د آیتالله خامنهای مبارزه
ښايي دا خبر په وروستیو کلونو کې تر ټولو دردناک خبر وي چې ما اورېدلی دی: آیتالله سیدعلي خامنهای، د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر او د نړۍ مظلومانو ملګری او مرسته کوونکی شهید شو.
د هغه سړي شهادت چې د نن زمانې د اسلامي نړۍ تر ټولو ځواکمن رهبر و. هغه د ډېرو ستونزو، سختیو او مشکلاتو په منځ کې ایران د ځواک او عزت لوړې کچې ته ورساوه او هېڅکله نه ستړی کېده.
د هغه سړي شهادت چې له ایران څخه تر افغانستان، پاکستان، یمن، امریکا او اروپا پورې د ازاد انسانانو په زړونو کې محبوب و او د مظلومانو په ملاتړ کې یې هېڅکله سستي ونه کړه.
شهید خامنهای د تاریخ د جنایتکارانو پر وړاندې
په هغه وخت کې چې تاریخساز جنایتکاران او ماشوموژونکي لکه ټرمپ او نتانیاهو زرګونه جرمونه کول، سیدعلي خامنهای د نړۍ د مظلومانو د ملاتړ لپاره بیرغ پورته کړ او د باطل پر ضد ودرېد.
په دې حساسې تاریخي شېبې او نړیوالو پېښو کې، د حق او باطل کرښه روښانه وه، او شهید آیتالله خامنهای په ښکاره توګه د هغو کسانو پر وړاندې ولاړ و چې هره ورځ یې د شیطانپرستۍ اسنادونه یی افشا کېدل او د اپستین ټاپو د باطل د ریښتینې څېرې یوه بېلګه وه.
ایران د آیتالله خامنهای تر مشرۍ لاندې هېڅکله د زور پر وړاندې تسلیم نه شو، له خپل هېواد او ولس څخه یې په مېړانه دفاع وکړه، او په پای کې په خپل کاري دفتر کې د وحشي او انساننما شیطانانو له خوا شهید شو.
ایران د آیتالله خامنهای په مشرۍ، هیڅکله د زور په وړاندې تسلیم نه شوه، له خپل هېواد او خلکو یې په جدي توګه دفاع وکړ او په پای کې د خپل دفتر په کارځای کې د انسان په جامه کې د شیطانو له خوا په شهادت ته ورسیده.
د آیتالله خامنهای مبارزه؛ دا د لارې پای نه دی
په هر حال، نړۍ پوهېږي چې د خبرو اترو په عین وخت کې، امریکا د اسرائیلي رژیم په ملتیا پر ایران برید وکړ او یو ځل بیا یې ثابته کړه چې سپینه ماڼۍ او په سر کې یې ټرمپ، هېڅ قانون او ارزښت ته پابند نه دي او یوازې د یرغل او جنایت له لارې غواړي خپلو هدفونو ته ورسېږي.
د ایران اسلامي جمهوریت رهبر شهید شو، خو دا ضایعه د کار پای نه دی، بلکې د نوې لارې پیل دی. سلګونه زره ایرانیان نن سړکونو ته راوتلي او د اسلامي ملت شهید مشر سره د بیا بیعت په ترڅ کې د امریکا سره د جګړی شعارونه ورکول.
په بېلابېلو هېوادونو کې لکه هند، پاکستان او عراق کې هم خلک سړکونو ته وتلي دي او د امریکا قنسولګرۍ یې سوځولي دي، چې دا خپله امریکا او د اسرائیلي رژیم لپاره یو بل پیغام دی.
د امنیتي بنسټونو لکه سپاه پاسداران او د ایران پوځ هم د آیتالله خامنهای له شهادته وروسته، د امریکا او صهیونيستي رژیم پر ضد سخت او درانه بریدونه پیل کړي دي.
پر امریکايي پوځي اډو برید د ایران مشروع حق دی
په قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، کویت، بحرین، عراق او د سیمې په نورو هېوادونو کې د امریکا پوځي اډې او ګټې د ایراني توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د قهر لاندې راغلي دي، او دغو بریدونو امریکا او د اسرائیلو رژیم ته درانه زیانونه اړولي دي.
ایران په پرلهپسې ډول ویلي دي چې یوازې امریکايي اډې په نښه کوي، او دا د یادو هېوادونو پر ضد د شخړې معنا نه لري. د نړیوالو اصولو له مخې هم دا د ایران اقدام مشروع بلل کېږي، او که څه هم ایران ډېر زخمونه لیدلي دي، نړیوال قوانین تهران ته اجازه ورکوي چې د امریکا پر ګټو برید وکړي.
په هر صورت، د ایران رهبر شهید شو، خو داسې میراث یې پرېښود چې د مقاومت، دیندارۍ، تقوا او یووالي مکتب دی. بېشکه شهید آیتالله خامنهای به د امریکا او اسرائیلو لپاره تر ژوندی آیتالله خامنهای هم خطرناک وي.

احمدی











