Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

د حسیب پنجشیري، چې د حسیب قوای مرکز په نوم مشهور و او د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت جبهې له قوماندانانو څخه و، وژل کېدل یوازې د یوه قوماندان وژل کېدل نه دي؛ دغه پېښه اوس د طالبانو او د هغوی د وسله‌والو مخالفانو ترمنځ په جګړه کې په یو له مهمو امنیتي پېښو بدله شوې ده. د ملي مقاومت جبهې د هغه وژل کېدل تایید کړي او د دې جبهې سیاسي مسوول عبدالله خنجاني هم دغه موضوع اعلان کړې ده. له بلې خوا، طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي چې نوموړی په شمالي سالنګ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د دې پېښې اهمیت یوازې د مقاومت جبهې په پوځي جوړښت کې د حسیب پر ځای پورې محدود نه دی. هغه له هغو څېرو څخه و چې د جمهوریت له سقوط وروسته د افغانستان په وسله‌والو جګړو کې یې نوم له طالبانو سره له جګړې سره تړلی و. د هغه انځورونه او ویډیوګانې له غرنیو سیمو څخه په ټولنیزو شبکو کې خپرېدې. تر دې وړاندې نوموړي د جمهوریت په امنیتي جوړښت کې هم دنده ترسره کړې وه او د خپرو شویو راپورونو له مخې، پوځي زده‌کړې یې کړې وې او د ملي امنیت عمومي ریاست په ځانګړو قطعاتو کې یې هم څه موده کار کړی و.

خو د هغه د وژل کېدو له خبر سره یوه بله مهمه پوښتنه هم راپورته شوې ده: هغه قوماندان چې کلونه یې د طالبانو له تعقیب څخه ځان ساتلی و، څنګه په داسې شرایطو کې وپېژندل شو او په یوه هدفمند عملیات کې ووژل شو؟ ایا دا عملیات د طالبانو د استخباراتي وړتیا پایله وه؟ ایا د هغه مسیر او موقعیت له جبهې څخه بهر معلوم شوی و؟ او که د هغه د تګ راتګ اړوند معلومات د مخالفانو له داخلي شبکې څخه بهر درز شوي وو؟ تر اوسه د دغو پوښتنو لپاره کوم خپلواک او کره ځواب نشته؛ خو همدا پوښتنې اوس د طالبانو د مخالفانو ترمنځ د بحثونو یوه مهمه برخه ګرځېدلې دي.

د ملي مقاومت جبهې رسمي سرچینو هم تر اوسه د دې پېښې د څرنګوالي په اړه کافي جزئیات نه دي وړاندې کړي. احمد مسعود د حسیب د وژل کېدو په غبرګون کې د راتلونکو «تحولاتو» خبره کړې، خو په دې اړه چې حسیب په دقیقه توګه څنګه په کمین کې ولوېد، د هغه د موقعیت په اړه څه ډول معلومات موجود وو او په وروستیو ساعتونو کې څوک ورسره ملګري وو، تر اوسه کوم روښانه وضاحت نه دی خپور شوی.

همدلته د حسیب مرګ له یوې پوځي پېښې څخه د طالبانو د مخالفانو لپاره پر یوه استخباراتي بحران بدلېږي. که یو لوړپوړی قوماندان له کلونو پټو فعالیتونو وروسته، د افغانستان دننه د یوه هدفمند تګ راتګ پر مهال پېژندل شوی وي، نو دا پوښتنه راپورته کېږي چې د هغه شاوخوا امنیتي کړۍ تر کومه حده د باور وړ وه. که معلومات له بلې لارې طالبانو ته رسېدلي وي، بیا هم باید څرګنده شي چې ولې د مقاومت جبهه ونه توانېده چې د مقابل لوري استخباراتي فعالیتونه تشخیص کړي.

له همدې امله، دا مقاله نه یوازې د «حسیب قوای مرکز» د وژنې مسله څېړي، بلکې یو پراخ بحث هم راسپړي: د طالبانو او د هغوی د مخالفینو ترمنځ استخباراتي نښته، او د مخالفینو په جوړښت کې هغه درزونه چې کولای شي د زیانمندی پر ټکو بدل شي. د حسیب مرګ ښايي د طالبانو لپاره یوه تاکتیکي بریا وي، خو د ملي مقاومت جبهې لپاره یوه جدي ازموینه ده؛ داسې ازموینه چې پایله یې تر ډېره دې پورې تړلې ده چې ایا دغه جبهه چمتو ده د دې پېښې د څرنګوالي په اړه په شفاف ډول ځواب ورکړي او که نه.

  • د حسیب قوای مرکز؛ له پاکستانه که د افغانستان له دننه؟

د دې پېښې یوه له تر ټولو بحث‌پارونکو برخو څخه د حسیب د وژل کېدو تر مخه د هغه د حضور ځای دی. په تېرو ورځو کې داسې روایتونه خپاره شوي چې له مخې یې حسیب قوای مرکز په دې وروستیو کې له پاکستان څخه افغانستان ته داخل شوی و او له ننوتلو وروسته یې غوښتل د سالنګ په مسیر کې خپل فعالیت پیل کړي. ان په ځینو طالبانو ته نږدې روایتونو کې ویل شوي چې هغه د چترال له لارې هېواد ته داخل شوی و او له هماغه وخته تر څارنې لاندې نیول شوی و.

دا روایت د ملي مقاومت جبهې له رسمي ادعا سره په ټکر کې دی. عبدالله خنجاني ویلي چې حسیب په تېرو کلونو کې افغانستان نه و پرېښی او د هېواد په دننه حضور درلود. د هغه په وینا، حسیب د بېلابېلو سیمو ترمنځ د تګ راتګ لپاره، د شرایطو له مخې، له غرنیو لارو او عمومي سړکونو څخه استفاده کوله او په هندوکش غرنیو سیمو کې له هغه څخه خپاره شوي انځورونه هم په افغانستان کې د هغه د حضور ښودنه کوي.

په داسې شرایطو کې، نه شو کولای په ډاډ سره له دغو دوو روایتونو څخه یو د وروستي حقیقت په توګه ومنو. خو یوه موضوع ځانګړی اهمیت لري: که له پاکستان څخه د حسیب د تازه ننوتلو روایت سم وي، نو د سالنګ عملیات کېدای شي د تعقیب او څارنې د یوه عملیاتو پایله وي چې افغانستان ته د حسیب له ننوتلو سره سم پیل شوی وي.

که د مقاومت جبهې روایت سم وي، نو مسئله لا پېچلې کېږي؛ ځکه په هغه صورت کې باید وپوښتل شي چې څنګه د طالبانو امنیتي ځواکونو وکولای شول د هغه قوماندان د حضور ځای او د تګ راتګ مسیر په دومره دقیق ډول معلوم کړي چې کلونه یې د هېواد دننه فعالیت کړی و.

ځینو طالب مخالفانو هم د دې پېښې په غبرګون کې یوازې د حسیب پر وژل کېدو د تمرکز پر ځای، د هغه د معلوماتو د افشا کېدو د څرنګوالي په اړه پوښتنې مطرح کړې دي. بهار مهر، چې د طالبانو له مخالفو څېرو څخه دی، په ایکس شبکې کې د سفر د مقصد، د تګ راتګ د مسیر او د حسیب د پېژندل کېدو د څرنګوالي په اړه د پوښتنو په مطرح کولو سره، په عملي توګه د دې مسئلې د ځواب غوښتنه کړې چې چا دښمن ته اړین معلومات ورکړي دي. دغه دریځ ښيي چې ان د طالبانو د مخالفانو ترمنځ هم د «یوه عادي پوځي عملیات» روایت د دې پېښې د تشریح لپاره کافي نه ګڼل کېږي.

له بلې خوا، د ځینو رسنیو په راپورونو کې هم د طالبانو ته نږدې یوې نامعلومې سرچینې په حواله، د چترال له لارې د حسیب او د هغه د ملګرو د ننوتلو او افغانستان ته له داخلېدو وروسته د هغوی تر څارنې لاندې د راتلو روایت مطرح شوی دی. همدې سرچینې ویلي چې په عملیاتو کې د ډلې دوه نور کسان هم وژل شوي او ۱۰ تنه ژوندي نیول شوي دي؛ په داسې حال کې چې نورو سرچینو د نیول شویو کسانو شمېر ۱۳ تنه ښودلی دی.

له همدې امله، په اوسني پړاو کې هغه څه چې په ډاډ سره ویل کېدای شي، د حسیب وژل کېدل او د مقاومت جبهې له خوا د هغه د مرګ تایید دی؛ خو د هغه د ننوتلو د مسیر، د ننوتلو د وخت او د پېژندل کېدو د څرنګوالي اړوند جزئیات لا هم جلا څېړنې ته اړتیا لري. همدا معلوماتي تشه د بېلابېلو روایتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره کړې ده. او ښايي په راتلونکي پړاو کې د مقاومت جبهې تر ټولو مهم مسؤلیت دا وي چې د حسیب د مرګ په اړه د احساساتي ادبیاتو د تولید پر ځای، همدې پوښتنو ته روښانه ځوابونه وړاندې کړي.

  • د طالبانو د مخالفینو ترمنځ اختلافات؛ بهرنی دښمن که له دننه نفوذ؟

د حسیب قوای مرکز وژل کېدو د طالبانو د مخالفانو لپاره یوه لا ترخه مسئله هم راپورته کړې ده: داخلي باور . که د دغه قوماندان د حضور د ځای، د تګ راتګ د مسیر یا د هغه د مقصد اړوند معلومات د مخالفانو له داخلي شبکې څخه امنیتي ځواکونو ته رسېدلي وي، نو د مقاومت جبهه له یوې پوځي ماتې څخه نور ډېرې جدي مسئلې سره مخ ده. په نامتقارنه جګړو کې معلومات کله ناکله تر وسلې هم مهم وي او یو کوچنی نفوذ کولای شي د یوې شبکې د میاشتو فعالیتونو پایله بدله کړي.

ظاهر اغبر، چې په تاجکستان کې د جمهوریت له دورې پاتې سفیر او د طالبانو له مخالفو څېرو څخه دی، د حسیب له وژل کېدو وروسته په یوه پیغام کې خبرداری ورکړ چې هغه کسان چې په دې پېښه کې یې د جاسوسۍ او دښمن ته د معلوماتو په ورکولو سره همکاري کړې، دا خیانت به یې له یاده ونه وځي. د نوموړي څرګندونو په مستقیم ډول د مخالفانو په منځ کې یوه فرضیه پیاوړې کړې ده: دا احتمال چې   چې حسیب پوری د طالبانو د رسېدو لپاره یوازې پر تخنیکي وسایلو یا ساحوي عملیاتو تکیه نه وه شوې.

خو د «استخباراتي نفوذ د احتمال» او د «خیانت د اثبات» ترمنځ ډېر واټن شته. تر هغه چې د ملي مقاومت جبهه اسناد، شواهد یا د یوې داخلي څېړنې پایله وړاندې نه کړي، نه شو کولای کوم مشخص کس یا ډله د معلوماتو په پلورلو تورنه کړو. که دا ډول تورونه له اسنادو پرته مطرح شي، خپله کولای شي د مخالفانو ترمنځ د درز د لا ژورېدو لامل شي؛ هغه څه چې په پای کې د مقابل لوري په ګټه تمامېدای شي.

سره له دې، د داخلي اختلافاتو په اړه پوښتنه په بشپړه توګه بې‌اساسه هم نه ده. د ملي مقاومت جبهې په تېرو کلونو کې له بېلابېلو ځواکونو، سیمه‌ییزو قوماندانانو، سیاسي څېرو او د طالبانو له مخالفو شبکو سره کار کړی دی؛ داسې شبکه چې ښايي په بشپړه توګه یو موټی او متمرکز جوړښت ونه لري. په داسې جوړښت کې د بېلابېلو کړیو ترمنځ د معلوماتو لېږد، د بشري سرچینو کنټرول او د عملیاتو د محرمیت ساتل لا ستونزمن کېږي.

  • د طالبانو استخباراتي څارنه؛ هغه عملیات چې ډېرې پوښتنې یې بې‌ځوابه پرېښودې

د حسیب د وژل کېدو په اړه یو له مهمو روایتونو څخه دا دی چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د عملیاتو له ترسره کولو وړاندې هغه پېژندلی و. ځینې طالبانو ته نږدې سرچینې ادعا کوي چې حسیب د زمري له ۲۴مې نېټې مخکې پېژندل شوی و، خو عملیات د امنیتي دلایلو له امله او د خپلواکۍ د کلیزې د مراسمو د اغېزمنېدو د مخنیوي لپاره وځنډول شول او څو ورځې وروسته ترسره شول. که دا ادعا ثابته شي، نو دا د یوې تصادفي پېښې نه، بلکې د یوه پلان شوي استخباراتي عملیاتو ښکارندويي کوي.

که دا روایت سم وي، د پېښې اهمیت تر یوه قوماندان له وژل کېدو ډېر زیات دی. معنا یې دا ده چې د طالبانو امنیتي جوړښتونو توانېدلي چې د مقاومت جبهې یو لوړپوړی قوماندان وپېژني، تعقیب یې کړي او د عملیاتو لپاره مناسب وخت وټاکي. په داسې حالت کې بله پوښتنه دا ده چې دغه څارنه له کوم وخت څخه پیل شوې وه او د دې کار لپاره له کومو وسایلو څخه استفاده شوې وه.

برعکس، که له پاکستان څخه د حسیب د تازه ننوتلو روایت سم وي، بیا هم د طالبانو استخباراتي وړتیا د پام وړ ده؛ ځکه په دې صورت کې د هغوی امنیتي ځواکونو توانېدلي چې د یوې وسله‌والې ډلې د ننوتلو مسیر، د کسانو ترکیب او احتمالي مقصد تشخیص کړي او مخکې له دې چې دغه ډله خپل هدف ته ورسېږي، عملیات ترسره کړي.

خو له دې سره سره، باید د طالبانو پورې اړوندو سرچینو له ادعاوو او خپلواکو معلوماتو ترمنځ توپیر وشي. د دې ډلې له استخباراتو سره نږدې رسنۍ «المرصاد» د حسیب د وژل کېدو په اړه لومړني راپورونه خپاره کړل او دا یې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو د یوه پېچلي عملیاتو پایله وبلله؛ خو تر اوسه داسې خپلواک جزئیات نه دي خپاره شوي چې د دې روایت ټول اړخونه تایید کړای شي.

له بلې خوا، د مقاومت جبهې غبرګون هم ښيي چې دغه جبهه لا تر اوسه د پېښې په اړه روښانه عملیاتي روایت نه دی وړاندې کړی. عبدالله خنجاني د حسیب د وژل کېدو اصل تایید کړی، خو د وخت، دقیق ځای او د عملیاتو د څرنګوالي په اړه یې ډېر جزئیات نه دي وړاندې کړي.

دغه چوپتیا، که څه هم ښايي د امنیتي دلایلو له مخې د توجیه وړ وي، خو په سیاسي او رسنیز چاپېریال کې خپل لګښت لري. څومره چې رسمي معلومات کم وي، هماغومره د مقابل لوري د روایت، اوازو او د نفوذ او خیانت اړوند فرضیو لپاره فضا پراخېږي. که د مقاومت جبهه په رښتیا باور ولري چې حسیب د یوې داخلي شبکې له امله افشا شوی، نو غوره غبرګون په احساساتي څرګندونو کې نه، بلکې د یوې داخلي پلټنې په ترسره کولو او له خلکو سره د موندنو د یوې برخې په شریکولو کې دی.

  • لنډیز؛ ایا د حسیب قوای مرکز مرګ د یوه قوماندان پای دی، که د طالبانو د مخالفانو په جبهه کې د یوه بحران پیل؟

د حسیب قوای مرکز مرګ یوازې د بریا او ماتې په ادبیاتو کې نه شي تشریح کېدای. د طالبانو لپاره د مقاومت جبهې د یوه پېژندل شوي قوماندان وژل کېدل یوه مهمه امنیتي او تبلیغاتي بریا بلل کېږي. د مقاومت جبهې لپاره د داسې قوماندان له لاسه ورکول یوه جدي ضربه ده؛ خو د دې پېښې اصلي اهمیت په دې پوښتنه کې نغښتی دی چې حسیب څنګه پیدا شو؟

که څرګنده شي چې هغه له پاکستان څخه افغانستان ته داخل شوی و او له ننوتلو سره سم تر څارنې لاندې نیول شوی و، نو د مقاومت جبهه به د عملیاتي امنیت په برخه کې له یوې جدي ماتې سره مخ شوې وي. که څرګنده شي چې هغه کلونه د افغانستان دننه حضور درلود او په پای کې یې د تګ راتګ مسیر یا د حضور ځای اړوند معلومات امنیتي ځواکونو ته رسېدلي وو، نو مسئله به څو برابره جدي شي؛ ځکه په هغه صورت کې باید د طالبانو د مخالفانو په شبکو کې د نفوذ احتمال په جدي توګه وڅېړل شي.

له همدې ځایه د طالبانو د مخالفې جبهې پر وړاندې یوه جدي نیوکه مطرح کېږي. په تېرو کلونو کې د دې جریان د ادبیاتو یوه د پام وړ برخه د قوماندانانو پر اتلولۍ، مقاومت، شهادت او د مبارزې پر دوام متمرکزه وه؛ خو جګړه یوازې د اتلولۍ په روایت نه ګټل کېږي. هغه سازمان چې غواړي د یوه امنیتي جوړښت پر وړاندې دوام وکړي، باید استخباراتي او د استخباراتو ضد سیستم، منظم قومانده، خوندي اړیکې او د داخلي حساب ورکونې میکانیزم ولري.

حسیب پنجشیری خپله د همدې تناقض یوه سمبول وه. له یوې خوا، هغه داسې قوماندان و چې توانېدلی و کلونه په سختو شرایطو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي؛ له بلې خوا، اوس په داسې عملیاتو کې وژل شوی چې ان د مخالفانو په منځ کې یې د هغه د موقعیت د موندلو د څرنګوالي په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي. که دا پوښتنې بې ځوابه پاتې شي، نو د مقاومت د جبهې پر بنسټیز اعتبار باندې به تر یوه قوماندان د وژل کېدو په پرتله لا ډېر زیان ورسوي.

په نږدې راتلونکي کې، موږ احتمالاً دوه مسیر وینو. لومړی مسیر د مقاومت جبهې هڅه ده چې د حسیب وژل کېدل د خپلو پوځي او سیاسي فعالیتونو د زیاتولو لپاره پر یوه انګېزې بدل کړي؛ احمد مسعود هم په خپل لومړني غبرګون کې د راتلونکو «تحولاتو» خبره کړې ده. دویم مسیر د طالبانو له خوا د مخالفانو پر پاتې شبکو د استخباراتي عملیاتو زیاتېدل دي؛ په ځانګړې توګه که د دې ډلې امنیتي جوړښت د مقاومت جبهې د شبکو په اړه لا دقیقو معلوماتو ته لاسرسی موندلی وي.

خو د مخالفانو لپاره ښايي اصلي خطر د یوه قوماندان له لاسه ورکول نه وي، بلکې په داسې یوه کړۍ کې ښکېل کېدل وي چې هره ماتې پکښې له څېړنې پسسسسسرته «خیانت» ته منسوبه شي. که رښتیا خیانت شوی وي، باید عاملان یې وپېژندل شي؛ که استخباراتي کمزوري موجوده وه، باید اصلاح شي؛ او که د طالبانو عملیات د استخباراتي برلاسۍ پایله وه، مخالفان باید خپلې امنیتي طریقې بدلې کړي.

په پای کې، د حسیب قوای مرکز مرګ د طالبانو د مخالفانو پر وړاندې یوه تاریخي او سیاسي پوښتنه مطرح کړې ده: ایا هغوی کولای شي د قوماندان‌محورۍ او احساساتي غبرګونونو له فرهنګ څخه واوړي او یو منظم، ځواب‌ویونکی او د نفوذ پر وړاندې خوندي جوړښت رامنځته کړي؟

د دې پوښتنې ځواب ښايي دا وټاکي چې د حسیب وژل کېدل یوازې د یوه قوماندان د لارې پای وي، که د طالبانو د مخالفانو په ستراتېژۍ کې د یوې جدي بیاکتنې پیل. د دواړو لورو ترمنځ جګړه به دوام وکړي؛ خو په راتلونکي پړاو کې، برتري به تر ډېره د غرونو او جګړې د ډګر پر ځای، د استخباراتي مرکزونو، مخابراتي شبکو او د خپلو رازونو دساتلو په برخه کې دهر لوري پر وړتیا پورې اړه ولري.

د حسیب قوای مرکز
د حسیب قوای مرکز د وژنې په اړه یوه مهمه کیسه: د طالبانو امنیتي ځواکونو هغه د عملیاتو ترسره کولو دمخه پیژندلی و!

مجتبی همت   

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=13001

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې