جستجو
Close this search box.
ورځنی تحلیل

ګاونډی، د ګاونډي په غم کې شریک دی

Facebook
Twitter
Telegram
WhatsApp
Email
Print

خواخوږي او غمشریکي

څو ورځې مخکې د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان، او ورسره مل پلاوي د سپرلۍ چورلکې ته حادثه ورپېښه شوه، چې په پایله کې هغوی شهیدان شول او د ایران دوست او ورور هیواد، غمجن شو.

دغه ستر غم د ملیونونو ایرانیانو زړونه خواشیني او له ماتمه ډک کړل، څرنګه چې افغانستان او ایران ډیر تاریخي او مشترکات لري؛ دوستي یې دوامداره او د یو بل په غم او ښادۍ کې شریک دي، له دولتي چارواکو او سیاستوالو نیولې تر عامو خلکو پورې ټول افغانان، له ایرانیانو سره په دې ستر غم کې ځان شریک ګڼلي او هغوی د دغې سترې ضایعې تسلیت ویلي.

د طالبانو د سرپرست حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د ایران حکومت او خلکو ته د تسلیت په پیغام کښې وویل: موږ د ایران د خلکو ترڅنګ ولاړ یو او ځان د ایران د اسلامی جمهوریت په غم کښې شریک ګڼو.
په همدې حال کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي اعلان وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر رول او رهبرۍ د سیمه ایزو همکاریو په پراختیا او په تیره بیا له افغانستان سره د اړیکو په پراختیا کې ارزښتناکه وه.

همداشان د هیواد د تیر حکومت یو تن له سیاسي شخصیتونو څخه او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله اعلان وکړ: د دغې سترې ضایعې له امله د ایران د اسلامي جمهوریت خلکو او د ایران د اسلامي جمهوریت دولت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.

په همدې حال کې په لسګونو سیاسي شخصیتونو او د سرپرست حکومت چارواکو له ایران سره خپل غم شریکي او خواخوږي اعلان کړ او ځانونه یې د ایران د اسلامي جمهوریت په دغه ستر غم کې شریک وبلل.
دا ګډې غمیزې او غمشریکي په داسې حال کې دي چې دواړه هېوادونه ښې او د ورورګلوي اړیکې لري او دواړه هېوادونه هر وخت یو د بل تر څنګ ولاړ او له بهرنیو منافقتونو او شرارتونو سره سره بیا هم افغانستان او ایران هېڅکله یو له بله سره نه دي بېل شوي او برعکس د هغوی اړیکې د پخوا په پرتله پیاوړې او باثباته شوی دی.

اوس افغانان د ګرانو ایرانیانو په غم کې شریک دي او په دې غم کې ځان شریک ګڼي، ځکه شهید رئیسي هغه شخصیت وو چې د اسلامي هېوادونو د یووالي لپاره یې ډېر کوښښ کړی او په څو څو ځلې یې ټینګار کړی چې د استعمار او غربي هېوادونو پر وړاندې د مبارزې یوازینۍ لار یووالی دی. افغانستان او ایران د دوو اسلامي هېوادونو په توګه ښې او دوستانه اړیکې لري او شهید رئیسي شخصاً د دې دوستۍ د ټینګښت لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې، چې ګټورې تمامې شوې.

همدا رنګه د ایت الله رئیسي محبوبیت او د هغه مثبتي کړنې په نړیواله سطحه د هغه څخه یو داسی محبوب شخصیت جوړ کړ چې نن ورځ د مختلفو هیوادونو مشران هغه یو داسی اسطوره بولي چې له لاسه ورکول یې ټوله نړۍ په ویر او غم کې واچول. د عراق، سوريې، لبنان او ځينو نورو هېوادونو هر يو ملي ماتم اعلان کړ او ځانونه يې په دې غم کې شريک وګڼل. همدارنګه د ملګرو ملتونو سازمان او یو شمېر بهرني او اروپايي هېوادونه هم د خواخوږۍ پیغامونه استولي دي.

له شک پرته د ایران د ولسمشر، د بهرنیو چارو د وزیر او د هغه د نورو ملګرو شهادت یوه ستره ضایعه ده، خو اسلامي هیوادونه باید په خپل اتحاد او اتفاق سره د دغه لوړ رتبه شهید اوږده ارمان پوره کړي او د غرب او استبداد په مقابل کې ودریږي. د اسرائيلو وينه تږي رژيم د امريکا په ملاتړ له شاوخوا اوو مياشتو راهيسي په غزه کي د مسلمانانو قتل عام کوي چې دهغه مخنیوی هم نه کیږي او تر څو چي ټول اسلامي هيوادونه او د نړۍ آزاد خلک سره متحد نه سي، د دغه قتل عام مخه نه شي نيولای، هغه اتحاد چي شهید رئيسي د هغه غوښتنه درلود.

غمشریکي
داسلامی امارت بیلا بیلو چارواکو له ایران سره دخپل خواشینی او غمشریکي څرګندونه وکړه.

مهدی حسیني

 

لنډ لینک:​ https://tahlilroz.com/?p=5877

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

وروستي مقالې