Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

څنګه ممکنه ده چې په هغه ټولنه کې چې ځان د ډیموکراسۍ، قانون او مدني ارزښتونو مرکز ګڼي، میلیونونه خلک د ډونالډ ټرمپ په څېر یو کس ته رایه ورکړي؟ څنګه له اتیا میلیونو ډېر امریکایان، دهغه د سختې ژبې، سپکاوی کوونکی چلند، ښکاره ځان غوښتنی، ټولنیز قطبی کول او سیاسی کرکې سره سره، هغه د ارادې او خپل هویت استازیتوب ومنی؟ تر دې هم مهمه پوښتنه دا ده: نړۍ څنګه داسې ځای ته ورسېده چې دا ډول چلندونه نور بد، د شرم وړ او نه منل کېدونکي نه ګڼل کېږي، بلکې د ځینو خلکو لپاره د ځواک، زړورتیا او مشرۍ نښه بلل کېږي؟

نه شو کولی چې د دې پوښتنې ځواب یوازې په سیاست کې وپلټو. ټرمپ یوازې د جمهوري غوښتونکي ګوند د انتخاباتو، یا اقتصادي ستونزو نتیجه نه ده؛ بلکې هغه د یوې ژورې کلتوري بدلون پایله ده. مخکې له دې چې ټرمپ سیاست ته راشي، د ټولنې ذهن د هغه د منلو لپاره چمتو شوی و. رسنیو، هالیووډ، عام کلتور، ټولنیزو شبکو او د امریکا سرمایه‌داری نظام، د کلونو په اوږدو کې یو نوی انسان جوړ کړی؛ داسې انسان چې تر اخلاقو ډېر، نندارې، هیجان، ځواک او بریا ته ارزښت ورکوي.

  • د ښه او بد له دوه ګونی حالت څخه بد او بدتر پوري

په عصری نړی کې یو له خورا خطرناکو کلتوری پرمختګونو څخه د انتخاب له ساحی او ډګر څخه د “خیر” له منځه وړل دی. پخوا سیاست د خیر او شر ترمنځ سیالي ګڼل کېده. ملتونو هڅه کوله داسې کسان وټاکي چې لږ تر لږه په ظاهره د انصاف، قانون، اخلاقو او ښو ارزښتونو استازیتوب وکړي. که څه هم سیاستوال به بشپړ پاک او مثالي نه وو، خو بیا هم خلک تمه لرله چې سیاست باید د عقل، احترام او مسؤلیت ژبه ولري. خو عصري نړۍ، په ځانګړي ډول د امریکا رسنیز چاپېریال، دا حالت ورو ورو بدل کړ. نن سبا خبره د خیر او شر ترمنځ د انتخاب نه ده؛ بلکې انسان د «بد» او «بدتر» ترمنځ انتخاب ته اړ شوی دی. داسې ښکاري چې نیکي، اخلاق او انسانیت د ټولنیزو انتخابونو له دایرې څخه وتلي دي، او اوس یوازې د بدیو اندازو په واسطه له یو بل سره پرتله کېږي. پخوا به بدي باید ماته خوړلې وای تر څو خیر بریالی کیدل؛ خو د هالیووډ په نوو کیسو او فلمونو کې، کله کله بد انسان اصلاح کېږي، کله محبوب ګرځي، کله اتل جوړېږي او کله یوازې تر ځان لوی شر سره پرتله کېږي. رسنۍ او سیاسي ګوندونه په ټولنه کې داسې فضا رامینځته کوي چې خلک اړ کیږي چې د بد او بدتر ترمنځ انتخاب وکړي.

  • هالیوډ او د اتل ضد عادي کول

په دې ستر کلتوري بدلون کې، هالیوډ مهم رول لوبولی دی. سینما، انیمیشنونه، ویډیویي لوبې او د امریکا د ساتیرۍ صنعت، د ډېرو کلونو په اوږدو کې هڅه کړې چې «د اتل ضد» یو جذاب، محبوب او حتی الهام‌بښونکی شخصیت وښيي. هغه کسان چې پخوا د بې‌اخلاقۍ، د قانون ماتولو او ګډوډۍ نښې بلل کېدل، اوس د خلکو د پام مرکز ګرځېدلي دي. خلک نه یوازې له هغوی کرکه نه کوي، بلکې ځان ورسره ورته احساسوي، ورته چکچکې کوي او حتی غواړي د هغوی په شان جوړ شي.

نن سبا په ډېرو فلمونو او انیمیشنونو کې، قانونمند او اخلاقي انسان یو ستړی کوونکی او کمزوری کس ښودل کېږي؛ خو یاغي، بې‌رحمه او قانون‌ماتوونکی شخصیت بیا جذاب، هوښیار او ځواکمن ښکاري. دا بدلون یوازې یو ساده هنري بدلون نه دی، بلکې یو ډول کلتوري جوړونه ده. کله چې یو امریکايي ماشوم کلونه له داسې شخصیتونو سره لویېږي چې قانون ته ارزښت نه ورکوي خو بیا هم محبوب وي، نو ذهن یې ورو ورو د بې‌اخلاقۍ پر وړاندې خپل حساسیت له لاسه ورکوي.

دا کلتوري بدلون یوازې د هنر او ساتیرۍ بدلون نه دی؛ بلکې د خلکو د فکر او روان د جوړولو یوه لاره ده. هغه ټولنه چې کلونه یې له اخلاقي او قانونمند اتلانو فاصله نیولې وي، او پر ځای یې له یاغي، بې‌پروا او د اصولو ماتوونکو شخصیتونو سره عادت شوې وي، طبیعي ده چې په سیاست کې هم هغو څېرو ته میلان پیدا کړي چې همدا ډول چلند په واقعي نړۍ کې تکراروي.

  • ټرمپ؛ هغه د اتل ضد چې خلک یی خوښوی

په داسې چاپېریال کې ډونالډ ټرمپ راڅرګند شو؛ نه یوازې د یوه سیاستوال په توګه، بلکې د یوه کلتور د محصول په توګه. هغه د دې پرځای چې یو ډیپلومات یا عادي سیاستوال وي، یو «رسنیز کرکټر» دی؛ داسې شخصیت چې اصول ماتوي، لانجې جوړوي، کرکه خپروي او بیا له همدې کرکې ګټه اخلي. ټرمپ پوهېدلی و چې د ټولنیزو شبکو او احساساتي رسنیو په زمانه کې، بدنامي او نفرت تر محبوبیت هم ډېر ګټور وي. د هالیوډ، مشهور کلتور او د امریکایی ټولنې د تعلیمی سیسټم له پوهیدو پرته د ټرمپ پوهیدل ناممکن دی.

د دې موضوع یو روښانه مثال مشهور انیمیشن Despicable Me دی. د دې فلم په درېیمه برخه کې، «ګرو» پوهېږي چې یو ورک شوی ورور لري چې نوم یې «درو» دی. د «درو» د څېرې بڼه، د خبرو طریقه، د ویښتانو سټایل، د شتمنۍ ښودنه او مبالغه شوی شخصیت، له ډونالډ ټرمپ سره ډېر حیرانوونکی ورته والی لري. دا ورته والی تصادفي نه دی؛ بلکې د هماغه کلتوري فکر انعکاس دی چې د ټرمپ له سپینې ماڼۍ ته له رسېدو مخکې یې د هغه رواني بڼه د ساتیرۍ له لارې ټولنې ته وړاندې کړې وه. له دې نظره، هالیوډ او د ساتیرۍ صنعت، نسلونه نسلونه خلک د یوه واقعي ټرمپ د راڅرګندېدو لپاره چمتو کړي دي.

په حقیقت کې، ټرمپ تر دې مخکې چې یو سیاسي پدیده وي، یوه کلتوري پدیده ده. هغه د رسنیو د اوږدمهالې غیرمستقیمې روزنې پایله ده؛ داسې روزنه چې پکې «بد سړی» نور د کرکې وړ نه بلکې جذاب، خندوونکی، ځواکمن او حتی اتل ښودل کېږي.

  • د کرکې پر بنسټ سیاست

د توجه او شهرت په اقتصاد کې، «کرکه» او «نفرت» د یوې سکې دوه مخونه دي، او دواړه هغه وخت ارزښت لري چې د خلکو پاملرنه دوامداره وساتي. ټرمپ د پخوانیو سیاستوالو خلاف، چې هڅه یې کوله ځان ارام، بااخلاقه او دروند وښيي، دا پرېکړه وکړه چې خپل شهرت د نفرت له لارې ترلاسه کړي. هغه له پیل څخه پوه شوی و چې د رسنیو زمانه د نمایش زمانه ده؛ هغه زمانه چې پکښې د حقیقت پر ځای د خلکو پام جلبول ډېر مهم شوي دي. په داسې فضا کې، هغه څوک بریالی وي چې ډېر ولیدل شي، که څه هم دا شهرت د نفرت او لانجو له لارې وي.

عصري ټولنه له احساساتو او هیجان سره عادت شوې ده. خلک نور د اوږدو منطقي خبرو او سختو تحلیلونو حوصله نه لري؛ هغوی غواړي حیران شي، غوسه شي، وخاندي یا له چا کرکه وکړي. ټرمپ همدا رواني اړتیا پوره کړه. هغه خپلو سیالانو ته سپکاوی کوونکي نومونه ورکول، رسنۍ یې د خلکو دښمنان بلل، مهاجر یې خطر معرفي کول او مخالفان یې مسخره کول. که څه هم دا چلند د سیاسي اخلاقو له نظره خطرناک و، خو د رسنیو له نظره ډېر بریالی و؛ ځکه همېشه یې هغه د توجه په مرکز کې ساتل. ټرمپ پوه شوی و چې د امریکا په نمایشي ټولنه کې، نفرت هم یو ډول سرمایه ده. هر څومره چې مخالفان یې غوسه کېدل، هماغومره هغه ډېر مشهورېده. هره محکمه، هره رسوايي، هر اعتراض او هر رسنیز برید، په اصل کې د هغه د شهرت موټر لپاره د سونګ توکي په شکل عمل کول.

ټرمپ سیاست د احساساتو او غوسې په میدان بدل کړ. هغه ټولنه تل په دوو ډلو وېشله: «موږ» او «هغوی». مهاجر، مسلمانان، رسنۍ، پوهان او حتی د امریکا ځینې نخبه خلک، تل د دښمنانو په توګه معرفي کېدل. دې طریقې د هغه د پلویانو ترمنځ یو عاطفي یووالی پیدا کاوه؛ ځکه انسانان د وېرې او غوسې په وخت کې ډېر د زورواکو مشرانو خوا ته ځي. ټرمپ له همدې رواني حقیقت څخه ګټه واخیسته. هغه خپلو پلویانو ته دا احساس ورکاوه چې دوی له خطرناکو دښمنانو سره په جګړه کې دي او یوازې دی کولی شي د هغوی ساتنه وکړي. په داسې حالت کې، د خلکو اړیکه له ټرمپ سره یوازې سیاسي نه وه؛ بلکې یو ډول عاطفي او رواني تړاو هم رامنځته شوی و. د هغه ډېر پلویان ټرمپ یوازې سیاستوال نه ګڼي، بلکې د خپل هویت او غوسې سمبول بولي.

امریکايي رسنیو هم د ټرمپ په جوړېدو کې مهم رول درلود. هغوی له ټرمپ څخه کرکه لرله، خو په عین وخت کې یې نه شوای کولی چې سترګې ترې واړوي؛ ځکه ټرمپ رسنیو ته ګټه او لیدونکي پیدا کول. هره جنجالي وینا، هر سپکاوی او هره رسوايي، میلیونونه خلک جذبول. ټلوېزیوني شبکو او ټولنیزو رسنیو د غوسې او د ټولنې د وېش له فضا ګټه اخیستل.

د امریکا رسنیز سرمایه‌داري نظام اساسا د خلکو د پام جلبولو پر بنسټ ولاړ دی. په داسې نظام کې، حقیقت د هیجان په پرتله لږ اهمیت لري. له همدې امله، داسې شخصیت لکه ټرمپ چې تل بحرانونه او لانجې جوړوي، د رسنیو لپاره د سرو زرو کان بلل کېږي.

ټرمپ د اوږدې کلتوري روزنې محصول دی. هغه ټولنه چې کلونه یې له اتل ضد شخصیتونو سره ځان بوخت ساتلی وي، طبیعي ده چې په واقعي ژوند کې هم د همداسې شخصیتونو خوا ته جذب شي. هغه ټولنه چې بریا تر اخلاقو مهمه بولي، ممکن داسې کس ومني چې که څه هم سخت، ځان‌خوښی او قانون‌ماتوونکی وي، خو بریالی ښکاري. د امریکایانو یوې لویې برخې په ټرمپ کې د ځواک، زړورتیا او د پخواني نظام پر ضد د بغاوت انځور لید. هغوی احساس کاوه چې ټرمپ د هغوی د کلونو پټه غوسه استازیتوب کوي؛ هغه غوسه چې د نخبه خلکو، رسنیو او رسمي نظامونو پر ضد موجوده وه.

ټرمپ
ټرمپ، سیاستوال یا د هالیوډ ستوری؟

سید حکیم بینش

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=12134

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې