له چابهار څخه تر هراته
په داسې وخت کې چې افغانستان تر بل هر وخت ډېر د وارداتو او صادراتو لپاره باوري، ارزانه او بېلابېلو لارو ته اړتیا لري، د ایران او افغانستان د اوسپنېپټلۍ په شبکو کې دوو مهمو بدلونونو په یو وخت کې د سیمې د نویو ترانزیټي وړتیاوو په اړه پام رااړولی دی. په هرات کې د هرات–خواف د اوسپنېپټلۍ د څلورمې برخې د لومړي پړاو چارې، چې ۴۳ کیلومتره اوږدوالی لري او تر ۵۸ میلیونه ډالرو ډېر لګښت پرې شوی، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په همدې وخت کې په ایران کې هم د چابهار–زاهدان د اوسپنېپټلۍ د پټلۍ غځولو چارې بشپړې شوې دي
د دغو دواړو پروژو هره یوه په لومړي نظر کې یوه ملي پروژه ښکاري، خو اصلي ارزښت یې هغه مهال څرګندېږي چې د یوه واحد ترانزیټي شبکې د برخو په توګه ورته وکتل شي. چابهار د ایران په سوېل کې یو سمندري بندر دی چې له ازادو سمندري اوبو سره نښتی دی، او هرات د افغانستان له مهمو سوداګریزو دروازو څخه دی چې د ایران او منځنۍ اسیا پر لور پرانیستل کېږي.
د اوسپنېپټلۍ د شبکې له لارې د دغو دوو سیمو تدریجي نښلېدل کولای شي افغانستان ته د توکو د واردولو، د افغانستان د محصولاتو بهرنیو بازارونو ته د صادرولو او په پراخه کچه د منځنۍ اسیا او ازادو سمندري اوبو ترمنځ د توکو د لېږد لپاره یوه نوې لاره رامنځته کړي
هند هم کولای شي د چابهار بندر له لارې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره خپلې اړیکې پراخې کړي، پرته له دې چې د پاکستان له خاورې پر تېرېدو تکیه وکړي. هند په ۲۰۲۴ کال کې د چابهار د شهید بهشتي ترمینل د پراختیا او فعالیت لپاره یو اوږدمهاله تړون لاسلیک کړ او د دغه هېواد حکومت چابهار له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ لپاره یوه مهمه دروازه بللې ده.
له دې لیدلوري څخه اساسي پوښتنه دا ده چې ایا د چابهار–زاهدان د اوسپنېپټلۍ تدریجي بشپړېدل، د هرات–خواف د اوسپنېپټلۍ له پراختیا سره یوځای، کولای شي له ازادو سمندري اوبو څخه تر هراته او له هغه ځایه تر منځنۍ اسیا پورې د یوه پرلهپسې اوسپنېپټلۍ دهلېز د جوړېدو زمینه برابره کړي او افغانستان له یوه داسې هېواد څخه چې یوازې د نورو د ترانزیټي لارو له اسانتیاوو ګټه اخلي، د سیمهییزې سوداګرۍ په یوه مهمه کړۍ بدل کړي؟
چابهار او هرات؛ دوه جلا پروژې که د یوه واحد دهلېز دوه کړۍ؟
د هرات–خواف د اوسپنېپټلۍ د څلورمې برخې لومړی پړاو، چې په دې وروستیو کې په هرات کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوی، ۴۳ کیلومتره اوږدوالی لري او د جوړولو لګښت یې تر ۵۸ میلیونه ډالرو څخه ډېر اعلان شوی دی. څلورمه برخه په مجموع ډول دوه پړاوونه لري چې یو یې ۴۳ او بل یې ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري. دویم پړاو یې له دهسرخ څخه د هرات د صنعتي ښارګوټي تر سیمې پورې غځېږي. د دې برخې په بشپړېدو سره به د اوسپنېپټلۍ مسیر د هرات تولیدي او صنعتي مرکزونو ته لا نږدې شي.
د هرات–خواف د اوسپنېپټلۍ ټول اوږدوالی شاوخوا ۲۲۶ کیلومتره دی، چې ۷۷ کیلومتره یې په ایران او ۱۴۹ کیلومتره یې په افغانستان کې موقعیت لري. د ایران دوه برخې او په افغانستان کې درېیمه برخه یې مخکې بشپړې شوې دي، او څلورمه برخه یې د اوسپنېپټلۍ د مسیر د غځولو لپاره، د هرات ښار او صنعتي سیمو ته د رسېدو په موخه، ځانګړی اهمیت لري.
د دې اوسپنېپټلۍ اهمیت یوازې د ایران او هرات ترمنځ د توکو په لېږد پورې محدود نه دی. کله چې د اوسپنېپټلۍ مسیر ښار او صنعتي مرکزونو ته ورسېږي، د خامو موادو، وارداتي توکو، صنعتي محصولاتو او صادراتي توکو د لېږد وړتیا یې لوړېږي. له همدې امله، د اوسپنېپټلۍ رسېدل د هرات صنعتي ښارګوټي ته کولای شي هرات له یوه سرحدي سیمې څخه په یوه سیمهییز مرکز بدلولو کې مهم پړاو وي، چې د توکو د وېش او تولید وړتیا ولري.
په همدې حال کې، د چابهار–زاهدان د اوسپنېپټلۍ پروژه د چابهار بندر د ایران له اوسپنېپټلۍ شبکې سره نښلوي. دغه پروژه ۶۳۰ کیلومتره اصلي مسیر لري او د فرعي پټلیو په ګډون یې ټول اوږدوالی ۷۳۵ کیلومترو ته رسېږي. په دې مسیر کې د بار وړلو اټکل شوې وړتیا په کال کې شاوخوا ۷.۷ تر ۸ میلیونه ټنو پورې اعلان شوې ده. د دې مسیر د اوسپنېپټلۍ د پټلیو غځولو چارې اوس بشپړې شوې دي، خو د تمځایونو د بشپړولو، د نیمګړتیاوو د لرې کولو او ګټې اخیستنې ته د چمتووالي چارې لا هم روانې دي.
له همدې امله، که دغو دوو پروژو ته د یوه واحد نقشې په چوکاټ کې وکتل شي، نو یو بل ډول انځور رامنځته کېږي. په سوېل کې چابهار د ایران له اوسپنېپټلۍ شبکې سره نښلول کېږي؛ په ختیځ او شمالختیځ کې د ایران د اوسپنېپټلۍ شبکه خواف ته رسېږي؛ او له خواف څخه د اوسپنېپټلۍ افغانستان ته داخلېږي او تر هراته غځېږي. په پایله کې، د چابهار بندر څخه تر زاهدان پورې، له زاهدان څخه د ایران د اوسپنېپټلۍ شبکې له لارې تر خواف پورې، او له خواف څخه تر هراته پورې د یوه ترانزیټي مسیر د جوړېدو زمینه برابرېږي.
د چابهار بندر څخه تر هراته؛ د افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره نوی فرصت
د چابهار بندر د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت لري. د چابهار بندر د مکران په ساحلونو کې موقعیت لري او د پاکستان بندرونو ته د رسېدونکو لارو برعکس، افغانستان ته دا زمینه برابروي چې د ایران له لارې ازادو سمندري اوبو ته لاسرسی ولري. هند هم د چابهار د شهید بهشتي ترمینل په پراختیا کې مستقیم رول لوبولی دی. د هند حکومت په ۲۰۲۴ کال کې د دغه ترمینل د پراختیا او فعالیت لپاره اوږدمهاله تړون لاسلیک کړ او په څرګنده توګه یې چابهار له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره یوه دروازه وبلله.
د چابهار او زاهدان ترمنځ د اوسپنېپټلۍ نښلېدل دا وړتیا له یوه داسې مسیر څخه چې تر ډېره پر بندر او سړک ولاړ دی، د سمندري او اوسپنېپټلۍ د ګډ ترانزیټي بهیر پر لور نږدې کوي. توکي کولای شي د سمندر له لارې چابهار ته وارد شي، بیا د اوسپنېپټلۍ له لارې د ایران شبکې ته ولېږدول شي او د خواف له لارې څخه افغانستان ته داخل شي. په مقابل کې، د افغانستان صادراتي توکي هم کولای شي همدا مسیر په برعکس لوري ووهي او له هرات څخه د ایران د اوسپنېپټلۍ شبکې او بیا چابهار ته ورسېږي.
د افغانستان لپاره دا ډول مسیر څو اقتصادي پایلې لري. لومړی، د توکو د لېږد د لګښتونو د یوې برخې د کمېدو امکان برابروي؛ ځکه د اوسپنېپټلۍ له لارې د اوږدو واټنونو په اوږدو کې د درنو او لویو بارونو لېږد عموماً د سړک له لارې د لېږد په پرتله ډېر ظرفیت لري. دویم، د بندر او د افغانستان د کورنیو سیمو ترمنځ اړیکې منظمېږي. درېیم، د افغانستان صادرات کولای شي د ګاونډیو هېوادونو په بازارونو پورې له محدود پاتې کېدو پرته، د یوه سمندري بندر له لارې لرې پرتو بازارونو ته هم لاسرسی ومومي.
خو د دې مسیر لا ډېر اهمیت هغه مهال څرګندېږي چې د شمال پر لور هم پراختیا ومومي. که هرات له مزارشریف سره ونښلول شي او وروسته دغه مسیر د افغانستان د شمال له اوسپنېپټلۍ شبکو سره وصل شي، افغانستان به په راتلونکي کې نه یوازې هېواد ته د توکو د واردولو مسیر وي، بلکې د منځنۍ اسیا او ازادو سمندري اوبو ترمنځ به د توکو د لېږد په مسیر هم بدل شي.
په حقیقت کې، په داسې سناریو کې افغانستان به یوازې د توکو د رسېدو وروستی ځای نه وي، بلکې د توکو د لېږد د مسیر یوه برخه به هم وي. د افغانستان د اوسپنېپټلۍ شبکې اړوند اسناد له کلونو راهیسې له ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د هرات، مزارشریف او د افغانستان د شبکې د نورو برخو د نښلولو پر اهمیت ټینګار کوي. د پنځهاړخیز دهلېز په طرحه کې هم د چین، قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران نښلول په پام کې نیول شوي او د منځنۍ اسیا د نښلولو لپاره د ایران له بندرونو سره د افغانستان رول هم پکښی په نظر کې نیول شوی دی.
له همدې امله، د افغانستان لپاره د هرات–مزارشریف پر مسیر د اوسپنېپټلۍ پروژو ته دوام ورکول ډېر اهمیت لري. که د هېواد په لوېدیځ کې د هرات د اوسپنېپټلۍ مسیر په شمال پورې له مناسب نښلون پرته پای ته ورسېږي، د دې مسیر د ترانزیټي ظرفیت لویه برخه به محدوده پاتې شي. خو له مزارشریف سره د هرات نښلول او وروسته د منځنۍ اسیا د اوسپنېپټلۍ له شبکو سره د اړیکو رامنځته کول کولای شي د افغانستان جغرافیایي موقعیت پر یوه اقتصادي امتیاز بدل کړي.
چابهار، افغانستان او منځنۍ اسیا؛ د سیمې د سوداګریزو لارو د توازن بدلون
د چابهار–زاهدان د اوسپنېپټلۍ تحول یوازې د افغانستان لپاره اهمیت نه لري. دغه پروژه کولای شي د ایران، هند او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د ترانزیټي محاسبو یوه برخه هم بدله کړي. د ایران لپاره، د چابهار نښلېدل د اوسپنېپټلۍ له شبکې سره دا معنا لري چې د دغه هېواد له مهمو سوېل ختیځو بندرونو څخه یو به د اوسپنېپټلۍ د مسیر له لارې له کورنۍ شبکې سره وصل شي. د کال شاوخوا ۸ میلیونه ټنه بار وړلو اټکل شوی ظرفیت، که د لوژستیکي لړۍ ټولې برخې بشپړې شي، کولای شي چابهار د ایران او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د توکو په لېږد کې لا فعال کړي.
د هند لپاره، دا موضوع له بلې زاویې اهمیت لري. هند غواړي له افغانستان او منځنۍ اسیا سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي، خو د سیمې جغرافیایي موقعیت دغه هېواد ته د تګ راتګ ډېرې بېلابېلې لارې نه برابروي. چابهار له هغو لارو څخه یوه ده چې کولای شي د ایران له لارې دغه اړیکې پیاوړې کړي او د پاکستان له خاورې څخه د توکو د تېرولو اړتیا راکمه کړي. د هند حکومت هم په خپلو رسمي اسنادو کې له افغانستان او منځنۍ اسیا سره په سوداګرۍ کې د چابهار پر رول ټینګار کړی دی.
په دې شرایطو کې، افغانستان کولای شي د دغو دوو سیمو ترمنځ د نښلولو کړۍ وي. تصور وکړئ چې یو توکی له هند څخه چابهار ته وارد شي، د ایران د اوسپنېپټلۍ شبکې له لارې خواف ته ورسېږي، هرات ته داخل شي او وروسته د افغانستان د پراختیا موندلې اوسپنېپټلۍ شبکې له لارې مزارشریف او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ولېږدول شي. په برعکس مسیر کې هم د منځنۍ اسیا خام مواد او محصولات کولای شي د افغانستان له لارې د ایران شبکې او بیا چابهار ته ورسېږي او له هغه ځایه د هند او د سمندري سوداګرۍ د نورو بازارونو پر لور ولېږدول شي.
خو دا فرصت په خپله او په اتومات ډول په پایله نه بدلېږي. افغانستان باید د خپلې اوسپنېپټلۍ شبکې پراختیا په چټکۍ سره تعقیب کړي، په ځانګړي ډول د هرات–مزارشریف پر مسیر او هغو لارو کې چې دغه مسیر له منځنۍ اسیا او د هېواد له سوېل سره نښلوي. که داسې ونه شي، چابهار او خواف به دواړه پراختیا ومومي، خو افغانستان به یوازې د هغوی له ظرفیتونو څخه د یوې برخې ګټه واخلي.
په پای کې، اصلي بدلون به هغه مهال رامنځته شي چې چابهار له زاهدان سره، زاهدان د ایران له اوسپنېپټلۍ شبکې سره، د ایران شبکه له خواف سره، خواف له هرات سره او هرات له مزارشریف او منځنۍ اسیا سره ونښلول شي. په هغه وخت کې به افغانستان نور یوازې د سوداګریزو لارو په منځ کې پروت هېواد نه وي، بلکې کولای شي په خپله د منځنۍ اسیا او ازادو سمندري اوبو ترمنځ د نښلولو پر یوه مهم مسیر بدل شي. همدا هغه پړاو دی چې نننۍ دوې پروژې، یعنې چابهار–زاهدان او خواف–هرات، کولای شي له دوو جلا پروژو څخه د یوه لوی سیمهییز دهلېز پر دوو کړیو بدلې شي.

بسم الله ختک











