جستجو
Close this search box.
ورځنی تحلیل

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له افغانستان سره د امریکا د مرستو د اندازې او د مخالفینو د پروپاګند او تبلیغاتو په اړه د سیګار راپور

Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر (سیګار) د وروستي راپور له مخې، چې په کې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۳۱ نېټې پورې شامل دی د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو بودیجه ۱۷ ملیارده ډالره په کې اعلان شوې ده. د سیګار راپور د طالبانو مخالفینو ته دا فرصت برابر کړی چې د عامه افکارو د غولولو په موخه داسی تبلیغ وکړی چې دا ټوله بودیجه د طالبانو حکومت ته د مرستې په توګه ورکړل شوي او همدارنګه د طالبانو او امریکا تر منځ د پټو اړیکو او تعلقاتو په اړه خبرې وکړي، خو حقیقت څه دی؟ آیا امریکا له طالبانو سره ۱۷ ملیارده ډالره مرسته کړې؟

  • د سیګار د راپور اصلي محتوا څه ده؟

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش دفتر په خپل تازه راپور کې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۳۱ نیټې پورې په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو د بودیجې اندازه خپره کړې ده نه د افغانستان حکومت ته د مرستو اندازه؛ له همدې امله د مرستو اندازه د دې بودیجې یوه برخه ده، نه ټوله ذکر شوې بودیجه، او هغه څه چې په ځینو پېژندل شویو رسنیو یا د طالبانو د سیاسي مخالفینو په تړاو او یا ورسره تړلي سوشل مډیا په پاڼو کې لیدل کېږي، چې له افغانستان سره د طالبانو تر ادارې لاندی د امریکا مرستې۱۷ ملیارده ډالره ده، رښتیا نه ده.

د سیګار د راپور په جزیاتو کې له ۱۷ میلیارده ډالرو بودیجې څخه یوازې ۲ ملیارده ۸۰۱ ملیونه ډالر له افغانستان سره د بشري او پراختیايي مرستو په توګه یاد شوي چې د همدې راپور له مخې د طالبانو له لاسرسۍ لرې مصرف شوي دي. خو د طالبانو مخالفین د سیاسي ګټه پورته کولو او د عامه افکارو د غولولو په موخه د امریکا له لوري ټوله ۱۷ ملیارده ډالره مرستې د طالبانو حکومت ته د مرستې نوم ورکوي چې له تبلیغاتو او پروپاګند پرته بل څه نه دي.

  • د افغانستان په اړوندو چارو کې د بودجې لګولو معنا څه ده؟

د امریکا متحده ایالات هر کال د خپلو سیمه ایزو او نړیوالو پالیسیو د تنظیم او پلي کولو لپاره ډیرې بودیجې لګوي. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له ډېرو کلونو راهیسې د واشنګټن د پام او توجه مرکز دی او دا هیواد خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره یوه زمینه ګڼي، نو طبیعي ده چې د افغانستان په اړه د بودیجې طرحه هم د امریکا د حکومت په اجنډا کې وي او البته، د افغانستان اړوند مسایلو کې لګښتونه تل مثبت معنی نه لري چې د هغه څخه مراد او منظور د افغانستان له خلکو او حکومت سره مرسته وي، بلکې کېدای شی د داعش او القاعدې په څېر د ترهګرو ډلو پیاوړتیا هم پکې شامله وي.

که څه هم د سیګار په راپور کې د دغو مرستو په اړه جزئیات ورکړل شوي، چې لویه برخه یې د پخواني حکومت د پوځي ځواکونو او افغان کډوالو له لېږد، تغذیې او استوګنې سره تړاو لري، خو زه دا خبره له حقیقت څخه لرې بولم چې د ویل شوی لګښت مصرفول یوازي په هغو مواردو کې وي چې په راپور کې ذکر شوي دي او دا چې د امریکا پوری مربوط ترهګرې ډلې لکه داعش به له دې بودیجې څخه ګټه پورته نه کړي.

سیګار راپور
د سیګار راپور د افغانستان د چارو لپاره د ورکړل شوې بودیجې په اړه خبر ورکوي، نه یوازې د طالبانو له حکومت سره د مرستې لپاره!
  • د طالبانو سیاسي مخالفینو ته سپارښتنه

د طالبانو ننني سياسي مخالفين په عمده توګه د افغانستان د پروني حکومت چارواکي دي، چې زياتره يې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان له خلکو سره صادق نه وو او په پای کې يې د دروغو او د خلکو سره د چل او منافقت پایله ولیدل او هم د افغانستان خلک یې د ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان کړل، د یو افغان په حیث دغه ټولګې ته زما دا سپارښتنه ده چې د افغانستان له خلکو سره صادق واوسئ، د دروغو او د خلکو سره د چل او خیانت څخه لاس واخلئ، د افغانستان واقعیتونه به د لمر په څیر هیڅکله ستاسو تر دوو ګوتو لاندې پټ پاتي نه شي، او د حقایقو افشا کېدل به ستاسو په وړاندې د خلکو نفرت زیات کړي.

البته، ستاسو بې کفایتي، ګټه اخیستني او اجیرتوب د دې لامل نه دی چې موږ د ننني ورځې افغانستان وضعیت ښه وبولو. د دې کرښو لیکوال د طالبانو د حکومت پر طریقه سختې نیوکې لري او تل هڅه کوي چې د افغانستان د واقعیتونو پر بنسټ له ګډوډۍ څخه د وتلو لارې چارې پیشنهاد کړي؛ خو په ورته وخت کې هغه په دې باور دی، چې د خلکو سره چل، دروغ ویل او پروپاګند د هېواد د اوسنیو ستونزو د حل لار نه ده، نو تاسو چې د افغانستان په سیاست او واک کې د ځای موندلو په لټه کې یاست، باید له خپلو تیرو کړنو څخه توبه وباسئ او د افغانستان له خلکو سره د صداقت له لاری تعامل وکړئ.

جاوید یوسفي

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=5848

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې