد فعالیت وکړي، او په داسي حالت کي د دغه هیواد او بهرنیو ځواکونو د پراخ حضور لپاره زمینه برابره او دا لړۍ ته دوام ورکړي.

د افغانستان په داخلي سیاست کي واشنګټن، په خپل ځان پوری محتاج حکومت مخته کړل تر څو په هیڅ صورت په ځان پوري تکیه ونکړی او بالاخره د امریکا د مداخلو پایله دا وه چي اکثره سیاسي او ټولنیزي تش ځایونه پاته شول چي تر اوسه لا نه دي حل شوي. اقتصادي تباهي چي خپل ځای لری او دا امريکا او د امريکا لاسپوڅي حکومت وو چي د اقتصادي وضعيت د ښه کولو لپاره يې هيڅ هڅه ونه کړه او اقتصادي ستونزي تر اوسه لا هم په لويو کچو کي شتون لري چي واکمنان او ولس د اقتصاد د بيا رغولو لپاره مجبوروي.

د افغانستان په اړه د امریکا سیاست
د افغانستان په اړه د امریکا سیاست: د افغانستان ناامنه کولو څخه د امریکا موخي
  • افغانستان د امریکا تر وتلو وروسته

په دې وروستیو کې د افغانستان په چارو کي د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د کانګرس په استماعیه غونډه کي ویلي چي د خراسان داعش او پر امریکا باندی د ضربه وهلو لپاره د دغي ډلي جاه طلبۍ د ده لپاره د اندېښنې وړ دی. هغه دا هم ویلي چي د سیمي د ثبات او د امریکا او پاکستان د ګټو لپاره باید په افغانستان کي دننه د پاکستان تحریک طالبان د ډلي د له منځه وړلو لپاره د همغږۍ هڅو په برخه کي امیدوار واوسو.
دا ټکي مهم مطالب بیانوي ځکه چي ترهګرۍ تل د نړۍ لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کیږي او داسي هیوادونه هم شته چي د ترهګرو په ملاتړ سره خپلي ګټي تامینوي. خو دلته مهم ټکی دا دی چي امریکا چي خپله له سیمه ییزي او نړیوالي ترهګرۍ ملاتړ کوي او د داعش په نوم ډله د امریکا له خوا د سیمه ییزو موخو لپاره رامنځته او ملاتړ ئې وشو. له همدې امله هغه څه چي د امریکا استازي د داعش په اړه د خپلو اندېښنو په اړه وايي، د افغانستان او سیمي په حالاتو کي د لاسوهني بله دسیسه ده.

هغه څه چي د سیمي ثبات له ګواښ سره مخ کوي، د امریکا لاسوهني دي، نه کومه بله مسله او قضیه چي پخپله په سیمه کي رامنځته شوي وي. په دې جملو کي مهم ټکۍ دا دي چي هغه په افغانستان کي دننه د داعش او تحریک طالبان پاکستان د کلمو څخه استفاده کړۍ او دا په دې مانا ده چي غواړي لومړی رواني جګړه په لاره واچوي او دهغه په استفادې سره د افغانستان په کورنیو چارو کي لاسوهنه او بله مداخله وکړي.

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=4968

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې