جستجو
Close this search box.
ورځنی تحلیل

ناپېژانده بې پیلوټه الوتکې او ناشکره پاکستان

Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

په دې وروستیو کې د افغانستان په فضا کې د ناپېژاندو بې پیلوټه الوتکو ګزمې زیاتې شوي او دغو بې پیلوټه الوتکو څو ځلې د هېواد له هوایي حریم څخه سرغړونه کړې ده. خو طالبانو په دې اړه توند غبرګون ښودلی او دا چې څه غبرګون یې ښودلی او دا نامعلومه بې پیلوټه الوتکې په کوم هیواد پوری تعلق لري، د مقالې په پاتې برخه کې ولولئ.

  • د بې پیلوټه الوتکو په اړه د طالبانو غبرګون

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې امریکا څو ځلې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله د افغانستان له هوایي حریم څخه سرغړونه کړې او له امریکا څخه یې غوښتي، چې دا موضوع جدي ونیسي. مجاهد زياته کړه: دغه بې پيلوټه الوتکې چې د ځينو ګاونډيو هېوادونو له هوايي حريم څخه په استفادې سره افغانستان ته راغلې، بې له شکه په امريکا پورې اړه لري او هر څوک بايد په دې برخه کې خپل مسووليت ته پام وکړي او د سرغړونې مخه ونيسي.

تر دې وړاندې هم په داسی حال کې چې د هېواد د هوايي حریم څخه سرغړونه کېده د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد ویلي وو: امریکايي بې پیلوټه الوتکې د پاکستان له لارې کابل ته ننوتي او امریکا د پاکستان له هوايي حریم څخه استفاده کوي او موږ له پاکستانه څخه دا غوښتنه لرو چې خپل هوایي حریم زموږ پر ضد ونه کاروي.

  • پاکستان ناشکره دی

یوه مهمه مسئله چې باید د پاکستان په اړه مطرح شي دا ده چې په تېرو لسیزو کې څو ځلې د افغانستان حکومتونو د دغه نفرت او کینې د لرې کولو لپاره اسلام اباد ته د سولې او دوستۍ لاسونه غځولي، خو اسلام اباد دغه لاسونه رد کړي او د لویدیځ ګټې ته یې ترجېح ورکړي.

د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په مسئله کې څو څو ځله داسې اسناد او شواهد خپاره شوي چې ښيي اسلام اباد امریکا ته د خپل ښه خدمت او چاپلوسۍ د ثابتولو لپاره ځیني اډې ورکړي. د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو جګپوړي غړي شېر افضل مروت له ډاون نیوز سره په مرکه کې وویل: زموږ د معلوماتو له مخې پاکستان د ایران او افغانستان پولو ته څېرمه په بلوچستان کې امریکا ته دوه پوځي اډې ورکړي دي.
په همداسی ډول د ملي امنیت پخواني رئیس او د هېواد د استخباراتو یو له شخصیتونو څخه، رحمت الله نبیل ویلي، چې امریکا د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق په ګډون په نړیوالو مالي بنسټونو کې په خپل نفوذ سره، پاکستان ته د پورونو د تضمين په برخه کې خپل دریځ ته د پام وړ بدلون ورکړې او په بدل کې پاکستان موافقه کړې چې په بلوچستان کې د “شمسي” پوځي اډه امريکا ته وسپاري.

امريکا ته د پاکستان مزدوری کومه عجيبه او نوې خبره نه ده، ځکه چې د دې هېواد د پیدایښت له پيل راهيسې د خيانت اوازې روانې دي او هم دا هیواد د خپل ګاونډي د ځپلو شدید هوډ يې درلود.

  • د امریکا بې پیلوټه الوتکې څه شې لټوي؟

د امریکا متحده ایالات چې شرارت او خیانت د هغه په ذات کې نغښتی دی، دوه لسیزې یې په افغانستان کې پوځي او سیاسي حضور درلود او په دې موده کې یې د افغانستان په ټولو چارو کې پراخ لاسوهنه او دخالت درلود؛ د ټاکنو له مسخره کولو څخه نیولې بیا د امنیتي او دفاعي بنسټونو تر کمزوري کولو او د نشه يي توکو د کښت تر ترویج او پیاوړتیا پورې. واشنګټن نه غوښتل چې په دې هیواد کې امنیت ټینګ شي، یا دې ثبات ټینګ شي او یا دې افغانان وکولاي شي په خپلو پښو ودریږي. کله چې امریکا د افغانستان په جګړه کې ماتې وخوړل او تېښتې ته اړ شول، دا د دغه هېواد ستره تاریخي ماتې ګڼل کېده.

اوس په خپلو الوتکو سره چې په افغانستان کې د ترهګرو د موندلو ادعا کوي، په اصل کې غواړي دا ثابته کړي چې لا هم په افغانستان کې نفوذ لري او طالبان باید د سپینې ماڼۍ غوښتنې ومني.

بې پیلوټه الوتکې
د افغانستان په اسمان کې ناپېژانده بې پیلوټه الوتکې په امریکا پوری تعلق لري او په افغانستان کې د دغه هېواد د نفوذ او لاسوهنې د دوام لپاره دي.
  • بې پیلوټه الوتکې دوه پیغامونه لري

لومړی دا چې ناشکره پاکستان د تل په شان د امریکا مزدورې ته دوام ورکوی او دغې ډلې ته یې ځینی اډې ورکړې دي تر څو د امریکا بې پیلوټه الوتکې د افغانستان له هوایي حریم څخه سرغړونه وکړي او ادعا وکړي چې دوی د ترهګرو په لټه کې دي، په داسې حال کې چې د ترهګرو مرکزونه د پاکستان په خاوره کې دي؛ نه په افغانستان کې. دوهم پیغام د امریکا یو بل جنایت دی چې په ښکاره ډول د افغانستان له هوايي حریم څخه سرغړونه کوي او دا کار د نړیوالو دودونو او قوانینو خلاف دی.

مهدی حسیني

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=5775

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې