جستجو
Close this search box.
ورځنی تحلیل

د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ

Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ

افغانستان په وچه کې احاطه شوی هیواد دی او د سوداګریزو توکو د واردولو او صادراتو لپاره سمندري لارو ته لاسرسی نه لري او هوايي لاري د لوړ لګښت له امله د افغانستان په څیر غریبو هیوادونو ته مناسب نه دي. له همدې امله سړک او پټلۍ زموږ د هیواد په سوداګرۍ کې ځانګړی ځای لري. د سړک د لارې په پرتله د افغانستان لپاره د اورګاډي پټلۍ د عمومي ګټو تر څنګ، د نړۍ بازارونو ته د لاسرسي په موخه، د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ ځانګړې اقتصادي ګټې او ځانګړتياوې لري چې په دې ليکنه کې پرې بحث کیږي.

  • د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ اقتصادي ګټې

1. د اسلام کلا په سرحد کې د ګڼه ګوڼي کمښت

د اسلام کلا په پوله کې ګڼه ګوڼه د افغان سوداګرو له جدي ستونزو څخه ده. طبيعي ده چې په دې پوله کې د ګڼې ګوڼې شتون نه يوازې سوداګرو ته ستونزې جوړوي، بلکې هر څومره چې په دې پوله سوداګريز وارداتي توکي وځنډېږی د افغانستان په داخلي بازارونو کې د بيو پر لوړېدو اغېز کوي. د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ او د نوي بندر جوړېدل د دې باعث کیږي چې د اسلام کلا پر پوله ګڼه ګوڼه کمه سي او په همدغه کچه به د افغانستان بازارونو ته د مالونو د لېږد په چټکتیا کې به مرسته وکړي، چې په طبیعي ډول د بیو د راټیټېدو لامل کېږي.

2. د ریل له لارې بحر ته لاسرسی
افغانستان په وچه کې احاطه شوی هېواد دی او سمندري بندرونو ته لاسرسی نه لري، په داسې حال کې چې د نړۍ په سوداګرۍ کې سمندري بندرونو ته لاسرسی فوق العاده اهمیت لری. که څه هم دا اهمیت د پاکستان له لارې برابر شوی دی، خو هغه امتیاز چې د خواف – هرات د اورګاډي کرښه لری دا دی چې بحر ته د لاسرسی زمینه د اورګاډي د کرښې له لارې برابروي، چې د سړک د لاری په پرتله ډېرې ګټې لري. دا د اورګاډي پټلۍ له یوې خوا افغانستان له چابهار سره نښلوي او له بلې خوا د کسپین سمندرګي له لارې د ایران بندرونو ته د افغانستان د لاسرسي زمینه برابروي.

3. د ایران د اورګاډي شبکې سره وصل کېدل
ایران یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د افغانستان په بازار کې د خوراکي توکو د برابرولو په ګډون د پام وړ رول لوبوي، له همدې امله د ایراني اورګاډي شبکې ته د افغان سوداګرو لاسرسی خورا مهم او حیاتي دی. ځکه چې د ایران د ریل پټلۍ شبکې ته لاسرسی افغان سوداګرو ته اجازه ورکوي چې د خلکو د اړتیا وړ توکي له ایران څخه افغانستان ته په ټیټه بیه او په لنډ وخت کې انتقال کړي.

4. د اروپا د براعظم اورګاډي شبکې ته لاسرسی
د نړیوال کیدو په دوره کې، هرڅه حتی اړتیاوې نړیوال دي، هېڅ هېواد له نورو هېوادونو څخه بېل؛ که هغه هیواد لرې وي یا نږدې، نه شي کولی خپلې اړتیاوې پوره کړي. افغانستان هم له دې قاعدې څخه مستثنی نه دی او د اقتصادي پرمختګ او د دولت او خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره باید نړیوال بازار ته لاسرسی ولري. د سمندري لارو ترڅنګ، ریل پټلۍ په نړۍ کې د سوداګریزو توکو د لیږد او تبادلې لپاره ترټولو ارزانه لاره ده.

په همدې خاطر افغانستان تل هڅه کړې چې دغه مهم ټکي ته لاسرسی پیدا کړی، چې د لاجورد لارې د بشپړول یې یو له اقداماتو څخه و. خو دا له هیچا څخه پټه نه ده چې د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ دغه هدف ته یوه لنډه لاره برابروي او افغانستان د ایران – ترکیې د لارې له طریق د اروپا براعظم د اورګاډي له شبکې سره نښلوي.

5. پر ترانزیتي لارې د افغانستان د موقعیت تثبیت
د پورتنیو ګټو سربیره (د اسلام کلا په پوله کې د ګڼې ګوڼې کمول، د ایران داخلی تولیداتو ته په ټیټه بیه او په لنډ وخت کې لاس رسی، د اورګاډي له لارې د فارس خلیج او کسپین سمندرګي ته لاسرسی، د ترکیې او اروپا د اورګاډي شبکې ته لاسرسی) د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ د دې سبب کیږی چې له افغانستان څخه د منځنۍ اسيا د هېوادونو لپاره د ترانزيټي لارې په توګه کار واخستل شی چې له اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره ځانګړی اهميت لري.

6. دا د تاجکستان-افغانستان-ایران د ریل پټلۍ د پروژې د تطبیق لپاره زمینه برابروي
د تاجکستان – افغانستان – ایران د ریل پټلۍ د پروژې تطبیق چې په ۱۳۹۱ کال کې پلان شوی و او تړون یې په ۱۳۹۸ کال کې د درې واړو هېوادونو د مسوولینو له خوا لاسلیک شوی و، د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ په بشپړیدو سره به شونې وي او د هغه ځنډولو لپاره کوم دلیل شتون نلري. که څه هم دا پروژه په پیل کې ایران، افغانستان او تاجکستان د ریل پټلۍ له لارې نښلوي؛ خو لوی پلان دا دی چې قرغزستان او چین به هم په دې پروژه کې شامل شي او په پایله کې به دا ټول هیوادونه د ریل پټلۍ له لارې وصل شي.

7. د افغانستان – ازبکستان – چین رېل پټلۍ سره د نښلولو لپاره د انګېزې رامنځته کول
اوس مهال افغانستان – ازبکستان – چین د ریل پټلۍ له لارې سره وصل دي، د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ بشپړېدل د دغو دوو لینونو د نښلولو لپاره ښه تشویقی کېدای شي، چې د تاجکستان – افغانستان – ایران د اورګاډي پروژې په پرتله خورا ارزانه ده. د رېل پټلۍ له لارې د هرات او مزارشريف د نښلولو له لارې، د دې اړيکې جوړول اسانه دي چې د افغانستان لپاره ترانزيټي ګټه لري، .

8. د مسافرینو لپاره اسانتیا رامنځته کول
د يادونې وړ ده، چې د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ فعالېدل د ذکر شوي مواردو برسېره هغه مسافرو ته چې هره ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ کوي ډېرې اسانتياوې برابروي، چې د مسافرو د هوساینې سربېره د مسافرو د وخت ضايع کېدو مخه نيسي او لګښتونو د کمېدو سبب کیږی چې کولای شی د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټوریستانو او د ګرځندوی پروګرامونو د پراخېدو لپاره تشویقي وي، چې ډېرې اقتصادی او کلتوری اغېزې لری.

ياد شوي موارد د خواف- هرات د اورګاډي پټلۍ تر ټولو مهمې اقتصادي ګټې دي، که څه هم د دې کرښې اقتصادي ګټې يوازې په دغو توکو پورې محدودې نه دي او د اقتصادي اړخ سربېره، د دې پټلۍ د تطبیق کېدو سياسي پايلې هم د پام وړ دي. په ځانګړې توګه په دې حالت کې چې هغه کسان چې د ایران او افغانستان تر منځ د جګړې او تقابل له لارې خپلې شخصي او سیاسي ګټې لټوي، د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ بشپړېدل به د دواړو دوستو او ګاونډیو هېوادونو تر منځ د خواخوږۍ او پیوستون کچه لوړه کړي او د دواړو هیوادونو د بدۍ غوښتونکو د پلانونو اغېزه به له منځه یوسی.

د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ
د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ کولای شی د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې اغېزمن واقع شی.

سردار اخلاقی زاده

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=5200

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې